<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-17 19:20:35    
مارک لرونکيو توليداتو د چين د ختيځې برخې د صادراتې او وارداتی توليداتو په نندارتون کې د مشرتابه رول لوبولي دي

cri

ګرانو اورېدونکو ،د چين د ختيځې برخې د صادراتي او وارداتي توليداتو ١٦ نندارتون په وروستيو ورځو کی د شانګهاي د نړيوال نندارتون په نوی مرکز کی پای ته ورسيد . دغه نندارتون د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کی د يوی مهمې سيمه ايزې غونډې په توګه نړيوال بازار ته دچين د تصديو لپاره په تيره بيا د هېواد د ختيځې برخې تصديو لپاره زمينه برابر کړی او د دغې سيمې په سوداګريز پرمختګ کې يی مهم رول لوبولی دی.

په دغه بشپړ نندارتون کې مارک لرونکيو منسوجاتو د مشرتابه رول درلود او د منځنيو او کوچنيو تصديو توليدات په کې راغونډ شوي وو .په دی پروګرام کی به د دغه بشپړ نندارتون په باب خبرې وکړه .

د خبر له مخی سږ کال په دغه نندارتون کې د ګډون کوونکو تصديو د مارک لرونکيو توليداتو شمير ٥٤ ته سيده چی د چين د سوداګرۍ وزارت له خوا يی ملاتړ کيده .په همدی وخت کې په دغه نندارتون کی د نويو توليداتو شمير ٢٠ زرو ته رسيده .

د چين د منسوجاتو لومړنې لويې صادراتی تصدی د شانګهای د دونګ فونګ نړيوال ګروپ د ليلی په نامه د خپلو کاليو د ښودلو لپاره لس ګونه مربع متره ځای ټاکلی و.خبريال په دغه نندارتون کی زيات نوی توليدات وليدل .د دغه ګروپ يو مسئول خبريال ته وويل (اواز...............) د مارک لرونکيو توکيو توليدول

د سوداګرۍ د پرمختيايی لارو چارو د بدلون نتيجه ده .تير کال امريکې ته زمونږ د ګروپ له خواد صادرو شويو کاليو ارزښت ٧٣٠مليونو امريکايی ډالرو ته رسيده چی ډيرې يی د منځنی او لوړې کچې توليدات وو .

په دغه نندارتون کې نه يوازې مارک لرونکې توليداتو د مشرتابه رول لوبولی بلکه د منځنيو او کوچنيو تصديو توليدات هم پکې راغونډ شوي وو .د مينګ سنګ شرکت د تڼيو توليدولو يو شرکت دی .دغه شرکت د عصری تکنالوژۍ په کارولو سره د ځانګړی ډول ټنيو ډيزاين کوي چی د خلکو له اړتياوو سره سمون خوري .د دغه شرکت عمومی مدير له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل (اواز..................) مونږ کولی شوو چی په دغه نندارتون کې دکورنيو او بهرنيو بازارونو په اړه معلومات تر لاسه کړو چی له مخی يې د توليداتو ډيزاين تنظيم شی او تصدي موپرمختګ وکړي .د دې نندارتون له لارې د تصديو روحيه څرګنده شوې او د توليداتو بڼه يی ښودل شوې ده . دغه نندارتون نړيوال بازار ته د تګ او له بهرنيو سوداګرانو سره د اړيکو د جوړيدو لپاره يو پل دې .

د يوې شميرنې له مخې د دغه نندراتون له لارې صادراتی ارزښت ٣ مليارډو ٣٢١ مليونو امريکايی ډالرو ته رسيدلی چی دغه شمير د تير کال په پرتله په سلو کې يوولس عشاريه اته شپېته زيات شوی او د منسوجاتو او کاليو د پلورنې ارزښت ١ مليارده او اته سوه اته شپته امريکايی دالرو ته رسيدلی چی دغه اندازه د تير کال په پرتله په سلو کې ٥ عشاريه صفر پنځه زياته شوی ده .د اړوندو کارپوهانو په نظر له امريکې او اروپايی ټولنې سره د اړوندو سوداګريزو تړونونو لاسليکولو له امله د هېواد کړې نو د سږ کال صادرتی اندازې ثابته پرمختيا موندلی ده خو ګڼ شمير

سوداګريزو تصديو د راتلونکې سوداګريز حالت په اړه انديښنه هم څرګنده کړې او ډيرې تصدۍ د پيسو د تبادلوی ارزښت او توکيو د لوړې بيې په شمول له زياتو فشارونو سره مخامخ شوې دي .د شانګهای ښار د تای هونګ محدود شرکت يو مسئول وويل (اواز...............)زمونږ شرکت په ځانګړی توګه د امريکې بازار ته د خوب جامې صادروي او دغه راز د والمارت سيوپرماکټ ته محصولات برابروي .خو په تېرو څو کلونو کې سوداګريزو لانجو زمونږ د توليداتو پر صادراتو اغيزه کړې ده .تير کال زمونږ شرکت د کمبوديا په شمول په شاوخواوو هېوادونو کې د فابريکو جوړولو لپاره پانګې اچولي دي چی بياله دغو ځايونو توليد شوی محصولات صادر کړی شی .

د دغې دورې نندارتون خپل برياليتوب تر لاسه کړی او د اړوندو خواوو له کوششونو وروسته په دغه نندارتون کې د پلورنې ارزښت دری مليارډ ه او دری سوه او يو ويشت مليونو امريکايی دالرو ته رسيدلی چې دغه اندازه د تيرې دورې په پرتله په سلوکی ١١.٦٨ زيات شوي دي .خو د نړيوالې سوداګريزو لانجو او د ژن مين بی يوانو د تبادلوی ارزښت د لوړوالی د فشار په وړاندی به دچين صادراتی او وارداتی سوداګري له نويو ستونزو سره مخامخ شی .