<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-19 18:27:48    
ستاسي نيکمرغي زمونږ خوشالي

cri

ګرانو دوستانو ټولو ته معلومه ده چې چين يو ډېر زيات نفوس لرونکی هېواد دی ، نو له دې امله په چين کې د معيوبو کوچنيانو شمير هم ډېر دی ، معمولي او روغتيايي کوچنيان چې عمر يې ښوونځيو ته د تلو سره برابر وي په اسانه توګه مکتبونو ته ځي او درس لولي ،خود خپلو ځاني ستونزو له امله مکتبونو ته تلل او درس لوستل د معيوبو کوچنيانو په هکله يوه ډېره سخته ستونزه ده ، خو دوي هم د ښوونې او روزنې حق لري او هيله من دي چې د روغو کوچنيانو سره يو ځاي ژوند وکړي او په ښوونځيو کې درس ولولي٠

لږه موده مخکې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې ښځينه غړې ميرمن جانګ هاي دي حکومت ته داوړانديز وکړ چې پکې ويل شوي پريږدي چي معيوب کوچنيان په عادي ښوونځيو کې درس ولولي ، هغې د خپل دغه وړانديز په باب وويل که څه هم معيوبو کوچنيانوته د ښوونې او روزنې لپاره ځانګړي لارې چارې په کار دي ، خو زما په أند دغه ځانګړې لارې چارې په عادي ښوونځيو کې هم ترسره کيدای شي ، د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې يو بل غړي پروفسيرښاغلي هوانګ يوان خه د دې مسئلې په باب وويل زما په نظر بايد معيوب کوچنيان په څو ډلو وويشل شي ، کومه ډله معيوب کوچنيان کولای شي چې د معمولي او روغو کوچنيانو سره يوځای زده کړه وکړي او کوم ډول بايد په ځانګړو مکتبونو کې درس ولولي ، هغه معيوب کوچنيان چې د روغوکوچنيانو سره يو ځای ژونداو زده کړه وکړای شي نو بايد تر ممکنه حده پورې په دې برخه کې ددوي لپاره مساعد شرائط برابرشي ، دابه دمعيوبو کوچنيانو د ودې لپاره ښکاره ګټوره وي او له دې لارې معيوبو کوچنيانو ته باور پياوړي شي دوي به خپل ځان ته ووايي هغه کارونه چې عادي او روغ کوچنيان ترسره کولای شي دوي يې هم سرته رسولای شي ، باور د معيوبو کوچنيانو د راتلونکي ودې لپاره خورا ستر اهميت لري ٠

دا چې معيوب او روغ کوچنيان په ګډه سره په يوه ښوونځي کې درس لولي له يوې خوا د ژوند او زده کړې په برخو کې د معيوبو کوچنيانو باور پياوړي کوي او له بلې خوا د روغو کوچنيانو هغه ښه اخلاق رامنځته کولای شي چې د نورو کوچنيانو سره مينه او مرسته وکړي، دغه راز دا به د کوچنيانو او زلميانو د سم نړۍ ليد او ارزښتونه د رامنځته کولولپاره هم ګټه لري ٠

د بيلګې په توګه د چين د پلازمينې بيجينک ښار د دونګ ګاو فانګ په نامه يوه ښوونځي کې يومعيوب شاګرد شته چې وي شين نوميږي ، هغه د دماغ په ناروغۍاخته دی ،حرکتونه او خبرې يې لږڅه ستونزمنې دي ٠ خو وي شين په زړه ورتيا سره د ناروغۍ سره مبارزه کوي او په زده کړه کې ډېر کوشش کوي ، دده همصنفان هم په ژوند او هم په زده کړه کې ورسره مرسته کوي ، همداشان دوي د ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د وي شين د زړه ورتيا روحيې ته د درناوي په سترګه ګوري ، دوي وايي وي شين يو ډېر زړه ور هلک دی ، مونږ په هغه کې د ستونزوسره د مبارزې روحيه وليدله او بايد زده يې کړو، پروفسير هوانګ يوان خه وويل دا چې معيوب او روغ کوچنيان يوځای سره ژوند او زده کړه کوي يو بل ته ګټه لري ، روغ کوچنيان کولای شي چې له معيوبو کوچنيانو څخه ښه او نيک صفتونه ترلاسه کړي او معيوب کوچنيان د روغو کوچنيانو له مرستو څخه د ټولنې ګرمي او تودوالی احساس کړای شي او د خپل روښانه راتلونکي د رامنځته کولو لپاره خپل جرأت زيات کړي ، .په حقيقت کې دوي پر بل اغيزه کولی شي ،

پروفسير ياو شوه ځوه وويل مونږ د زړه له کومې هيله لرو چې معيوبو کوچنيانوته روزنه او تربيه په عادي او معمولي ښوونځيو کې ورګډه شي ، څو چې معيوب کوچنيان د روغو کوچنيانو په څير له دوستۍ او خوښۍ څخه په ډکه فضا کې لوييان شي او د خپلې نيکمرغۍ لپاره کوښښ وکړي ، مونږ معيوبو کوچنيانو ته دا خبره وايو چې ستاسي نيکمرغي زمونږ خوشحالي ده ٠