<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-13 15:44:10    
د منځنی أسيا هېوادونه بايد نور هم د افغانستان د نشه يی توکيو د خپريدو مخنيوی وکړی

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د منځنی أسيا په سيمه کښی د ملګرو ملتونو د نشه يی توکيو او جنايتونو چارو د دفتر استازی جامس کالاغان د اپريل په ١٣ نېټه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کښی وويل چه په افغانستان کښی د اپينو کرنې پراخوالی به په راتلونکو څو کلونو کښی ډير کم نشی ، نو د منځنی أسيا هېوادونه بايد نور هم د افغانستان د نشه يی موادو خپريدو د مخنيوۍ لپاره ډير زيات کوښښونه وکړی٠

هغه وويل چه د ملګرو ملتونو له خوا د ترلاسه شويو معلوماتو له مخی، په ٢٠٠٥ کال په افغانستان کښی د اپينو توليدی اندازه څلور زرو تڼو ته رسيدلې وه ٠ اوس د افغانستان د نشه يی توکيو په سلو کښی يو شپيته برخه د ايران له لاری ، په سلو کښی شل برخه د پاکستان له لاری او په سلو کښی نولس برخه د منځنی أسيا د هېوادونو له لاری د نړۍ بېلا بېلو ځايونو ته لېږدول کيږی٠

  استازی جامس کالاغان  وويل چه له څو کلونو راهيسی، په افغانستان کښی د ډيرو زياتو ټولنيزو موضوعاتو له امله د دغه هېواد او د منځنی أسيا د سيمې امنيت ته خطر رسيدلی دی٠ دغه موضوعات بايد د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې لخوا د ګډو کوښښونو له لاری حل شی ٠