<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-14 17:39:52    
مشهور مجسمه جوړونکی يوان شی کون

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د اولمپيک د پخوانيو سپورتی لوبو په کوربه ښارونو کې د اولمپيک په هکله زياتې په زړه پوری مجسمې ليدل کيږی. د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو د کوربه ښار په توګه په بېجينګ کې د اولمپيک په هکله د مجسمه جوړولو يوه سيالی د جوړېدو په حال کې ده. د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسو ته د دغې سيالۍ د تشکلاتی کمېټې مشر او د چين د نامتو نقاش او مجسمه جوړونکي يوان شی کون په هکله څه معلومات وړاندی کړو.

پروفيسر يوان شی کون د انځور د يو يپلومات په توګه ګڼل کيږی. له تېرو لسو کلونو راهيسی، هغه د يو سل او دوه پنځوس تنو کورنيو او بهرنيو سياستوالو انځورونه کښلي او د دوی ستاينې يی تر لاسه کړې دي. د مثال په توګه د م م د سرمنشی کوفی انان، د اولمپيک د نړيوالې کمېټې پخوانی مشر خوان سنتونيو سمارانچ، د جنوبی افريقې پخوانی جمهور رئيس نېلسن مانډيلا، د روسيې پخوانی ولسمشر بوريس يلتسين، د ماليزيا پخوانی صدر اعظم ماهاتير محمد او د امريکې د بهرنيو چارو وزير هنری کيسينګر انځورونه يی کښلي دي. برسيره پر دې، پروفيسر يوان د نړۍ د نورو پنځوسو تنو مشهورو شخصيتونو لپاره مجسمې جوړې کړيدي. د ده اثار د بهرنيو دوستانو ډير خوښ شوي او د لسو هېوادونو لوړ پوړی جايزې يی تر لاسه کړې دي.

پروفيسر يوان زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې له ١٩٩١ کال راهيسی، هغه د مشهورو شخصيتونو انځورونه کښلي يا مجسمې يی جوړې کړې او له دغه کار سره يی ډيره علاقه او مينه لري. دې هيله لری چې د ده اثار نه يوازی د نورو کسانو خوښ شی، بلکه اړوند کلتوری معلومات هم خلکو ته ورکړی شی. هغه وويل

(لومړی اواز)

په چاو يانګ پارک کې د جين تای له هنری موزيم دباندی زما يو شمېر مجسمې ايښودل شويدي. له دې امله زه ډير خوشحاله يم چې زيات شمېر ماشومان له دغو مجسمو څخه د ليدنې کتنې له لارې زياته پوهنه تر لاسه کړي.

پروفيسر يوان د جين تای هنری موزيم په ١٩٩٨ کال کې جوړ کړ چې په چين کې لومړنی لوی لوی شخصی موزيم دی او تر اوسه پوری يی څه دپاسه سل نړيوال کلتوری فعاليتونه تر سره کړي دي. د دغه موزيم د ياودنې پر وخت نوموړی وويل

( دوهم اواز)

د دغه موزيم په شاو خوا سيمه کې د ساتيرۍ زيات ځايونه شته، خو زما په نظر له داسی ځايونو پرته بايد يو شمېر موزيمونه هم جوړ شی.

پروفيسر يوان د تېری پېړۍ په څلورمه لسيزه کې زېږدلی او پلار يی يو مشهور نقاش و. کله چې د خپلې ځوانۍ په وخت کې يی، د يوان نان په ولايت کې د زياتو عامو خلکو لپاره نقاشۍ کوله او د زياتو تمرينونو له امله يی توان چټک پرمختګ کړی دی.

د خپل هنر په برخه کې هغه د لويديځو هېوادونو د نقاشيو له توپيرونو څخه ګټه اخيستې ده. په ٢٠٠٠ کال کې يی په نيويارک کې د م م په مقر او د المان د برلين په

موزيم کې په بريالي توګه د خپلو اثارو دوه نندارتونونه جوړ کړل او په لويديځه نړۍ کې يی خپل هنر ته زياته پاملرنه راجلب کړه.

په دې وروستيو ورځو کې پروفيسر يوان په ذوق او شوق سره د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو په تشکلاتی کارونو کې برخه اخيستی چې د ده له وړانديز سره سم د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو په هکله د مجسمې جوړولوو سيالی تر سره کيږی. هغه وويل

(دريم اواز)

د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتی لوبې نه يوازی د بېجينګ له اوسېدونکو بلکه له ټولو هېوادوالو سره اړيکې لري. د دغې سيالۍ د جوړېدو له لارې به چينايان په تېره بيا د لويديځې سيمې بزګران د اولمپيک په هکله زيات معلومات تر لاسه کړي.

هغه زياته کړه چې دغه سيالي د تېر کال په اګيست کې پيل شوی او تر اوسه پوری د نړۍ د څلور اتيا هېوادونو او سيمو د څه دپاسه زرو تنو نقاشانو نژدی دوه زره او څلور سوه اثار راغونډ شوي دي. ډيرې نقاشۍ د اولمپيک روحيې څرګندونه کوی او ډولونه يی رنګا رنګ دي. له غوراوي وروسته به دغه شان اثار لومړی په چين کې په ګرځنده توګه وښودل شی او وروسته به يی په اړه په بهرنيو هېوادونو کې نندارتونونه جوړ شی.

پروفيسر يوان څرګنده کړه چې يو نقاش نه يوازی نقاشۍ کولی شی، بلکه په زياتو کلتوری فعاليتونو کې ګډون هم کولی شی.

ګرانو اورېدونکو، د هنر او کلتور نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد

چې تاسی پکې د مشهور مجسمه جوړونکي يوان شی کون په هکله څه معلومات واوريدل. ستاسی له غوږ نيولو څخه ډيره ډيره مننه کوو. هر چيری چې وی روغ او خوشحاله اوسئ.