<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-19 19:13:57    
وايروس يو ډول ژوندی موجود دی ؟

cri

وايروس د انسانانو لپاره ډيرې ستونزې جوړوي ، أيا وايروس يو ډول ژوندی موجود دی؟ دغه مسئله له څو سوو کلونو راهيسې تر بحث لاندي راغلی او تر اوسه پوري د نظريو يووالي ته ندی رسيدلی او لامل يي دا دی چه وايروس ډير زښت ساده دی . ولی ؟ ټولو ته معلومه ده چه ميکروب ډير وړوکی دی او اوږدوالی يي يوازی له صفر اعشاريه پنځو څخه تر شلو مکرونونو پورې رسيږی ، ولی ميکروب دومره وړوکی دی ؟ لامل يي دا دی چه ميکروب يوازي له يوې حجرې څخه جوړوي او مغز او فکر نه لری . خو د خپل ژوند د ساتلو لپاره شيان خوري . د وايروس په پرتله ميکروب ډير پيچلی دی . په لنډ ډول ويل کيږي چه وايروس يوازي د دي اېن اې يا ار اين اې يوه برخه ده چه بهرني پوشش يي له پروتين څخه جوړ شوی . څرنګه چه وايروس ډير ساده دی ، نو د خپل ژوند د ساتلو او له بهر څخه د خواړو اخيستلو توان نه لری او پخپله متابوليزم هم نشي کولی . دغه راز وايروس د حس او حرکت جهاز هم نه لری ، يوه خبره ده چه وايروس هيڅ شی نه لری او يوازي د دي اين اې يا ار اين اې يوه برخه ده .

پوښتنه دا ده چه وايروس يو ډول ژوندی موجود دی ؟ په بله ژبه أيا وايروس ژوندی دی ؟ په ظاهره وايروس په رښتيا ژوندی شی نه دی او د کيمياوي مادې په شان بڼې غوره کوي او تصفيه کيږی چه متبلور شوی وايروس د ژوند هيڅ نښه نه لری او په اشپزخانه کې ايښودل شوي مالګې ته ورته دی . که غواړي د يوه بم د زيانونو په هکله معلومات ترلاسه کړي ، بايد ددې بم د چاودنې وروسته پايله رامنځته شي . همداشان که غواړي ددې پوښتنې سم ځواب لاس ته راوړي چه وايروس يو ژوندي شی دی که نه ، بايد وايروس

په يو مساعد چاپيريال کې يعني په يو سلول کې داخل شي چه پايله به يي هم رامنځته شي . هر کله چه وايروس له يوې حجرې سره نژدي اړيکې ولری ، نو خپل دي اين اې يا ار اين اې حجرې ته وليږدوي ، خو له پروتين څخه جوړ شوي بهرني پوشش به د حجرې په بهر کې پاتې شي . د وايروس په جن کې ترتيب شوی رمزونه به د حجرې کنټرول ونيسی او په حجره کې ځانګړي سيستم ته به امر ورکړي چه خپل دي اين اې يا ار اين اې او د وايروس بهرني پوشش کاپی کړي . ورپسې به دغه کاپی شوي توکي د وايروس د امر سره سم نور بشپړ وايروسونه جوړ کړی شي . د وايروس د زيات کاپی کولو له امله حجره خرابيږي . په پايله کې نوي کاپی شوي وايروسونه نورو سلولونو ته داخليږي او په پاي کي دغه حجرې هم په پاي کې خرابيږي . شک نشته چه وايروس ژوندی دی او ډير ساده ژوند هم ګڼل کيږي .

ايا وايروس لومړني ژوند دی ؟ د تکامل تيوري او تر لاسه شويو معلوماتو له مخې ټول ژوندی موجودات ورځ په ورځ پيچلی کيږي . لومړي يوه حجره لرونکي موجودات او ورپسې بې مهرې موجودات او په پايله کې مهره لرونکي کبان رامنځته شويدي . کبان بيا ځمکې ته پورته شوی او په أبي او ځمکنيو او په پای کې په تې لرونکي ځناورانو بدل شويدي . ژوند له سادګۍ څخه پيچليتوب ته او له ټيټې کچې څخه لوړې کچې ته رسيږي . که څه هم د نورو موجوداتو په شان ډير ستر بدلون رامنځته کيږي ، خو ميکروب هم د څلورو ميلياردو کلونو لپاره تکامل شويدی .د نوموړي تيوري له مخې وايروس د ميکروب نه مخکې په ځمکه کې ژوند کاوه او ميکروب بايد د وايروس له تکامل څخه وروسته راځي . خو دغه تيوري څرګندې منطقي غلطي لری . ځکه چه وايروس د حجرې لپاره رامنځته شوی ژوند دی او يوازي په حجرې کې تکثيريا زياتيږي . که وايروس د ميکروب دمخه موجود و ، نو وايروس څنګه پخپله کاپی کيږي ؟ څنګه تکثيريږي ؟ څنګه تکامل کوي؟ نو يوازنی توضيح يي دا ده چه وايروس د ميکروب وروسته رامنځته شوی او د کوم يوې حجرې لرونکي موجود د تکامل پايله ده .

أيا وايروس ميکروبونو ته د ناروغيو رسونې نه پرته نور ګټه نه لری ؟ ځواب منفی دی . وايروس د جن طبيعي او خالص زيرمه ده . وايروس نورو سلولونو ته بدلون رسوی او د دی تر څنګ د جن د يوځاي کيدو او تبادلې لامل هم دی چه په پايله کې خپل جن او ځيني دي اين اې په مکرره توکه کاپی کيږي او نور پيچلي او اوږد دي اين اې رامنځته کيږي . د لا لوړوالي ، پيچليتوب او عقلمندي مرحلې ته د يوه ژوندي موجود د تکامل لومړيتوب د جن اوږدوالی دی .