<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-17 18:19:31    
د بو او اسيايی فورم په باب څه معلومات

cri
د ٢٠٠١ کال د فبرورۍ په اوه ويشتمه نېټه د استراليا، بنګله ديش، برونی، کمبوديا، چين، هند، اندونيزيا، جاپان، ايران، قزاقستان، قرقيزستان، لاوس، ماليزيا، مغولستان، ميامبر، نيپال، پاکستان، فلپين، د کوريا جمهوريت، سينګاپور، سريلانکه، تاجکستان، ټايلند، ترکمنستان، ازبکستان او ويتنام په ګډون د شپږويشتو هېوادونو استازيو د چين د های نان ولايت په بو او ښار کې د يوې غونډې په پرانيستلو سره اعلان وکړ چې د بو او اسيايی فورم جوړ کړ او په دغه غونډه کې د بو او اسيايی فورم د اعلاميې او اصول نامې په ګډون يو شمېر لارښوونکي اسناد تصويب شول او د نړيوالې ټولنې زياته پاملرنه راجلب شوې ده.
د فلپين پخواني ولسمشر لاموس، د استراليا پخواني صدر اعظم بوب هواک او د جاپان پخواني صدر اعظم هوسوکوا موريهيرو په ١٩٩٨ کال کې د بو او اسيايی فورم د جوړېدو په هکله وړانديز وکړ. د ٢٠٠١ کال په فبرورۍ کې د دغه فورم له جوړېدو وروسته د اسيا د مختلفو هېوادونو ملاتړ تر لاسه شوی دی. له ٢٠٠٢ کال وروسته هر کال په ټاکلی وخت د چين د های نان ولايت په بو او ښار کې د دغه فورم کلنی غونډه جوړيږی. د بو او اسيايی فورم يو غير حکومتی نړيوال سازمان دی او اوس د اسيا حتی د نورو لويو وچو د اړوندو هېوادونو د حکومتی، سوداګريزو او علمی مشرانو لپاره د مهمو چارو د سلامشورې او خبرو اترو يو لوړ پوړ ځای ګرځېدلی دی.
د اسيا د ځينو هېوادونو د پخوانيو مشرانو د وړانديز سره سم، د چين حکومت پرېکړه وکړه چې د چين د های نان ولايت بو او ښار د دغه فورم د مقر په توګه وټاکل شو. د دوی په نظر های نان ولايت د چين لومړنی لوی ځانګړې اقتصادی سيمه ده د ښه طبيعی چاپريال د ساتلو په هکله د دغه ولايت هدف د نړۍ د اقتصاد له ترقۍ سره سمون لری. د ١٩٩٩ کال په اکتوبر کې د چين مشرانو څرګنده کړه چې دوی به د دغه فورم د جوړېدو ملاتړ وکړی. د های نان ولايت حکومت د دغه فورم لپاره څو اړخيز ملاتړ کړی او ژمنه يی کړې ده چې د دغه فورم لپاره غوره خدمتونه تر سره کړي.
د فورم د غړو عمومی غونډه: د فورم تر ټولو لوړ پوړی واکمن ارګان دی چې هر کال يو ځل جوړيږی. د دغه فورم سږنی غونډه به د اپريل له يوويشتمې نېټې څخه تر درويشتمې نېټې پوری تر سره شی.
د فورم شورا: د فورم تر ټولو لوړ پوړی اداري ارګان دی چې د غړو د عمومی غونډې له خوا انتخابيږی. دغه شورا چې د يوولسو غړو له خوا جوړ شوی، سرمنشی او د کوربه هېواد استازی په طبيعی توګه د شورا غړي دي او نور نهه تنه يی د ټولټاکنو له لارې ټاکل کېږی.
د سلاکارۍ کمېټه: دغه کمېټه چې د مبتکرو هېوادونو د پخوانيو مشرانو، متخصصانو، د تصديو خاوندانو او علمی مشرانو له خوا جوړيږی، کله کله کاری غونډې تر سره او د دغه فورم د مهمو چارو په هکله وړانديزونه کوي.
دارالانشا: د دغه فورم يو دايمی اداری ارګان دی چې د دغه فورم د مختلفو فعاليتونو دنده په غاړه اخلی. سرمنشی د دغه فورم مشر او د دارالانشا مسؤل دی چې اوسنی سرمنشی يی ښاغلی لونګ يوانګ تو دی.