<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-11 20:10:04    
د لندن د اولمپيک د ١٤می دورې سپورتی لوبی

cri

د اولمپيک د ١٤می دورې سپورتی لوبی د ١٩٤٨ کال د جولای له ٢٩ نيټې نه د اګيسټ تر ١٤نيټې پوری د برتانيې په پلازمينه لندن کی ترسره شوې اوپکی د ٥٩ هيوادونو ٤١٠٤ تنو لوبغاړو په ١٧ ډوله لوبو کی د ١٣٦ طلايی مدالونو د ګټلو لپاره سره سيالی وکړې . د دغې دورې په سپورتی لوبو کی د لاس پنډوسيکي پر ځای د ښځو دبيړۍ چلولی ( Canoeing ) لوبه زياته شوه . له دې امله چی دوهمه نړيواله جګړه تازه پای ته رسيدلې وه ، يو زيات شمير غوره او ممتاز لوبغاړي يا په جنګی ډګر کی وژل شوي يا د لوږی له امله مړه شوی وو ، نو د لندن په سپورتی لوبو کی يوازی په ٤ لوبو کی نړيوال ريکارډونه مات شول چه دغو ريکارډونو د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی ساری نه درلود .

*دوهمی عمومی جګړې د اولمپيک پر لوبو باندی سخته ناوړه اغيزه وکړه

که څه هم د ١٩٤٥کال د می په ٩ نيټه د دوهمی عمومی جګړی د پای ته رسيدو اعلان وشو ، خو د هالنډ له روتيردام نه د پخوانی شوروی اتحاد تر ستالينګراد پوری د اروپا ګرده سيمه په يوه کنډواله بدله شوی وه او د ١٩٣٦کال د برلين د اولمپيک سپورتی لوبو ساعت لرونکی ه ودانی او هغه غټ ساعت ټول ويجاړ شوی وو چی دغه جمله پرې کښل شوی وه : زه د ټولی نړۍ له ځوانانو څخه غوښتنه کوم . دغه راز د ١٩٤٠ او ١٩٤٤ کال لپاره د اولمپيک دوبنۍ سپورتی لوبی هم د مجبوريت له مخی هم لغوه شوې او د اولمپيک د سپورتی لوبو يو زيات شمير غوره لوبغاړي په جنګی ډګرونو کی ووژل شول . د دوهمی عمومی جګړې له امله چی د ٦ کلونو لپاره يی دوام درلود ، د اولمپيک سپورتی لوبو ته سخت تاوانونه ورسيدل .

*د وينبلی دوه برجونه

له دی امله چی د لندن د اولمپيک د ١٤دورې سپورتی لوبی له دوهمی عمومی جګړې نه وروسته د بيلا بيلو اړوندو هيوادونو د بيا رغاونو په موده کی ترسره شوې ، نو هيڅ کوم نوی سپورتی لوبغالی جوړ نه شو . ددغه سپورتی لوبو اصلی لوبغالی د وينبلی لوبغالی ؤ چی د برتانيی د مشهور معمار Owen Williams Richardson لخوا ډيزاين شوی ؤ ، او د هند د نوی ډيلی د ګورنر ودانۍ په شان د دغه لوبغالی د رسمی لويی دروازې په وړاندی هم دوه برجونه جوړ شول ، نو له دی امله دواړه برجونه د دغه لوبغالی يوه نښه ګرځيدلی ده .

*د توپ په واسطه د اولمپيک د سپورتی لوبو څراغ بل شو

په ١٩٤٨ کال کی د يونان اولمپيا چه د زوس سپيڅلی مقدس معبد پکی پروت دی ، د يونان د ولسی پوځ لخوا نيول شوې وه ، نو له دی امله ددې چاره نه وه چی له عادی پروګرام سره سم سپيڅلی اور بل کړی شی . د دی لپاره چی دغه لوبی په ټاکلی نيټه پرانستل شی ، د برتانيې حکومت د اولمپيک د سپورتی لوبو د سپيڅلی اور بلولو په پلمه د سمندری بيړيو يو کاروان ته امر ورکړ چی د پېلوپتېزيان (peloponnesian ) ټاپو په شاوخواکی سمندری اوبو ته روان شی ،او د توپونو په وسيله يی د ولسی پوځ پر سنګرونو زياتی ډزې وکړې چی بالاخره اولمپيا د انګليسی پوځ لخوا ونيول شوه . د همدی کال د جولای په ١٧ نيټه برتانيايانو له دوديزو مراسمو سره سم د اولمپيک د سپورتی لوبو څراغ بل کړ .

د لندن د اولمپيک د ١٤ سپورتی لوبو لپاره دوه څراغونه جوړ شول چه يو يی ٩٦٠ ګرامه وزن او ٤٧ سانتی متره اوږدوالی لری ، بل يی په ځانګړی توګه د څراغ د وروستی ليږدوونکي لپاره جوړ شو چی وزن او اوږدوالی يی په جلا جلا توګه ٢ اعشاريه ١٥ کيلوګرامو او ٤٢ سانتی مترو ته رسيږی او د ١٩٤٨ کال د لندن د اولمپيک د ١٤ دورې سپورتی لوبې ليکنه پری کښل شوی ده