د چين د بين المللې راډيو د خبر له مخې : د کوريا حکومت د اپريل په نولسمه نېټه څرګنده کړه : د جاپان هغه غوښتنه د کوريا د جمهوريت د حاکميت په مقابل کې يو لمسون دی چې غواړی د کوريا د ځانګړو اقتصادی سيمو په اړه د سمندری اوبو په ساحه کې څېړنه وکړي . د کوريا جمهوريت له جاپان څخه سخته غوښتنه وکړه چې سمدلاسه دغه پلان لغوه کړي .
د کوريا د جمهوريت د ولسمشر وياند وويل : د همدی ورځ په سهار د کوريا جمهوريت د ولسمشر روح موو هيون په مشرۍ د جاپان د غوښتنې په ضد د تدبيرونو په اړه د اړوندو وزيرانو غونډه جوړه شوه .