د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيرپاو د اپريل په شلمه نېټه وويل د پاکستان د امنيتی پوځ يو کاروان په همدې ورځ د بلوچستان په سيمه کی د نا معلومو وسله والو عناصرو له بريد سره مخامخ شو چې پکی اوه تنه مړه او شپږ ويشت تنه نور ټپيان شول.
شيرپاو وويل وسله والو عناصرو په دغه بريد کی توغندي او نور وسلې استعمال کړيدی.
نوموړی وويل د پاکستان امنيتی پوځ دغه سيمه محاصره کړه او د بريد کوونکو په لټولو يی پيل کړی. امنيتی پوځ به د دې سيمې د وسله والو عناصرو د له منځه وړلو لپاره کوشش وکړی.