<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-18 20:34:11    
د لندن د اولمپيک د ١٤می دورې د سپورتی لوبو د پرانستلو درانه مراسم

cri

د ١٩٤٨کال د جولای په ٢٩ نيټه د مازديګر په دريو بجو د اولمپيک د ١٤می دورې د سپورتی لوبو د پرانستلو درانه مراسم د لندن د وينبلی په سپورتی لوبغالی کی ترسره شول . د برتانيې پاچا شپږم جورج ، صدراعظم اتلي ( Attlee ) ، د اولمپيک د نړيوالې کميټې مشر يټستروم او داسی نورو مخورو ميلمنو پکی ګډون درلود . د دغو مراسمو سريزه په داسی حال کی پيل شوه چی د ١٢زرو تنو په ګډون د يوې هنری ډلې لخوا يوه سپيڅلی سندره وويل شوه . د برتانيی د اولمپيک کميټې مشر Boglione يی د پرانستنی وينا وکړه ، او ورپسی د سولې د نښې په توګه کوترې خوشې شوې او دغه راز د يووالی او دوستۍ د نښی په توګه پنځه دايروی بيرغونه اوچت شول .

* ښځينه الوتونکې _ کوهين ( Cohen )

١٢کلنی کوهين دمخه د برلين د اولمپيک سپورتی لوبو په اړه د اتلتيکو لوبو په سياليو کی خپل تکړه والی او ځانګړتيا څرګنده کړې وه . خوکله چی د کوهين ورزشی ژوند خپلی طلايی دورې ته ورسيد ، دوهمه عمومی جګړه پيل شوه چې له امله يی د دوو دورو لپاره د اولمپيک سپورتی لوبی هم ترسره نه شوې . په ١٩٤٩ کال کی کوهين په داسی حال کی چی د دوو اولادونو مور شوې وه ، د لندن د اولمپيک په سپورتی لوبو کی برخه واخيسته او د ښځو د سلو مترو او اتيا مترو د خنډونو په ځغاست لوبو او دغه راز د ٢٠٠ مترو او د

٤٠٠ مترو په څلور کسيزه ځغاست لوبو کی يی ٤ طلايی مډالونه وګټل .

* نابغه ځوان لوبغاړی _مارسيلس

د لسو لوبو په ګډون د بشپړ مهارت سيالی په اتلتيکو لوبوکی يوه ډيره ګرانه او سخته لوبه ده او يوازی ډير تکړه لوبغاړی ددغې لوبې د ګټلو توان لری . خو د لندن د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د دغې لوبې اتلولي د امريکې د يو١٧ کلن لوبغاړی مارسيلس لخوا وګټل شوه . په ځانګړی ډول يوه ډيره حيرانوونکی خبره دا وه چی ددغو لوبو په سياليو کی له ګډون نه مخکی هغه يوازی دری مياشتنی تمرينات ترسره کړی وو .

* لوبغاړې اوسترمير د أسمانی رب په شان دوه لاسونه لری

د لند د اولمپيک په دغو سپورتی لوبو کی فرانسوۍ پيغلې اوسترمير Ostermeyer) (د ښځو د ډسک او ګلولې په دوو لوبو کی د سروزرو مدالونه ترلاسه کړل . په دغو لوبو کی له ګډون نه درې مياشتې وړاندی دا د پاريس د موسيقی له پوهنځی څخه تازه فارغه شوې او د پيانو په موسيقی کی هم ډيره تکړه وه او په خپلو لاسونو يی په بريالی توګه د پيانو مشهور غږونکی فرانز ليزټ نغمې وغږولې . نو له دی امله د هغې لاسونه د أسمانی رب په شان لاسونه ونومول شول .

*پرانګلزي تنګي غلبه کوونکی اتله

د لندن داولمپيک د سپورتی لوبو د لامبو وهلو په لوبه کی د دنمارک شل

کلنې پيغلې (Anderson ) انديرسن يو طلايی اوبل د سپينو زرو مډال ګټلی و . وروسته يی ځکه ډير شهرت ترلاسه کړ چی د خپل ژوند په لار کی يی ستر برياليتوبونه په برخه شول . د لندن د اولمپيک له سپورتی لوبو نه وروسته انديرسن د هډوکو په سخته ناروغۍ اخته شوه او د يونيم کال په اوږدو کی يی توان نه درلود چی په عادی توګه وګرځی . خو بالاخره يی په خپله ټينګه اراده پر ناروغۍ باندی غلبه وکړه او په ١٩٥٧ او ١٩٥٨ کالونو کی دوه ځله په بريالی ډول له انګلزی تنګي څخه پوری وتلو وتوانيده .