د چين په جنوب لويديځ د سچوان ولايت د ليانګ شان د ٌ يی ٌ قوم د خپلواکې لويې ولسوالۍ ښوونکی اموزها چه اووه پنځوس کلن دی ، په ښار کښی د ښوونې د دفتر له کارونوڅخه لاس واخيست او د خپل پلرنی کور يعنی د ٌ شادو ٌ غرنی کلی د يو لومړی ښوونځی ښوونکی ګرځيدلی دی٠ د نوموړی لويې ولسوالۍ د مقرراتو له مخی د ښوونکو د تقاعد کيدو عمر پنځه پنځوس کلنی ده٠ خو اموزها وويل : زه غواړم چه په غرونو کښی د زده کوونکو د روزلو لپاره کوښښونو ته دوام ورکړم٠
د شادو کلی پر غرنی لمنې باندی پروت دی چه د ٌ يی ٌ قوم د کليوالو د استوګنی ځای او يو بی وزلی کلی دی٠ د دغه کلی هوا ډيره خرابه ده چه کله کله سخت باد لګيږی او خاوره الوزی، په تيره بيا په ژمۍ کښی باد د واورو په وړلو سره د کليوالو پر مخونو باندی لګيږی چه ډير سړه او درد لری٠ د شادو لومړی ښوونځی په همدغه کلی کښی پروت دی٠د شادو په ښوونځی کښی يوازی دوهم ټولګی شته او پکښی دوويشت زده کوونکی زده کړه کوی٠
په غرنی سيمه کښی د متقاعدو ښوونکو دائمی معاش کم ندی، دوی ستړی هم ندي، خو ولی ښوونکی اموزها تفريح نه کوی او غواړی چه په دوامداره توګه د غرنی کلي د زده کوونکو د روزلو لپاره خپل ځواک وقف کړی؟
کليوال جيلای امو خبريال ته وويل چه ٌ زمونږ په غرنی سيمه کښی طبيعی شرايط خراب دی او د ژوند سويه مو هم لوړه نده، دغه راز دلته د ترانسپورت اسانتيا او بريښنا هم نشته ٠ پخوا څه دپاسه شل ښوونکی زمونږ کليوالی ښوونځی ته راغلی وو، خو دوی عمومأ يو کال يا دوه کاله وروسته له دغه ځای څخه وتلی وو٠ نو کليوالو له ښوونکی اموزها څخه غوښتنه وکړه چه بيرته خپل کلی ته راشی او کليوالی ماشومانو ته درسونه ورکړی٠ ٌ
ښوونکی اموزها هم خبريال ته وويل چه ٌ ما پخوا د ښارګوټی د ښوونې په دفتر کښی کار کاوه، کليوالو زما څخه غوښتنه وکړه چه د خپل کلی د ماشومانو د روزلو لپاره بيرته راشم ٠ نو د ١٩٩٦ کال په سپتمبر کښی بيرته راغلی يم او تر اوسه پوری کليوالی زده کوونکی روزم٠ پخوا کليوالو زه د ښوونکو روزلو ښوونځی ته وسپارلم ، نو ألبته زه بايد د کليوالو لپاره خدمتونه ترسره کړم٠ٌ
د اموزها کور د شادو ښوونځی ته نژدی ندی او هغه ښوونځی ته د تللو لپاره په غرنی لاره کښی په شل ګونو دقيقې پلی لاره وهی٠ ښوونکی اموزها هر سهار په نهو بجو ښوونځی ته رسيږی ، په لس نيمو بجو زده کوونکو ته په درسونو ورکولو پيل کوی او له غرمی نه وروسته په څلورو بجو زده کوونکی رخصتوی٠ د زده کوونکو لپاره د زده کړې وختونه زيات نه دی، نو ښوونکی اموزها بايد د درسونو ورکولو لپاره ډيره ښه تياری وکړی ترڅو په محدودو وختونو کښی تر وسی پوری زده کوونکو ته زياتې زده کړې ورکړی٠
په دغو لسو کلونو کښی چه ښوونکی اموزها د شادو په کلی کښی د ښوونکی دنده ترسره کوی، د دغه کلی څيره ښه بدله شويده٠ پخوا په ښوونځی کښی د کلی د نجونو د شامليدو کچه ټيټ وه ، د ده او کليوالی مامورينو د کوښښونو له امله دغه ميزان لوړ شوی چه اوس د دوهم ټولګی د دوويشتو زده کوونکو له جملې څخه نجونې د هلکانو په پرتله زياتې دی او په ښوونځی کښی د کلی د هغو نجونو د شامليدو کچه چه د عمر له پلوه بايد ښوونځی ته داخل شی ، په سلو کښی سلو ته رسيدلې ده ٠ له لسو کالو راهيسی ، ښوونکی اموزها زيات زده کوونکی روزلی ، د شادو په کلی کښی سواد لرونکی کليوال هم کال په کال زيات شوی او د دغو سواد لرونکو کليوالو افکار هم په ښه ډول بدل شوی دی٠ که څه هم اوس دا کلی لا هم بی وزلی دی، خو کليوالو ئی د کرنې د علمی معلوماتو په منلو پيل کړی دی٠ دغه راز مخ په زياتيدونکی کليوال د کارونو لپاره ښارونو ته تللي دی٠
ښوونکی اموزها په کلی کښی لوړ حيثيت لری او ټول کليوال او زده کوونکی د هغه ډير درناوی کوی٠ دغه راز اموزها په دی ډير ښه پوهيږی چه کلتور او پوهنې د بی وزلی کلی لپاره ستر اهميت لری ٠ له لسو کالو راهيسی هغه نه يوازی د خپل کلی لپاره زيات زده کوونکی روزلی ،
بلکه کلی ته يی پوهنې هم خپرې کړېدی٠ خو د ښوونکی اموزها په نظر، د ده کوششونه لا هم پوره نه دی٠ ده وويل چه ٌ زما هدف زده کوونکو او کليوالو ته د پوهنو ور زده کول او په کليوالو کښی د بی سوادۍ له منځه وړل دی٠ ٌ
د تقاعد د يادونې په وخت کښی ښوونکی اموزها په صراحت سره وويل چه زه تقاعد غواړم ، خو د شادو کلی د زده کوونکو له راتلونکی زده کړې سره هم انديښنه لرم ٠ که بل کوم ښوونکی زما پر ځای په دايمی توګه په دی ښوونځی کښی زده کوونکو ته درسونه ورکړی ، زه به په خوښۍ سره تقاعد وکړم ، خو که نور څوک را نشی، زه به ژر له ښوونځی څخه و نه ځم ٠