<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-19 19:22:06    
د چين ښځينه چارواکي ميرمن ګو سيو ليان

cri

ځکه ميرمن ګو سيو ليان ته د چين ډير لوړ پوړ ښځينه چارواکي وايي چه لومړي د چين ملي ولسي کانګرس د چين ډيرو لوړ پوړ مقتدر سازمان دي او ميرمن ګو سيو ليان ددي کانګرس د دايمي چارو د رئيس مرستياله ده ٠ دوهم د چين د ښځو ملي ټولنه د چين د بيلا بيلو قومونو او مخافلو د ښځو ټولنيز سازمان دي او ميرمن ګو سيو ليان د دغه سازمان رئيسه ده ٠

په دي وروستيو وختونو کې زمونږ د راډيو خبريال د چين د ملي ولسي کانګرس د ميلمنو د هرکلي په يوه تالار کې له ميرمن ګو سيو ليان سره مرکه وکړه ٠ ميرمن ګو سيو ليان څه د پاسه شلو کاله د مخه د چين د ختيځې خوا د جيان سو ولايت والي وه او لس کاله د مخه يي د چين د کيمياوي وزارت وزيرې وه او له هغه وخت نه وروسته تر اوسه پوري يي د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د رئيس د مرستيالې او د چين د ښځو د ملي ټولنې د رئيسې دندې په غاړه لري ٠ اوس هغه خپل ټول کارونه او پوره پاملرنه د چين د ښځو او ماشومانو چارو ته اړولې ده ٠ هغې وويل زمونږ هيواد او حکومت د ښځو چارو ته ډير پام کوي او په دي هکله يي يو لړ تدبيرونه نيولي او د قانون د تګلارې ، د ادارې د سازمانونو او د کاري ميکانيزم په هکله يي د ښخو او نارينه و د مساوات او د ښځو د چارو د پرمختيا د ساتلو له پاره تضمين برابر کړي دي ٠ هغې وويل د اساسي قانون پر بنسټ د ښځو د حقوقو د ساتنې د قانون تر تګلارې په چين کې د ښځو دحقوقو د ساتنې او د ښځو د چارو د پرمختګ په هکله قانوني سيستم په اساسي ډول بشپړ شوي دي ٠ د هيواد په سلو کې په څه د پاسه نوي سيمو ، ښارونو او ولسواليو کې د ښځو او ماشومانو د ساتنې سازمانونه جوړ شوي دي ٠

په چين کې د ښځو او نارينه و مساوات د هيواد د اساسي تګلارې په توګه ټاکل شوي دي ٠ په دي هکله ميرمن ګو سيو ليان وويل اوس د چين په ښارونو او ښاګوټيو کې په استخدام شويو کسانو کې په هر سلو تنو کې څلويشت تنه ښځي دي ٠ خو په کليو کې له دي امله چه هغه وروسته پاتي مفکوره لا هم موجود ه ده چه هلکان تر نجونو نه مهم دي ، نو د بي وزلو کليوالو د کورنيو نجوني عمومأ له ښونځيو څخه بي برخه شوي دي ٠ خصوصأ د چين په لويديځه سيمه کې د هوا د وچکالي او د اوبو د کمښت له امله د ښځو او ماشومانو ژوند ډيرې ستونزې لري چه دا د ميرمن ګو سيو ليان زياتې پاملرنې سبب شوي ده ٠ د لويديځو سيمو د بي وزلو خلکو د ستونزې د ليري کولو له پاره په ٢٠٠٠ کال کې د چين د ښځو د ملي ټولنې له خوا د مور د اوبو ذيرمې پروګرام په پلي کولو پيل شوي دي او د دغه پروګرام د پلي کولو راهيسي د دغې سيمې زياتو ښځو او ماشومانو له دي پروګرام څخه زياتې ګټې اخيستي دي ٠ د چين د ښځو د ملي ټولنې کارکونکې ميرمن وانګ ناي کون وويل چه يو وار د لويديځ خوا د ګوي جو په ولايت کې ما وليدل چه يوې ړندې سپين سرې چه د مور د اوبو له ذيرمې څخه يي ګټې اخيستې، اوښکې يي له سترګو څخه ټکې وې او د ميرمن ګو سيو ليان دوه لاسونه يي نيولي او ويي ويل چه زه تاسي نشم ليدلي ، مهرباني وکړۍ زه ستاسي لاسونه و نيسم ٠ د ويلو نه وروسته بيا يي په ګونډو شوي او له ميرمن ګو سيو ليان څخه يي ډيره مننه وکړه ٠

د ښځو د چارو د پرمختيا له پاره د ميرمن ګو سيو ليان په مشرۍ د چين د ښځو ملي ټولنې د کانادا ، استراليا، امريکې په شمول د څه د پاسه لسو هيوادونو او سيمو دحکومتي او غير حکومتي سازمانونو سره د غربت د له منځه وړلو ، پوهنې ، روغتيا ، د کار موندلو او د ښځو دحقوقو د ساتلو په برخو کې همکاري کړې ده ٠ ميرمن ګو سيو ليان وويل زمونږ د هيواد حکومت او ګوند ټول زمونږ کارونو ته په ډيره درنه سترګه ګوري ٠ مونږ بايد په خپلو کارونو کې هڅه وکړو او زمونږ د هيواد له پاره خدمتونه وکړو ٠ دغه راز مونږ هم هيله لرو چه لا زيات ځوانان او پيغلې د ښځو د چارو د پرمختيا په خدمتونوکې برخه واخلي ٠