<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-14 19:32:28    
غوره ښوونکې ين شوی مې

cri

أغلی ين شوی مې په ١٩٥٤ کال کې زېږېدلی او په ١٩٧٦ کال کې يې د ښوونکې په توګه پخپل کار پيل وکړ چې ډير ځل يې د جيانګ سو ولايت د جين تان په ښار کې د غوره ښوونکې لقب لاس ته راوړی دی.د ٢٠٠٥ کال د مارچ په ٣١ نېټه له خپلو زده کوونکو سره له يو سړک څخه د تېرېدلو په ترڅ کې يو موتړ په ګړندی توګه روان ؤ. په دغه بېړنۍ وخت کې ين شوی مې له خپل وس سره سم د سړک له منځ څخه شپږ تنه زده کوونکی د امنيت ځای ته پورې وهل اودغه زده کوونکی يې له مرګ څخه وژغورل خو له بده مرغه ين شوی مې د سخت ټکر له امله مړه شوه.د دې د اتلولۍ دغه عمل او لوړ څرنګوالي نه د چين په بېلا بېلو ځايونو کې تاوده غبرګونونه وشول او د بهرنيو رسنيو پام يی هم ځان ته راواړاوه.د چين د دولتی شورا غړی چن ځي لي، د جيانګ سو ولايتی کمېټې مشر لي يوان چاو او دښوونې وزير ځو جي له زده کوونکو سره د ژورې مينې په اړه د أغلی ين د عمل لوړه ستاينه وکړه.د جيان سو ولايت حکومت،د ښځو ټولنې ،د چين د کمونست ګوند د مرکزی کمېټې د تبليغاتو څانګې او د عامه امنيت ادارې په ګډه أغلی ين ته د يوې اتلې په نامه جايزه ورکړه.د کارکوونکو څانګې او د ښوونې وزارت دې ته د هېواد غوره ښوونکی نوم ورکړ.

٥٢ کلنه ين شوی مې په ښوونځې کې يوه عادی ښوونکی وه،خو د خپلو زده کوونکو لپاره أغلی ين د يوې مور په شان وه.دې په پر له پسی توګه په پنځو ښوونځيو کې کار وکړ.د٣٠ کلونو په موده کې يې په جدي توګه کار کاوه،خپلو زده کوونکو سره يې مينه لرله او زده کوونکو او د هغوی ميندواو پلرونو يې ډير درناوی کاوه.

د معلوماتو له مخی،أغلی ين ډېر ځله د غرمې په مهال د خپل استراحت پر وخت له

خپلو زده کوونکو سره په درسونو کې مرسته کوله. لس کاله مخکې،أغلی ين په يو کلي کې د دونګ فانګ په ښوونځی کې کار کاوه.په ټولګی کې يې د يو هلک د کورنی حالات خورا بد وو.د دغه خبر له تر لاسه کولو وروسته أغلی ين شپه او ورځ دغه هلک له خپل ځان سره اوساوه او هغه ته هم يوه ښوونکی او هم يوه مور وه.

د وړم کال د مۍ له لومړی نېټې مخکې، د دغه زده کوونکی ځو پان په ليوکبمبا ناروغۍ اخته شو.ين شوی مې يې د درملنې لپاره د پيسو راټولولو په موخه بېلا بېلو ځايونو ته لاړه او له ډيرو کسانو څخه يې د مرستو غوښتنه وکړه.ورپسی د درملنې لپاره ځو پان د سو ځو ښار ته ولېږدول شو.اغلی ين به کله کله ور سره د کتنې لپاره په اوسپنيزې لارې سو ځو ته تلله.

ين شوی مې د وينې د لږوالی دايمی ناروغۍ درلوده .يو ځل په خپل ټولګي کې بې سېده شوه.ملګري يې وويل أغلی ين خپل زړه پر خپلو زده کوونکو باندی ايښی دی او کله کله به يې د ډوډۍ خوړلو وخت هم نه درلود.

د ٢٠٠٥ کال د نومبر په ٢٥ نېټه د تکړه ښوونکی ين شوی مې دکارونو په اړه د مرکزي ټلوېزيون او د جيا سو ولايت د ښوونې ټلويزيون په ګډه سره په لومړۍ بڼه د ين شوی مې په نامه يوه تليويزونی ډارمه جوړه کړه

أغلی ين شوی مې په خپلې تودې وينې او مينې سره د ښوونې په چارو کې کار کاوه او په عادی چارو کې يې بې ساري برياليتوبونه لاس ته راوړی دی.د دې عمل په اړه د دولت او ولايتونو په کچه د ٢٤ خبری رسنيو له خوا خبرې اترې شوې او خبرونه يې خپاره شوي او د چين د کمونست ګوند د مرکزی کمېټې د تبليغاتو څانګې لخوا د ٢٠٠٥ کال د ښوونکو جشن د يادونې په برخه کې د يو مهم مثال په توګه غوره شوی

ده. نه يوازی د جين تان ښاريان بلکه ټول هېوادوال د أغلی ين شوی مې کيسې تر تاثير لاندي دي.