<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-18 15:52:56    
په چين کې د مسلمانانو د واده مراسم

cri
ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! د ښځې او ټولنې په نننې پروګرام کې به تاسو ته د چين د مسلمانانو د واده د ځانګړو مراسمو په هکله لنډ معلومات وړاندی کړو. ( اواز )
ګرانو اوريدونکو ، په چين کې د مسلمانانو د واده مراسم هم د نورو اسلامي هيوادونو په شان د کلام الله مجيد د څو ايتونو په لوستلو سره د زوم په کور کې پيل کيږی . خبريال د روانې مياشتې په اوومه نيټه د يوه چيني مسلمان هلک او نجلۍ د واده په مراسمو کې ګډون وکړ . ناوی بای چون شوي نوميږي او مذهبي نوم يي فاطمه دې چې سږ کال شپږويشت کلنه ده او زوم لي يان ژونګ دی چې مذهبې نوم يوسف دی او عمر يی اته ويشت کاله دي . دوی دواړه مسلمانان دي او د بېجينګ د جانګ ينګ په نامه د مسلمانانو د هستوګني په سيمه کې اوسيږی . په دغه سيمه کې دا عادت دی چې د واده مراسمو له مراسمو څخه مخکې زوم ته دا اجازه نشته له ناوی سره کتنه وکړي او بايد ملا ته بلنه ورکړی شي چې په خپل کور کې مذهبي مراسم ترسره کړي.
له مذهبي مراسمو نه وروسته يی دوهمه ورځ ، د واده رسمي مراسم پيل شول . ددې ورځې سهار وختي د موټرونو کاروان د ناوی کور ته ورسيد او له موټر څخه د ناوی د کښته کيدو وروسته يی زوم په غېږ کې نوی کوټې ته بوته . په عين وخت کې څه دپاسه دری سوه تنه خپلوانو او دوستانو د دروازې په وړاندي په تودو چکچکو د دوی هر کلی وکړ او له تودې مبارکۍ نه ډکې هيلې يي څرګندې کړې . ور پسې د عنعنوی
عادت سره سم ملا زوم او ناوي او نورو ميلمنو ته د واده د دودونو په هکله معلومات ورکړل . هغه وويل ( اواز ) تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ناوی او زوم بايد د اسلام په مقدس دين عقيده ولري . يوازي په دې شرط ، واده يی د اسلام له خوا منل کيږی . د اسلامي شريعت له مخې د واده په هکله نور پنځه شرطونه هم ټاکل شويدی لکه چې د ناوی او زوم واده بايد د خپلو ميندو او پلرونو له خوا ومنل شی او داسی نور . له هغمه وخت څخه يو بل ملا د دوی د ژوند د نيکمرغۍ لپاره د کلام الله مجيد څو ايتونه هم ولوستل . ( اواز )
د ژوند د سطحې د زياتوالي سره سم ، د چين په ښارونو کې ځوانان هميشه په رسټورانټونو کې د واده مراسم تر سره کوی . خو مسلمان ځوانان لا هم د هغه عادت مراعات کوی چې په خپل کور کې د واده مراسم تر سره کړی او درنده مېلمستيا جوړوی چه له سهاره تر شپې پوری درې ورځې دوام لرې. د واده د مراسمو نه دوه ورځې مخکې د زوم په کور کې د خپلوانو او دوستانو تر مرستې لاندی يوه لويه څپره جوړيږی. د واده مراسمو د پای ته رسيدو وروسته ، دوستان او خپلوان پر له پسی په دغه څپره کې ډوډۍ خوری
د غرمې نه وروسته په دوو بجو د واده مراسم پای ته ورسيدل . زوم او ناوی له دوستانو سره عکسونه واخيستل . زوم خبريالې ته وويل : ( اواز ) نن زه ډېر نيکمرغې يم ، ځکه چه ناوی مې ډېره ښکلی ده ، نه يوازی بهرنۍ څيره يی! زه ډېر خوشحاله يم چې ډېرو دوستانو زما د واده په مراسمو کې ګډون کړيدی.
ګرانو اوريدونکو ! په چين کې له هان قوم څخه پرته ، نور پنځه پنځوس ملی لږ کې شته . له دې امله چې هر قوم ځانګړی کلتورونه او عادتونه لری ، نو د چين
حکومت د ملی لږ کيو د دوديزو کلتورونو د ساتنې کارونو ته ډېر اهميت ورکوی . د چين د اساسی قانون په ګډون په يو شمير قوانييو او تدبيرونو کې د دغو کلتورونو د ساتنې په اړه څرګندې غوښتنې ليکل شويدی . د بېجينګ په يوولسم پنځه کلن پروګرام کې دا هدف ټاکل شوی چې بېجينګ به په مداومه توګه د ملی لږکيو د دوديزو کلتورونو د ساتنې او سمورتيا لپاره کوښښ وکړۍ . د دغو تدبيرونو له امله ، په بېجينګ کې مونږ لا تر اوسه د واده په هکله د ملی لږکيو عادتونه نه شو کتلای . اوس په نړۍ کې د کلتور او اقتصاد د نړيوال کېدو په بهير کې د چين د ملی لږکيو دوديز کلتورونه او عادتونه نه يوازی په چين بلکې په نړۍ پوری هم اړه لری .
ګرانو اوريدونکو ، د ښځې او ټولنې نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسېد !