<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-16 19:16:38    
د اوبو لپاره جګړی

cri

د ستراتيژيستانو په نظر د اوبو د مصيبتونو د استعمالولو له لاری په نورو باندی د بريد کولو تاکتيک د اوبو د تاکتيک په نامه ياديږی٠ ټولو ته معلومه ده چی د اوبو د کاسو حوړول د زياتو کلونو راهيسی د سيلاوونو څخه د ګټی اخيستنی په برخه کی د انسانانو موفقيت دی ځکه چی کښتونو ته اوبه ورکول کيږی، د اوبو په واسطه بريښنا توليديږی، مالونه نقليږي، کبان پکی روزل کيږی او د سياحت چاری پکی وده کوی٠ مګر که د اوبو په کاسه کی زياته اندازه اوبه زيرمه شی او د کاسی بند وچاوديږي، نو سيلاونه به د خلکو سر و مال ته سخت تاوانونه ورسوی٠ د اوبو د کاسی د خصوصيت څخه په ناوړه استفاده په جګړه کی متخاصمې خواوې هميشه د بلې خوا د اوبو کاسه ويجاړوي څو چی د بلې خوا نظامي هدفونه له منځه يوسي٠

د متقابلې خوا د اوبو په مخزن او د بريښنا په مرکز باندی بمباري کول د امريکايی فوځ يو تاکتيک دی٠ په کوريايی جګړه کی امريکی د شمالي کوريا د اوبو په شلو لويو يا کوچنيو مخزنون باندی سختی بمبارۍ وکړې او د مخزنونو د بندونو د چاودونو په اثر يی د هغه هېواد خلکو او عسکرو ته زيات تلفات ورسول٠ د سپتمبر د يوولسمي نيټې د پيښې وروسته امريکې په افغانستان کی د تروريزم په ضد په جګړې پيل وکړ او د همدي کال د اکتوبر په مياشت کی يی د کجکی د بريښنا ستيشن چی د کندهار ښار له شمال لويديځ نه په نوی کيلومتري کی واقع دی، د بمباريو په اثر ويجاړ کړ چی په نتيجه کی د کجکی د اوبو د بند په شاوخوا کی ځمکی تر اوبو لاندی شوی او افغان اوسيدونکو ته نور هم زيانونه ورسيدل٠ د سولې په وخت کی د اوبو مخزن خلکو ته زياتې ګټې رسوي، خو د جګړي په وخت کی

د اوبو مخزن به د متقابلې خوا د نظامي هدف په توګه وګڼل شي٠ د اوبو لپاره د جګړی په هکله مجبورأ منځنی ختيځ ياديږي چی دلته د هوا د ګرمۍ او اورښت د کموالي له امله وچه سيمه ده٠ که څه هم د اردن د سيند اوبه زياتې نه دي، خو د دې سيند سيمه د عربو او اسرائيلو په شخړه کی ځانګړي مقام لري٠ اسرائيلو د زور په واسطه زياتې عربی ځمکي نيولې چی عمده مقصد يی د يهوديانو د ژوند د اساسي شرط يعني د ځمکو لاس ته راوړل دي، خو بل مهم هدف يی د اوبو د منابعو تالا کول دي٠ په منځني ختيځ کی د اوبو منابع ډېرې کمې دي، د نفوسو د زياتوالي او د اقتصاد د پرمختګ سره سم د اوبو د زياتو منابعو لاس ته راوړل د بېلا بېلو هېوادو د حکومتونو مهم سياسی هدف دی لکه څنګه چی د اسرائيلو پخواني صدراعظم ريوي ويلي چی اوبه زمونږ په رګونو کی د وينو په شان دي٠ د اردن سيند د اوبو او د دې سيند په لويديځه غاړه کی تر ځمکی لاندی د اوبو لانجه د عربو او اسرائيلو ترمنځ د شخړي سبب دی، وروسته له هغه چی د اردن سيند لويديځه غاړه د اسرائيلو له خوا ونيوله شوه ، د اوبو د اداره کولو ارګان تاسيس شو او تر ځمکی لاندی د اوبو د استخراج د اسرائيلو د حکومت تر کنترول لاندی دی ، مثﻵ د اسرائيلې حکومت د اجازې نه پرته فلسطين د څاه د کيندلو حق نه لری، د اردن سيند په لويديځه غاړه کی فلسطينيانو ته اجازه ورکول کيږي چی د شپيتو مترو نه تر يو سلو څلويښتو مترو پوري کم ژوره څاه وکيندی، خو يهوديان د درو سوو نه تر څلورو سوو مترو پوري ژوره څاه کيندلي شي، تر ځمکې لاندي د اوبو د کيندلو په هکله د فلسطينانو د محدوديت له امله د اردن سيند په لويديځه غاړه کی تر ځمکي لاندي په سلو کی اتيا برخه اوبه د اسرائيليانو تر کنترول لاندي دي او په سلو کی شل برخه د فلسطينيانو په لاس کی دي٠ وروسته له هغه وخت چی په فلسطين کی د يهوديانو دولت جوړ شو،

نارامي او ګډوډي تر اوسه پوري ندي ختم شوي، نو شک نشته چی د عربو او اسرائيلو ترمنځ د سوله ايزو خبرو اترو په بهير کی به حتمأ پرته د ځمکو نه د اوبو ويش هم ډېره مهمه برخه ولری٠