<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-17 19:32:28    
د شينجيانګ د ويغوری قوم خپلواکې سيمې لنډ معلومات

cri

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! سر له نن څخه به په هره دوشنبه يو نوی ځانګړی پروګرام ٌ شينجيانګ ته کتنه ٌ خپور کړو او په دی پروګرام کښی به تاسو ته د چين د شينجينګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د تاريخ ، ټولنې ، اقتصاد، کلتور، عادتونو، روغتيايی چارو، مذهبونو او طبيعی منظرو په هکله معلومات وړاندی کړو ٠ هيله من يو چه دغه پروګرام مو خوښ شی او په اړه يی خپل نظريات او وړانديزونه راواستویء ! مونږ هم پخپل وار ستاسی نه منندوی يو٠

نن به د دی پروګرام په لومړی کړۍ کښی د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې په اړه لنډ معلومات مغرفی کړو ٠

د شينجيانګ د ويغوری قوم خپلواکه سيمه د چين د شمال لويديځ يوه سرحدی سيمه ده چه له هند، پاکستان ، افغانستان ، تاجکستان، قرغزستان ، قزاقستان ، روسيې او منګوليا سره ګډې پولې لری ، د دغې سيمې پراخوالی يو مليونو شپږ لکو شپيته زرو څلور سوو مربع کيلومترو ته رسيږی او د چين په ټولو ولايتونو او خپلواکو سيمو کښی لومړی ځای لری، په شينجيانګ کښی د اوه څلويښتو قومونو څه نا څه شپاړلس مليونه او پنځه لکه تنه خلک اوسيږی چه عمده قوم يی ويغوری قوم دی او د ويغوريانو شمير د ټولې سيمې د نفوسو په شمير کښی څه نا څه نيمه برخه جوړوی، د دغې سيمې د ويغور ، هوی، قزاق ، قرغز، تاجک ، تاتار او ازبک اوو قومونو خلک مسلمانان دی٠ د اسلام له مبارک دين څخه پرته په شينجيانګ کښی د بوديزم او د مسيحيت کاتوليکی دين په ګډون اووه نور مذهبونه هم موجود دی٠

د چين په لرغونی تاريخ کښی شينجانګ << لويديځه سيمه >> ياديده ٠ د ميلاد نه دمخه په شپيتم کال کښی د چين د لويديځ هان امپراطورۍ په دی سيمه کښی خپل اداری دفتر جوړ کړ او سر له هغه وخته شينجيانګ په رسمی توګه د چين د خاورې يوه برخه وګرځيدله ٠ د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو را وروسته د ١٩٥٥ کال د اکتوبر په لومړی نيټه د شينجيانګ د ويغوری قوم خپلواکه سيمه جوړه شوه ٠

د شينجيانګ طبيعی سرچينې ډيرې شتمنی دی چه د کرنې ، ځنګل ساتنې او مالدارۍ وړ مځکو پراخوالی يی اته شپيتو مليونو هکتارو ته رسيږی او يو سل دوه ويشت ډوله کانی محصولات او زيرمې هم لری٠ په تيره بيا د نفتو او طبيعی ګاز د زېرمو اندازه يی ډيره زياته ده ٠ نو د چين د حکومت د پريکړې له مخی د شينجانګ د ګازو د بازار د پراخولو په موخه د دې سيمې د تارم له لويې کاسې څخه د چين د ختيځې سيمې شانګهای ښار او نورو ځايونو ته د ګازو د ليږدولو لپاره د ٤١٧٦ کيلومترو په اوږدوالی يوه نل ليکه غځيدلې ده٠ دغه نل نيکه به د چين د لويديځې سيمې او په تيره بيا د شينجانګ د اقتصادی پرمختګ لپاره ستر ارزښت ولری٠ د سروی له مخی ، د شينجانګ د تارم په لويه کاسه کښی د ګاز د زېرمې اندازه ٤٩١ مليارډو سل مليونو مکعب مترو ته رسيږی او د چين ختيځې سيمې ته د راتلونکو ديرشو کالو لپاره ګاز برابرولای شی٠ د شينجيانګ صنائع د چټک انکشاف په حال کښی دی چه پکښی د اوسپنو او فولادو، سکرو، نفتو، ماشين الاتو، کيميا، ساختمانی موادو، نساجۍ او د بورې، کاغذو او سيګرټو د جوړولو او د پوستکو د پخونې په ګډون مکمل صنعتی سيستم رامنځ ته شوی او هلته څه دپاسه شپيته زره ډول ډول صنعتی تصدی هم په دغه سيمه کښی شته ٠ په دغو تصديو کښی د نفتو، سکرو، اوسپنيزو شيانو، بريښنا، نساجۍ، کيمياوی صنعتونو، ماشين الاتو، ساختمانی موادو او خوراکی شيانو په ګډون څه دپاسه دوه زره ډوله توکي توليديږی ٠ د شينجيانګ عمده زراعتی کښت غنم ،جوار او شولې دی ، صنعتی کښتونه يی له مالوج ، چغندرو او د بير له ګلونو څخه عبارت دی٠ له دې جملې څخه د پنبې توليدت يی په ټول چين کښی مهم ځای لری ، شينجيانګ په چين کښی د اوږد تارونو لرونکو پنبو تر ټولو لوی توليدی مرکز دی او توليدی اندازه يی د هيواد د دغه ډول پنبې د توليدی اندازې په سلو کښی پنځه نوی برخه جوړوی٠ برسيره پر دی د شينجيانګ خټکی او انګور هم د چين په دننه او دباندی کښی ډير شهرت لری٠ په دی سيمه کښی ډير زيات تاريخی أثار شته، د وريښمو مشهوره لرغونی لاره هم له همدې سيمې څخه تيريدله، دغه راز د شينجيانګ منظرې ډيرې ښکلی دی چه هر کال زيات چينی او بهرنی سيلانيان راجلبوی٠

د شينجيانګ د ويغوری قوم خلک که نارينه وی يا ښځې، که زاړه وی يا ماشومان د سندرو ويلو او نڅا کولو په برخه کښی لوی لاس لری، هر کله چه اخترونه رارسيږی يا د چا په کور کښی د خوښۍ مراسم وی ، نو دوی سره راغونډيږی او د سندرو او نڅاوو په وسيله خپله خوشحالی څرګندوی٠

د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو راوروسته د شينجيانګ سيمې ښوونيزو چارو چټک پرمختګ کړی دی٠ اوس په دی سيمه کښی څه دپاسه شل پوهنتونونه، څه دپاسه دوه زره منځنی ښوونځی او څه دپاسه اووه زره لومړني ښوونځی شته٠