<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-12 19:25:45    
چين کوچنيان هڅوي چې د هېواد د لرغونيو د پوهانو له د روحيی څخه زده کړه وکړي

cri

په رياضياتو کې د دايرې د محيط د نسبت حساب يو مشکل کار و او د چين په لرغونيو زمانو کې ډير رياضی پوهان په همدي حساب بوخت وو ، په پنځمه ميلادي پيړۍ کې د چين مشهور رياضي پوه او ستوري پيژندونکي ځو څونګ ځه د پنځه دېرش کلنۍ په عمر په دې برخه کې حساب کاوه چې د کار په پای کې يې د دايرې د محيط نبست تر اعشاريې وروسته اوو ارقامو ته ورسيد يعنی دری اعشاريه يو څلور يو پنځه نهه دوه شپږ ته ورسيد .

د ده کيسه د چين په لرغونيو زمانو کې د سلو عالمانو د کيسو په کتاب کې شامله شوی ده . دغه کتاب د کوچنيانو د ښی ودی لپاره ډير ګټور دی . په دغه کتاب کې د چين په لرغونيو زمانو کې د غوره عالمانو له خوا د سترو برياليتوبونو او اختراعاتو د رامنځته کولو روحيی څرګندې شوی دي ، دغه راز دغه کتاب غواړی چې د عالمانو د کيسو له لاری کوچنيان په زده کړه کې کوشش ته وهڅوي . دغه کتاب د چين د کمونست ګوند د مرکزی کمېټی د تبليغاتی څانګی د تبلبغاتو او ښوونی اداری ، د ښوونی وزارت د بنسټيزو روزنو د اداری او د ساينس او تکنالوجی وزارت د تګلارو ، قوانينو او د پوځی اصلاحاتو د اداری لخوا تاليف شوی او څو ورځی د مخه په رسمی توګه له چاپه وتلی دی .

د چين د علومو اکاډمی د طعبيی ساينس د تاريخ د انسټيټيوټ مرستيال وانګ چيان جين چې د دغه کتاب مسئول چلوونکی دی ، وويل له دغه کتاب څخه

څرګنديږي چې چينايانو په ډيرو لرغونيو زمانو کې د اختراعګانو د رامنځته کولو روحيه درلوده او زياتې مهمې اختراعګانې ئی رامنځته کړی او د بهرنيو هېوادونو له تمدونونو سره يې توپير لونکی بېلا بېل علمی سيستمونه جوړ کړي وو . هغه زياته کړه چې کوچنيان د دغو نامتو پوهانو له کيسو څخه د دوی دقيقه علمی رويه او ماجراجوی روحيه احساسولای شي .

دغه کتاب کوچنيانو ته يو حقيقت ويلی چې ټولو لويو او سترو پوهانو لوړ همت درلود . کوچنيان بايد د عالمانو له دغی روحيی څخه زده کړه وکړي او په راتلونکی کې هم د دوی په شان د ټولنی لپاره رول ولوبوي .

دوهمه برخه : د ماشومانو روزنه

د چين د بيجينګ د ښوونکو د روزنی پوهنتون د ښوونی کار پوه وو شين چون څو ورځی د مخه له زده کوونکو سره د علاقی او مينې په باب پلرونو او ميندو ته يو وړانديز وکړ او پکې يې وويل چې پلرونه او ميندی بايد په کورونو کې د لوبو په شان له خپلو اولادونو سره يو ځای د دوی له علاقی سره سم کتابونه او کيسی ولولی . هره ورځ بايد پلرونه او ميندی د شلو دقيقو په وخت له مهربانۍ او خوښی څخه په يوه ډکه فضا کې له خپلو ماشومانو سره يو ځای کتاب ولولی . د کتاب د لوستلو په پيل کې پلرونه او ميندی کيسی ووايی ، وروسته له هغه چې د کيسو په معنی پوه شی ، کيدای شي د يوې کيسی له محتوياتو سره سم لويان او کوچنيان په جلا جلا توګه د کيسی بيلا بيل رولونه ولوبوي .

د دغه وړانديز له پلی کولو وروسته به ماشومان د کتابونو له لوستلو سره مينه ولری . دوی به په خپل کتابونه ولولي او د کتابونو د لوستلو څخه به خوند واخلي . دا لاره د دوی د راتلونکی لپاره به ډيره ګټوره وي .