<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-20 21:08:20    
د تيان جين په ښار کې د کانفوسيوس معبد ، د ډول ودانۍ او د ګوانګ دونګ د کډوالو هستوګنځی ته لنډه کتنه

cri

د تيان جين ښار د چين د پلازمينې بيجينګ په جنوب کې پروت او بيجينګ ته ډېر نژدې دی . دغه ښار يو لرغونی او کلتوری ښار دی او پکې ښې او ځانګړې ډرامې ، فولکلوری او دوديز تصويرونه او بېلا بېل عنعنوی سامانونه ليدل کيږي . لومړی به د دغه ښار څو لرغونی ودانی درپيژنو .

د چين په زياتو ځايونو کې د کانفوسيوس معبدونه شته ، پخوا به خلکو په دغو معبدونو کې د مشهور روڼ اندي او استاذ کانفوسيوس د عاکوله همداشان دغه معبدونه په بيلا بيلو سيمو کې د لوړو ښوونځيو په توګه هم ؤ . د يوې اړوندې شمېرنې له مخې په ټوله نړۍ کې د کانفوسيوس معبدونو شمير دوه زرو ته رسيږي چې څه دپاسه دری سوه يې په خپله بڼه ښه ساتل شوی او د تيان جين د کانفوسيوس معبد په همدې جمله کې راځي .

د دغه معبد د موزيم مرستيالې چن تونګ وويل د ددغه معبد له سيل وروسته به سيلانيان وکړای شي چې د چين په لرغونو زمانو کې د واکمنۍ په لړۍ کې د چارواکو د انتخابيدو لارې چارې وپيژنی . هغې وويل د چين په لرغونو زمانو کې يوازې هغو خلکو ته چې د کانفوسيوس په معبدونو کې يې زده کړه کړی وه ، د واکمنۍ په کتار کې د شامليدو فرصتونه برابرېدل . که يو چا به د هېواد په ملي ازموينه کې لومړی ځای ونيو ، نو هغه ته به لوړ پوړې دنده او د زياتو پيسو تر لاسه کولو فرصت برابرېده .

البته د ښوونځيو په توګه د کانفوسيوس معبدونو دنده له منځه تللی ده او اوس په عمده توګه د سيل او د کانفوسيوس د دعاله مراسمو څخه د ليدنی کتنې رول لوبوي . څرنګه چې پسرلی او منی د کانفوسيس د زېږيدنی او مړينی وختونه دي ، نو د هر کال د پسرلی او مني په موسمونو کې د تيان جين په معبد کې د کانفوسيوس د دعا لپاره ستر او درانه مراسم تر سره کيږي .

د تيان جين د ډول ودانۍ د کانفوسيوس معبد ته نژدی ده چې د څوارلسمی پيړۍ د مينګ د امپراطوری دورې په پيل کې جوړه شوې ده . د دغې ودانۍ د ادارې مرستيالې ين هوا زمونږ خبريال ته وويل د ډول ودانۍ پخوا دوه ځله ړنګه شوې او دوه ځله بيا جوړه شوه . هغی وويل په ١٩٠٠ کال د اتو بهرنيو هېوادونو ګډو پوځونو پر تيان جين باندي تيری وکړ او تر هغه وروسته په ١٩٠١ کال کې د تيان جين ښاری ديوال ړنګ شو . په هغه وخت کې که څه هم د دغه ښار د ډول ودانۍ ړنګه نه شوه ، خو ډېره زيانمنه شوی وه او په ١٩٢١ کال دغه ودانۍ بيا جوړه او د پخوا په پرتله نوره هم ښکلې او لويه شوه . د نوی چين له جوړېدو را وروسته د تيان جين ښار د أبادی سرعت ډير چټک دی او د دغه ښار د لارو د زياتوالی او تنګوالی له امله دغه ودانۍ په ١٩٥٢ کال يو ځل بيا ړنګه شوه او په ٢٠٠٠ کال د تيان جين ښار د ملی کلتور د پراخوالی لپاره د ډول په اصلی ځای کې د ډول نوې ودانۍ يو ځل بيا جوړه شوه .

د تيان جين په ښار کې له دغو دوو ځايونو څخه له ليدنی وروسته به تاسو ته د ګوانګ دونګ د کډوالو مېلمستون په باب څه معلومات درکړو چې له بيجينګ

اوپرا څخه د خوند اخيستلو لپاره يو ښه ځای دی .

د ګوانګ دونګ د کډوالو په مېلمستون کې د اوپرا د کتنی ودانۍ د ډېر وياړ وړ ځای دی او په چين کې د اوپرا ننداری له څو پخوانيو ودانيو څخه ده چې اوس په ټول هېواد کې ډېرې لږ پاتی دی . دغه ودانۍ له لرګيو څخه جوړه شوی او اوه يا اته سوه نندارچيان په کې ځائيدای شي .