<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-12 19:21:15    
د چاپيريال ساتونکي داوطلب پاول کولمان

cri

ګرانو اوريدونکو د چاپيريال ساتنه اوس په ټوله نړۍ کې د پاملرنې وړ مسئله ګڼل کيږي او په نړۍ کې مخ په زياتيدونکو وګړو د چاپيريال د ساتنې په کارونو کې برخه اخيستې ده ٠ ژوند په چين کې په دي پروګرام کې به د جاپيريال د ساتنې په هکله د يو ه داوطلب ښاغلي پاول کولمان په باب کيسه تاسو ته وړاندې کړو٠

سږکال د فبروري د لسمې نيټې د غرمې نه د مخه د چين د بيجينګ د ختيځې سيمې د اولمپيک په نامه د ورزشونو په يو مرکز کې د چاپيريال د ساتنې په هکله يو شمير چيني او بهرني دواطلبان د مځکنې کرې د ساتنې په نامه يوه سندره وايي ٠ په دي ترڅ کې يوه انګليسي د زياتو خلکو توجه ځان ته راجلبه کړې ده ٠ هغه پاول کولمان نوميږي او د چاپيريال د ساتنې په هکله يو وفدار دواطلب دي ٠ د چاپيريال د ساتنې د تبلغاتو له پاره هغه په خپلو دوو پښو د څه د پاسه څلويښت زره کيلو متره واټن وهلي او په څه د پاسه ديرشو هيوادونو او سيمو کې يي مليونونه ونې کيښودلي دي او لږه موده د مخه يي چين ته راغلي و٠

يو پنځوس کلن پاول کولمان د ځوانۍ په وخت کې په يوې سمندري بيړۍ ډوډۍ پخونکي يا اشپاز و ٠ په هغه وخت کې هغه وليدل چه هره ورځ زيات کثافات سمندر ته وغورځول شول ، نو فکر يي وکړ چه له دي امله به سمندر سخت ککړ شوي او چاپريال ته به سخت تاوانونه ورسول شي ٠ وروسته هغه خپل کار پريښود او په يوه زړه د چاپيريال او د مځکنې کرې د ساتنې په تبليغاتي کارونو کې يي پيل کړي دي ٠ له دي امله چه د ډيرو کالونو په تبليغاني کارونو کې دده پيسې نژدې ټولې ولګول شوي ٠ نو د ١٩٩٢ کال له پيل څخه هغه په دوو پښو د توريزم له لارې خپلو کارونو ته دوام ورکړي دي ٠ دده په نظر له دې لارې به د چاپيريال د ساتنې په هکله د لا زياتو خلکو معلومات او ايډيالوژۍ زيات اوچته شي ٠ نو دده نوموړي عمل تر اوسه پوري لا دوام لري ٠

په ٢٠٠٦ کال کې به دده د پلي سفر لومړني پړاو له بيجنيګ څخه سيول ته ورسيږې او بيا به له سيول څخه توکيو ته ورسيږي ٠ سږکال د اپريل د دوه ويشتمې نيټې يعنې د مځکنې کرې د نړيوالې ورځې د رسيدو نه د مخه به هغه په وار سره د اسيأ په نوموړو درو ښارونو کې په خپلو پښو وګرځي او د ګرځيدو په وخت کې به د چاپيريال او مځکنې کرې د ساتنې له پاره تبليغات وکړي ٠ هغه وويل زه چه بيجينګ ته راغلي يم ، لومړي به د سږنۍ د مځکنې کرې د نړيوالې ورځې له پاره د چاپيريال د ساتنې تبليغات وکړم او له دې لارې د بيجينګ د چاپيريال د ساتنې پر بنسټ د اولمپيک د سپورتي تاسيساتو د ودانولو چارې پرمخ يوسي ٠ په بيجينګ کې د چين د دولت د ځنګلداري ادارې يو مامور له ښاغلي پاول کولمان سره وکتل او دده د عملياتو ډيره ستاينه يي وکړه ٠ دغه راز د بيجينګ د چاپيريال د ساتنې په هکله د يو غير حکومتي سازمان د مځکنې کرې د کلي اوو سوو تنو داوطلبانو هم له ښاغلي پاول کولمان سره يو ځاي اړوند فعاليتونه کړي دي ٠

ښاغلي پاول کولمان د فبروري په در ويشتمه نيټه سيول ته ورسيد او وروسته به له سيول څخه توکيو ته ورسيږي ٠ هغه به د محلي سيمو خلکو ته بلنه ورکړي چه د چاپيريال د ساتنې او د سولې له پاره لا زيات خدمتونه تر سره کړي ٠ پاول کولمان وويل چه په ٢٠٠٨ کال کې به زه د چاپيريال د ساتنې د تبليغات له پاره بيا بيجينګ ته راشم ٠ دا يو ډير اهميت لرونکي کار دي ٠ په هغه وخت کې به د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو خلک د اولمپيک د سپورتي لوبو د کتلو له پاره بيجينګ ته راشي ، دوي به د چاپيريال د ساتنې پر بنست باندې د سپورتي لوبو په ترڅ کې دا مفکوره د نړۍ بيلا بيلو ځايونو ته ورسوي ٠