د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د پاکستان د پوځی مقاماتو وياند د اپريل په ١٣ نيټه وويل ، د سيند ولايت د حکومت په غوښتنه د پاکستان پوځيان په همدی ورځ د کراچی په سيمه ايزو حساسه برخو کی ځای پر ځای شوی دي ترڅو ټولنيز امنيت وساتل شی او د ممکنيو ترهګرو پيښو مخه ونيول شی .
د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز په همدی ورځ په کراچی کی له ځينو مذهبی شخصيتونو سره خبرې اتری وکړې او ورځنی و يی غوښتل چی د بيلا بيلو مذهبی ډلو ترمنځ د سوله ايز ګډ ژوند لپاره مرسته برابرکړي . هغه وويل چی ترهګری ، د يوې ډلې پلوی کوونکی اعمال او افراطيت هيڅ چا ته ګټه نه لری .