<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-12 20:20:20    
د والګي په ضد د درملونو خوړلو په هکله د توجه او پاملرنې وړ څو ټکي

cri

ژمی او پسرلی د والګي د خپريدو موسمونه دي او په والګي د اخته کيدو له امله تبه ، ټوخي او د سر درد رامنځته کيږي او ژوند او کار ته ستونزې رسيږي . خو ځيني والګي وهونکي روغتون ته نه ځي ، يوازي له درملتون څخه ددې ناروغۍ په ضد درمل اخلي او خوري يي . په درملخانه کې ددې ناروغۍ په ضد سل ډولونه درملونه پيدا کيږي ، ايا کوم درمل انتخابيږي ؟

دلته ياد شوی والګی معمولی والګی دی ، نه ساري والګی . معمولی والګی د څو ډولونو وايروسونو د عفوني کيدو له امله ستونی خوږ رامنځته کوي چه هر څوک هر کال څو ځله په دې ناروغی اخته کيږي .خو په معنی نه ده چه والګي يوه معمولی ناروغی ده او ور ته په عادي توګه وکتل شي . د بيجينګ د تونګ ژن روغتون د تنفس څانګې ډاکترې چن دونګ نين وويل که په سمه توګه د والګي علاج و نه شي ، نو د بدن نورو څانګو ته به زيانمن وي . د تنفس مجرا يوه لاره ده او والګي له دې لارې په غوږو يا پښتورګو او زړه باندي منفی اغيزه کوي ، نو د والګی د علاج لپاره د سم درملو خوړل ډير مهم او اړين دي .

اوس د والګی د علاج درمل په درملتون کې د ډاکتر له اجازې نه پرته په مستقيم ډول اخيستل کيږي ، خو دغسي درمل ډير ډولونه لری . پوښتنه دا ده چه ستا د والګي د درملی لپاره کوم درمل انتخابيږي ؟ د بيجينګ په يوه درملتون کې درمل پلورونکې وانګ وويل زياتره درمل اخيستونکي د اعلانونو سره سم درمل اخلي چه عمومأ د مشهورو فابريکو لخوا توليديږي او اثرونه يي ښه دي . خو د والګي د درملی لپاره ډيره مهمه خبره دا ده چه بايد د ناروغۍ د عوارضو سره سم درمل

واخيستل شي . لامل يي دا دی چه تر اوسه پورې داسي درمل والګي جوړولی ځکه چه د والګي عوارض ډير او پيچلي دي ، نو د والګي هر ناروغ بايد د خپلو عوارضو له مخې درمل انتخاب کړي .

اوس په چين کې د والګي د علاج لپاره درې ډولونه لويديځ درملونه اخيستل کيږي چه لومړي ډول يي د سر درد او تبې د کمښت رول لری ، دوهم ډول يي د وينو رنګونو د انقباس له لارې د پوزې د بندولو نښې او د پوزې اوبو د بندولو اثرونه لری ، دريم ډول درمل د حساسيت پر ضد دی چه د پوزې اوبو او پرنجې د مخنيوي رول لوبوي . د توجه او پام وړ ټکي دا دي چه د لومړي ډول درملونو زيات خوړل د پښتورګي عمل د ضعيفوالي لامل کيږی ، د وينو فشار او زړه ناروغ بايد دوهم ډول درمل و نه خوري ، هغه ناروغ چه ډير مصروف دی او يا خپل کار بايد په دقت سره تر سره کړي ، بايد دريم ډول درمل کم وخوري ځکه چه دغه ډول درمل د بيديدو سبب ګرځی .

د لويديځو درملونو نه پرته د چين دوديز درملونه هم د والګي د علاج لپاره ښه اثر لري او د چيني طب له پلوه ددې ناروغۍ نښې په دوو ډولونو ويشتل کيږي چه لومړي نښه يي د ناروغ تبه لوړه او د پوزي اوبه يي ژيړې دی ، دوهمه نښه يي دا ده چه د ناروغ تبه لوړه نه ده ، له يخنۍ څخه ويريږي او د پوزې اوبه يي سپينې دي . ډاکترې جانګ وويل چه د دغو دوو نښو له مخې بايد اړين درمل واخيستل شي . که کوم والګي تشخص نشی ، بايد روغتون ته لاړ شي ، نشي کيداي چه په خپله درمل واخلي او و يي خوري .

د ډيرې يادونې وړ خبره دا ده چه که په والګي اخته ناروغ د مسلسلو درو ورځو لپاره له اته ويرشو درجو څخه سخته تبه ونيسي او د درملونو خوړلو وروسته لا هم جوړ نه

شي ، نو بايد سمدلاسه روغتون ته لاړ شي . برسيره پردې که زاړه ، ماشومان ، اميندواره ښځې او ناروغان په والګي اخته وي ، بايد پر وخت ډاکتر ته لاړ شي ، اجازه نشته چه پخپله درمل وخوري . التبه د ځينو ناروغانو د والګي عوارض ډير ضعيف دي ، کيداي شي چه د درملو په خوړلو سره پخپله پرستاري او مواظبت وکړي او يوه اونۍ وروسته به پخپله جوړ شي . د پام وړ ټکی دا دی چه بايد زياتې اوبه او شربت وڅښي او له حده زيات ستړتيا او سړو څخه دي ځان وژغوري ، دغه راز بايد د هوا د بدلون له مخې زيات يا کم کالي واغوندي او بړستن دي لمر ته کيږدي.