د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : د پاکستان په کراچی ښار کې د روانې مياشتی په يوولسمه نېټه ماښام د يوی مذهبی غونډی د تر سره کولو په مهال بمی چاودنه وشوه . د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير افتاب احمد شېرپاو په همدې ورځ ماښام اعلان وکړ چې په دغه چاودنه کې لږ تر لږه پنځه پنځوس کسان ووژل شوی او څه دپاسه سل تنه نور ټپيان شوي دي .
د اپريل يوولسمه نېټه د اسلام د پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د زېږېدني د يادونی له ورځی سره برابره وه . دغه چاودنه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د کراچی په نشتر پارک سيمه کې په سل ګونو تنه مسلمانانو د دغه مناسبت فعاليتونه تر سره کړل .
له چاودنی وروسته د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف او صدراعظم شوکت عزيز په جلا جلا توګه په خپلو اعلاميو کې د دغی ترهګرې چاودنی سخته غندنه وکړه او له پوليسو څخه يی غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره مجرمين ونيسي .