<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-11 18:55:21    
د تقاعد شويو سپين ږيرو او سپين سرو لور

cri

ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! د ښځې او ټولنې په نننې پروګرام کې به تاسو يو مضمون واورئ چې عنعوان يی دې : د تقاعد شويو شپين ږيرو او سپين سرو لور ----جانګ شو فون .

جانګ شو فون يوه عامه ښځه ده ، خو هغې په خپلو کارونو کې غير عادی موافقيتونه تر لاسه کړی . هغه په وار سره د شن جن د ښاری حکومت او د شن جن د ښځو د ټولنې له خوا د چين د کمونيست ګوند غوره غړې او د ښځو نمنوی کارکوونکی ټاکلی ده . دغه راز د چين د کار د تضمين د ورځپاڼې او مجلې ، د کارګرانو د ورځپاڼې ، د شن جن د ځانګړی سيمې د ورځپاڼې په ګډون په يو شمير ورځپاڼو کی د هغی په باب قصې ليکل شوی دی . د چين د کار او د اجتماعی تضمينولو وزارت په اړه د اجتماعی بيمې چارو ادارې مدير منګ جاو شي وويل چې مېرمن جانګ د چين د اجتماعی ضمانت چارو وتل او مستاز استازي ده .

جانګ شو فنګ په عامو کارونو کې د خپلې مينې له لارې تقاعد شويو سپين ږيرو او سپين سرو ته ډېره پاملرنه کړی او ټولنې ته يی زيات خدمتونه تر سره کړی دی او د اجتماعی تضميوونکو کارکوونکو په سرمشق بدله شوی دی .

په ١٩٩٨ کال کې د شن جن ښار په هراړخيزو توګه د سپين ږيرو او سپين سرو د عمر بيمه په اجتماعی توګه ورکړه . د دې فعاليتونو د عادی اجراکېدو لپاره به د څه د پاسه يو زر پنځو سوو تنو سپين ږيرو او سپين سرو ارشفيونه او سندونه په کامپيوتر کې وساتې . په ټولو ارشفيونو او سندونو کې څه دپاسه څو ميليونه

حرفونه شته ، نو دا يو ډېر سخت کار دې . اغلی جانګ په يو سلو شلو ورځو کې پخپله او دقيق ډول نوموړی ګران کار بشپړ کړی چې دغه کار بايد په مروج ډول د درو تنو کارکوونکو له خوا په شپږو مياشتو کې بشپړيږی .

که څه هم مېرمن جانګ له ستر اشريت سره پېژدنه ونه کړه ، خو هغه د خپل پلار او مور په شان سپين سرو او سپين ږيرو ته صميمي خدمتونه کوي .

کله چې په دوبی کې د ټولنيز ضمانت د ادارې په تالار کې ډېر کسان د خپلو چارو د حل و فصل لپاره انتظار کوی ، شانګ شو فنګ په دې باندی انديښمن وی چې توده هوا او د زوږ چاپيريال به د سپين ږيرو او سپين سرو په روغتيا باندی بده اغيزه واچوی . نو له دې امله هغی تل سپين ږيرو او سپين سرو ته بلنه ورکوی چې په خپل دفتر کې ناست او انتظار وکړی او ورته خواږه چای وړاندی کوی . کله چې اغلی جانګ له سپين ږيرو او سپين سرو سره خبرې کوی ، نو تل له خپل ميز څخه ځې او ورسره په سوفه کې کيښتې . هغی وويل چې د سپين ږيرو او سپين سرو غوږونه او سترګي زړې دي ، نو له دې امله له نژدی څخه ښه ديالوګ کولای شی . که سپين ږيري او سپين سري د ډوډي په وخت کې د اغلی جانګ دفتر ته ولاړ شی ، هغه به هلته د ميليمه په توګه وی .

دجانګ شو فنګ په نظر ، دغو سپين ږيرو او سپين سرو پخوا د هېواد د ودانولو لپاره خپل عمر وقف کړی دی ، اوس بايد ورته لا ښه خدمتونه وړاندی کړو .

د ٢٠٠٣ کال د اګست په اتمه نېټه د شانګ شو فنګ تر کوښښونو لاندی د شن جن ښار د دای لانګ په هستوګنې سيمه کې د ټولنيز خدمت د خدمتونو په اړه لومړی مرکز جوړ شو . خو په هغه وخت کې جانګ شو فنګ په سخته ناروغی اخته وه . ان کله کله به پوی ته کيدای هم نشوه . د مصاينی نه وروسته روغتون د جانګ

شو فنګ ناروغي د معدې سرطان تشخيص کړی دی . په روغتون کې جانګ شو فنګ لاهم خپل کار او د هغو سپين ږيرو او سپين سرو يادونه کوی . کله چې هغو سپين ږيرو او سپين سرو چې پخوا جانګ شو فنګ ورسره مرستې کولې دا خبرو اخيست چې مېرمنې جانګ په سختی ناروغی افته شوی ، دوی په يو د بل پسی د هغی د زړه د ارامولو لپاره روغتون ته ورځی او مرستی ورسره کوی .

د عملياتو نه وروسته اغلی جانګ د کورنۍ د غړو او سپين ږيرو او سپين سرو تر مرستې لاندی روغتيا بيا تر لاسه کړه او يو ځل بيا په خپل کار بوخته ده .

ګرانو اوريدونکو ، د ښځه او ټولنې نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد . ستاسو د کاميابې او خوشحالې په هيله .