<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-15 19:10:28    
د چين په کليو کی نوی بدلون

cri

د ٢٠٠٥ کال په نومبر کې يو افريقايی چارواکی د چين د ګوی جو ولايت د جون ايی په ښار کې د لونګ چوان کلی ته د يو سفر په ترڅ کې د يو بزګر کور ته ننوت او د هغه کور ويې ليدل چې په انګړ کې ګلونه غوړېدلي ، کور يی پاک او بريښنايی ألات يی بشپړ دي .په پخلنځی کی يی ګاز شته . دغه چارواکي په خوښۍسره وويل زما له اټکل څخه وتلی خبره دا ده چه د چين کلی دومره ښکلی دي .

.له ٢٠٠١ کال راهيسی د دغه ښار حکومت په ٨٥٠ کليو کې د بزګرانو د شتمنۍ ،فنی روزنې ، کلتوري ژوند او په کليوالو سميو کې د چاپيريال د ښه والې لپاره زياتې هڅې کړې دي .

د بزګرانو بډايتوب تر هر څه لومړي اهميت لری ، يو حکومتي چارواکی وويل چی د دغو هڅو له لارې د ښار اقتصاد ډير پرمختګ کړی او د بزګرانو عايدات يي هم زيات شويدي .

د ده په وينا د دغې سيمې په بيلا بېلو ځايونو کې د تمباکو ، چايو او سبزيو د چمتو کولو يو شمير تصدۍ جوړې شوي او چمتو شوي توليدات يي ښه بازار لري او ګڼ شمېر بزګرانو ته يې زياتې ګټې رسولي دي .په ٢٠٠٥ کال کې د دغه ښار د هر بزګر پر سر عايدات ٢٣٠٠ يوانو ته رسيدلي وو.

د فني روزنې موخه د پوهنې له لارې د بزګرانو د فني توان لوړول دي او لارې چارې يي دا دی چې په کتابتونونو او انترنټ کې بزګرانو ته د کرهڼيزې تکنالوژۍ،بازاري اقتصاد او قانون په اړه معلومات برابريږي .د دغه ښار د ګاو پينګ په کلی کې د انترنت له لارې ٤٧ تنه بزګران د کرنې په برخه کې د فني بزګرانو

په توګه ياد شوي دي .

په کليوالو سميوکې د کلتوري ژوند د ښه والی له امله اساسی کلتوری تاسيسات بشپړ شوی او د بزګرانو هنري ډلې او د باسکتبال لوبډلې هم جوړې شوې دي .د ٢٠٠٥ کال په اګيست کې څه دپاسه زر تنه بزګرانو د دغه ښار په استازيتوب د پوهنې ،کلتور او سپورت په لومړني فيستيوال کې ګډون وکړ .

په همدی وخت کې په ګڼ شمير کليو کې ديموکراتيک نظام هم بشپړ شوی دی . په ٢٠٠٤ کال کې د يوو چينګ په ولسوالی کې بزګرانو د رايو ور کولو له لارې د ٢٦٦ کليوال چارواکي وټاکل او په دغو ټولټاکنو کې د ګډون کوونکو شمير په سلو کې ٩٢.٤ ته رسېدلې و .

د چاپيريال د ښه والی له لارې په بيلا بيلو کليوالو سيمو کې بنسټيز تاسيسات او د کليوالو لپاره يو لړ مقررات جوړ شوي دي چی له مخې د کليوالو سيمو بڼه بدله شوي ده .

نه يوازی د دې ښار کليوالو سيمو له دغو هڅو څخه ګټې اخيستی بلکه د چين نورې کليوالې سيمې به هم ددوي له ګټورو تجربو څخه ګټې واخلي .

په راتلونکو پنځو کلونو کې به د چين حکومت په کليوالو سيمو کې د اقتصادی پرمختګ ، د بزګرانو ژوند د ښه والي ، د چاپيريال د ښکليتوب او ديموکراتيکې ادارې د تامين لپاره کوشش وکړي او په دغو سيمو کې به د بنسټيزو تاسيساتو بشپړولو ته لومړی ارزښت ور کړي . د اړوندو پوهانو په أند د ګوي جو ولايت د مثبتو تجربو د رواجولو له لارې به په ټول هيواد کې د کليوالو سيمو د سمورتيا ستر پلان تر سر ه شي .