<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-13 19:52:54    
د سي هو ښکلی جهيل

cri

اوس په چين کې د پسرلی مو سم دی ، ونو پاڼی کړې او بوټی شنه شوي دي . د پسرلی په وخت کې چينايان له سيلاني سره ډيره مينه لری . چين ته د سفر په نننی پروګرام کې به تاسو ته د ختيځ چين د ځه جيانګ ولايت په مرکز هانګ جو ښار کې د سي هو ښکلی جهيل په باب څه معلومات وړاندی کړو . ____موسيقی ____

د سي هو جهيل نژدی پنځوس مربع کيلو متره مساحت لری او د اوبو پراخوالی يې پنځه اعشاريه شپږ مربع کيلومترو ته رسيږي . په پسرلی کې د سي هو جهيل په غاړو د چکر وهلو په وخت کې شنی ولی ، د شفتالو او نورونو ګلان ترسترګو کيږي . د سي هو جهيل د زياتو ښکليو منظرو نومونه له پسرلی سره تړاو لری او د کال په څلورو فصلونو کې زيات شمير بهرني او داخلي سيلانيان راجلبوي . يو سيلانی ګاو چيوان چې د دريم ځل لپاره د سي هو جهيل ته تللی ، زمونږ خبريال ته يې وويل ___اواز___

زه هميشه د پسرلی په وخت کې د هان جو ښار د بيلا بيلو منظره لرونکو او تاريخي ځايونو سيل کوم ، ځکه چې په دې موسم کې دلته منظری ډيری ښکلی دی . نه يوازی هر ځای له شنه رنګ څخه ډک دی بلکی هوا يي هم ډيره پاکه او صافه ده چه د سيلانيانو روح تازه کوي . په تيره بيا د هغه ځاي منظره د سي هو جهيل له لسو مشهورو منظره لرونکو ځايونو څخه شميرل کيږي او تر ټولو ښکلی ده چه پسرلی د سو نومي په بند کې نومېږي او په دې مفهوم د پسرلي په موسم کې په دې بند کې د ولو ونې تکې شنې وي دغه مشهور بند د يوولسمی پيړی د سونګ په سلطنتي دوره

کې دچين مشهور شاعر او د هان جو ښار د مشر سو شه له خوا جوړ شوی او اوږدوالی يې نژدی دريو کيلومترو ته رسيږي . پر دغه بند باندی د ليندۍ په شکل شپږ پلونه پراته دي او هر يو يې ښکلی نوم لری . د دونګ پو پل د لمرختو د ليدو يو ښه ځاي دی او د کواه هونګ پل يو بل ښه ځاي دی چه له اورښت وروسته ترې د بوډۍ ټال ښه ليدل کېدی شي . ____موسيقی _____

د چين د يوه منظره لرونکی ځای په توګه د سي هو جهيل چينی او بهرنی نامتو مشران هم راجلبوي او راجلب يي کړيدي مثلا د چين فقيد ولسمشر ماو ځه دونګ څلويښت ځله هانګ جو ته تللی او يو ځل يي هلته اوه مياشتې تيرې کړې . د امريکی پخوانی ولسمشر ريچارد نيکسن دوه ځله له سي هو جهيل څخه د ليدنې لپاره هان جوښار ته سفر وکړ او د هان جو ښار يې داسي وستايه چې بيجينګ د چين پلازمينه ده او هانګ جو د چين زړه دی .

يو امريکايی چې جون لی نوميږي ، د هانګ جو په ښار کې يي څلور کاله ژوند کړی خبريال ته وويل ___اواز____

پسرلی داسي موسم دی چې د طبيعت ټولې نښې د ښکلا او ښايست څرګندونه کوي او په کايناتو کې يوه مزه دار او خوندور بدلون ليدل کيږي . په دغه موسم کې د سي هو جهيل يوې ښکلي ښاپيرۍ ته ورته وی ، په هر ځاي کې رنګانګ ګلان غوړيږي او ونی شنی کيږي . دلته د ليدو وړ ځايونه ډير دی او هوا يي پاکه ده او زيات تاريخي ځايونه شته چې د لويانو او کوچنيانو لپاره ډير برابر دي . زه له سي هو جهيل سره ډيره مينه لرم .

اوس د سيی هو جهيل په منظره لرونکو سيمو کې خدمتی چاری ورځ په ورځ

پرمختګ کوی . د هانګ جو ښاروالي مشر وانګ ګو پينګ وويل ___اواز___

زمونږ په اند د سيی هو جهيل نه يوازی په هانګ جو پورې اړه لری ، بلکی د ټولو نړيوالو يوه شتمنی ده . اوس د دغه جهيل په غاړو کې اوه لوی باغونه په وړيا توګه سيلانيان مني . زه باور لرم چې د سي هو جهيل څخه د ليدونکي شمېر ورځ په ورځ زيات شي .

د ځينو کسانو په اند سي هو جهيل د سويس د ژنيو جهيل په شان په نړۍ کي ډير شهرت لری ، نو د ايتاليې مشهور ګرځنده سيلانی مارکوپولو په خپل سفرنامه کې ليکلي چه هان جو ښار په نړۍ کي تر ټولو ښکلی أسماني ښار دی . ګرانو اوريدونکو ، که تاسي وخت لرئ کيداي شي چه په پسرلی کې هانګ جو ته لاړ شئ او د مځکې پر مخ دغه جنت وګورئ .