<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-16 19:04:29    
د باجه خانې درې غږونکي په نامه د هنری ډلی له خوا غږول شوی بهرنی نغمی

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنی موسيقی په دی پروګرام کی به د باجه خانې درې غږونکي په نامه د هنری ډلی له خوا غږول شوی يو لړ بهرنی نغمی تاسو ته وړاندی کړو٠ لومړی به مونږ په ګډه د هسپانيی ماتادور په نامه يوه مشهوره نړيواله نغمه واورو چی ماتادور په هسپانيوی په ژبه کی د غوايی سره د جګړه کوونکی معنی لری٠

( نغمه ١ )

د باجه خانې درې غږونکي په نامه هنری ډله د سون بانګ چون، می شيچيانګ او چن هونګ يوان له خوا جوړيږی٠ دوی د ماشومتوب په موده کی نژدی همکاران وو او په بهرنيو هېوادونو کی د زده کړی د بشپړولو وروسته بېرته خپل وطن ته راستانه شول٠ د بېلا بېلو هنری لارو د أزمويلو وروسته دوی دغه ډله جوړه کړی ده٠ اوس به مونږ په ګډه د دوی له خوا غږول شوی نغمه واورو چی نوم ئی د ژوند جام دی٠ دغه نغمه په پاريس کی د ١٩٩٨ کال د فوټبال په نړيواله مسابقه کی د عمده نغمی په توګه وغږوله شوه او ډېر شهرت ئی ومونده چی د فوټبال په نورو مسابقو کی هم غږول کيږی٠

( نغمه ٢)

د ژوند جام په نامه نغمه د دوی په لومړنی البوم کی شامله ده او د پتنګانو مينه ، د يسمين ګل او د مارانو نڅا په ګډون نوری ١٥ چينی او بهرنی مشهوری نغمی اوريدل کيږی٠ د غږولو په وخت کی درې هنرمندان د لويديځو او چينی موسيقی الاتو څخه ښه استفاده کوی چی په دی توګه نغمی لا نوری هم ښکلی شوي دي٠ د پروګرام په

پای کی به مونږ په ګډه يوه روسي نغمه واورو چی نوم ئی شپه د مسکو په اطراف کی ده٠

( نغمه ٣)

ګرانو اوريدونکو ، د خوندوری نغمی په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ شپه مو په خير٠