<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-11 17:52:14    
د افغانستان په يوه ښوونځي کې د توغندي د لګيدو له امله مرګ او ژوبله رامنځته شوې ده

cri
د سينهوااژانس د خبر له مخې د افغانستان چارواکي ددې خبر پخلی کړی چې د اپريل د يوولسمې نېټې سهارد نهه نيمو بجو په شاوخوا کې د افغانستان د کنړ ولايت د سلار باغ په نوم يوه ښوونځي توغندي لګيدلی چې ﻻمله يې د دغه ښوونځي لږ ترلږه شپږ تنه زده کوونکي وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان شوي دي ٠ د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت يو چارواکي وويل د توغندي د لګيدو پر مهال په نوموړي ښوونځي کې په سلهاوو تنه زده کوونکي په زده کړې بوخت وو ٠ اوس ټپيان شوي زده کوونکي روغتون ته سپارل شوي دي ٠ د خبر له مخې نوموړي ښوونځي له يوې امريکايي پوځي اډې څخه پنځه سوه متره واټن لري ، تراوسه پوري کوم سازمان هم د دغې پيښې پړه په غاړه نه ده اخيستې ٠