<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-18 19:10:31    
د چين د شيا من په ښار کې د ماراتون د ځغاستې لوبه

cri

ګرانو اوريدونکو د سپورت نړۍ په ننني خپرونه کې به د چين د شياو من په ښار کې دماراتون د ځغاستې لوبې په باب يو راپور تاسو ته وړاندې کوو ٠

په ٢٠٠٦ کال کې د چين د شيامن په ښار کې د ماراتون ځغاستې نړيواله لوبه د مارچ په ٢٥ نېټه پاي ته ورسيده ، که څه هم دغه لوبه چې په ٢٠٠٣ کال کې پيل شوه لنډ عمر لري خو په تيرو څو کلونو کې يې پرمختګ کړی او د يوې غوره نړيوالې لوبې پر لور روانيږي ٠ راځئ له مونږ سره يو ځای ددغې لوبې په باب يو راپورو اورۍ

د شيا من ښار د چين په جنوب د فو جيان په ولايت کې پروت دی ، دلته د کال په څلورو فصلونو کې هوا برابره ده چې د هوا کلني تودوخه يې په منځني توګه د سانتي ګراد شلو درجو په شاوخوا کې ده چې دا هوا د ماراتون د ځغاستې د لوبې لپاره خورامساعده ده ، په ٢٠٠٣ کال کې په دغه ښار کې په بري سره د ماراتون ځغاستې لومړي نړيواله لوبه ترسره شوه ، سږني لوبه په دې ښار کې د ماراتون ځغاستې څلورمه نړيواله لوبه وه ٠

د سږني لوبې د ښه ترسره کولو لپاره د دغې لوبې تشکيلاتي کميسيون د طب ، ترافيک او خدمتي چارو په ګډون زياتو برخو کې يو مشخص پلان جوړکړ، د بيلګې په توګه د لوبې د ﻻرې په اوږدو کې يې اتلس طبي ځايونه جوړکړي او اته سوه تنه طبي کارکوونکي او شل امبوﻻنسونه يې ترتيب کړي وو چې لوبغاړو ته طبي مرستې برابرې شي، دغه راز د دې ښار تر څلورو زرو تنو ډېرو پوليسو د لوبې د ﻻرې په اوږدو کې د امنيت د ساتنې دنده په غاړه درلوده ، برسيره پر دې پنځلس زرو تنو داطلبانو په دغه لوبه کې د سپورتي لوبغاړو لپاره ښه خدمت ترسره کړ ٠

د شيامن د ماراتون لوبې تشکيلاتي کميسيون هرکال د نړۍ ځينو مشهورو سپورتي لوبغاړو ته بلنه ورکوي چې د دغه ښار د ماراتون په لوبه کې ګډون وکړي ، د سږني ماراتون په لوبه کې د کينيا دوو مشهورو سپورتي لوبغاړوچيبوني مونجي او رايموندکيپکويچ او د چين يو شمير ممتازو لوبغاړو برخه واخيستله ،

د کينيا مشهور سپورتي لوبغاړي مونجي په يو لړ نړيوالو سپورتي لوبو کې د قهرمانۍ لقبونه ترلاسه کړي وو اوهرکال د شيامن د ماراتون په نړيواله لوبه کې ګډون وکړ، هغه زمونږ خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل زه د شيامن د سپورتي لوبو د تشکيلاتي کميسيون څخه مننه کوم چې ما ته يې د دغه ښار د ماراتون په نړيواله لوبه کې د ګډون بلنه راکړه ، زه هم ډېر وياړم چې په دې لوبه کې ګډون وکړم ، د شيامن خلک ميلمه پالونکي خلک دي او دا ښار هم ډېر ښکلی ښار دی ٠

د شيا من ښار د ماراتون د نړيوالې لوبې يوه لويه ځانګړتيا دا ده چې د چين د تايوان په سيمه کې ډېر زيات ولسونه او وګړي د دې لوبې سره ډېره مينه لري ، له لومړي لوبې راپه دې خوا د المپيک د سپورتي لوبو د کميټې غړي او د چين د تاي پۍ د المپيک د سپورتي کميسيون د مشر ښاغلي وو جينګ ګوپه مشرۍ د تاي پۍ سپورتي ټيم هرکال په دغه لوبه کې ګډون کوي ، دده په أند دغه لوبې نه يوازي برياليتوبه ترلاسه کړی بلکې د تايوان ابنا د دواړو غاړو ترمنځ يې د سپورتي او فرهنګي تبادلې لپاره يوښه ځای او فرصت برابرکړی دی ، هغه وويل ددغې لوبې پراخوالی ورځ په ورځ لوييږي او پکې د ګډون کوونکولوبغاړو شمير هم مخ په زياتيدو دی ٠ دغې لوبې په نړۍ کې هم شهرت موندلی دی ، زه باور لرم چې دا لوبه به په راتلونکي کې نور هم ښه والی ومومي ، ماراتو لوبه يوه ولسي لوبه ده ، زمونږ څه دپاسه درې سوو تنو سپورتي لوبغاړو په سږني ماراتون کې برخه واخيستله ، دوي په تکرار سره ما ته خپله هيله وښودله چې په راتلونکي هرکال کې د شيامن د ماراتون په نړيواله لوبه کې ګډون وکړي ، دغه راز دوي دا هيله هم څرګنده کړه چې د تايوان ﻻ زيات خلک په دغه لوبه کې ګډون وکړي –

سږکال د شيامن ښار د ماراتون د نړيوالې لوبې تشکيلاتي کميسيون د تای پۍ ښار د ماراتون د لوبې د تشکيلاتي کميسيون سره د همکاري موافقه ليک لاسليک کړ، ترڅود متقابلو خواوو ترمنځ تبادله پياوړې شي او په ګډه سره د غوره سپورتي لوبو د ترسره کولو لپاره هڅه وشي ٠

د څو کلونو د پرمختګ سره سم د شيامن د ماراتون د نړيوالې لوبې تشکيلاتي کميسيون ډېرې مثبتې تجربې ترلاسه کړې او ددې ښار د ماراتون لوبې اغيزه نوره هم پراخه شوې ده ٠

دچين د اتلاتيک د ټولنې مرستيال ښاغلي وانګ دا وي وويل کيدای شي چې د شيامن د ماراتون لوبه د بيجنګ د ماراتون له لوبې سره يوځای د چين د ماراتون د دوو غوره لوبو په توګه وبلل شی،هغه زمونږ خبريال ته وويل د شيامن ښار د ماراتون لوبه په تيرو لنډو څلورو کلونو کې چټک پرمختګ کړی دی

په دغه لوبه کې د ښاروالي د زياتو پيسو د لګولو او د ښاريانو د ګډون له امله دغه لوبه يوه وتلې او غوره لوبه ګرځيدلې ده ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني خپرونه په همدې ځای پاي ته ورسيده نيکمرغه اوسی ٠ ٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍ