<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-21 16:17:03    
په چين کی د افغانستان نوی سفير د سی ار ای له راډيوڅخه ليدنه وکړه

cri

د اپريل په ٥ نيټه سهار په چين کی د افغانستان نوی سفيراکيل احمد حکيمی د خپل لومړی سکرتر رحيم الله رحيمی په ملګرتيا د بيجينګ په لويديځه برخه کی د چين د بين المللی راډيو ودانۍ ته راغی او زمونږد راډيو له مشر وانګ ګنګ نيان سره يی وکتل . دواړو خواوو د چين او افغانستان ترمنځ د دوستانه راکړوورکړو او د اړوندې مسلکی همکارۍ په اړه په يوه صميمی او دوستانه فضا کی سره خبرې وکړې .

ښاغلی وانګ ګنګ نيان د خپلومحترمو افغان ميلمنو راتګ ته د هرکلی له ويلو نه وروسته د سی ار ای راډيو په اړه معلومات ورکړل او و يی ويل ، زمونږ د راډيو يوه ستره موخه نړيوالو ته د چين د ورپيژندلو ، هيوادوالو او نړيوالوخلکو ته د نړۍ خلکو ته معلوماتو ورکولو له لاری له نورو هيوادونو سره د چين د دوستۍ ټينګول ، د همکاريو نژدی کول او يو له بل سره د راکړوورکړو زياتول دي . هغه وويل :

د بيلابيلو هيوادونو د خلکو ترمنځ د پوهاوی او دوستۍ زياتوالی د سی ار ای راډيو يوه مهمه دنده ده . دغه راډيو په چين کی يوه يوازنی ملی راډيو ګڼل کيږی چی هره ورځ د پښتو په ګډون په ٣٨ بهرنيو ژبو او د چين په معياری ژبه او نورو ٤ لهجو له هيواد نه بهر ته خپرونې کوی .د شل ګونو کلونو په ترڅ کی د افغانستان په سياسی اوضاعوکی له هر ډول بدلون سره سره سی ار ای راډيو تل د چين او افغانستان ترمنځ د دوستۍ د ټينګتيا او پرمختيا په هڅه کی ده . زه باور لرم چی د دواړو هيوادونو ترمنځ راکړه ورکړه او همکاری به په افغانستان کی د بشپړې ارامۍ سره سم نوره هم نژدی اوزياته شی .

د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ د يادونی په مهال د راډيو مشر وانګ ګنګ نيان وويل : په چين کی د پښتو خپرونه يوازی د سی ار ای په راډيو کی شته او مونږ به د راډيويی خپرونو له نويو وسيلو څخه کار واخلو او اړوندې کچی به يی پراخې کړو . هيله من يو چی په دی برخه کی مو د افغانستان له خبری رسنيو سره همکاری پياوړی شي او يود بل هيواد ته د دواړو خواوو د لوړ پوړو مشرانو د سفر له فرصتونو څخه په ګټی اخيستنی سره زمونږ د خبری رسنيو ترمنځ راکړه ورکړه هم زياته شی .

لوی سفير اکيل احمد حکيمی په خپله وينا کی لومړی د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو پرمختيا ډيره وستايله او د خپل هيواد د بيا رغاونی د يادونی پر وخت و يی ويل :

اوس څه دپاسه شل هيوادونه د افغانستان د بيا رغاونی په بهير کی برخه لری او تر اوسه پوری دچين حکومت لخوا برابره شوی مرسته ١٥٠ مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی ده . د معلوماتو له مخی دغه اندازه تر اوسه پوری د چين لخوا له بهرنيو هيوادونو او سيمو سره په مرستو کی تر ټولو زياته ده .

ښاغلی لوی سفير څرګنده کړه ، افغانستان هيله من دی چی نه يوازی له

ګاونډيو هيوادونو سره نيکې اړيکې وساتی ، بلکه د نړۍ له نورو هيوادونو سره

هم ډير ښه اړيکی ټينګ کړي . هغه وويل ، زمونږ د هيواد له ديپلوماتيکی تګلارې سره سم له ګاونډيو هيوادونو سره اړيکی تر ټولو مهم دی . مونږ هيله لرو چی د سياست ، اقتصاد ، سوداګرۍ ، کلتور ، ديپلوماتيکو او پوځی چارو په ګډون بيلا بيلو ساحو کی له چين سره دوستانه اړيکی ټينګ کړو .

د خپلو خبرو په ترڅ کی ښاغلی سفير د سی ار ای راډيو هغه فعال او مثبت رول هم راياد کړ چی د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکيو د پرمختيا او د دواړو هيوادونو د وګړو ترمنځ د دوستۍ د ټينګتيا لپاره يی لوبولی او لوبوی يی . هغه وويل :

زه هره ورځ ستاسو د راډيو پروګرام اورم ، زما په اند ستاسو راډيو په ډيرو عصری مطبوعاتی رسنيو سره په ډير لنډ مهال کی خبرونه او راپورونه خپروی . دغه راز زما همکاران هم هره ورځ ستاسو پروګرامونه اوری او ما ته وايي چی ستاسو د راډيو پښتو خپرونه په افغانستان کی ډير زيات اوريدونکی لری .

د خپلو خبرو په پای کی ښاغلی لوی سفير هيله څرګنده کړه چی چين ته د ولسمشر حامد کرزی د راتلونکی سفر په مهال به سی ارای د خپلو خبريالانو په استولو سره خبرونه راټول او خپاره کړی . د راډيو مشر وانګ ګنګ نيان هم دغه خبره ومنله .

له کتنی وروسته دواړو محترمو افغان ميلمنو د چين د بين المللی راډيو د پرمختيايی بهير په اړه يو نندارتون وکوت او د پښتو څانګې په دفتر کی يی له اړوندو کارکوونکو سره وکتل او په ګډه يی يو عکس هم واخيست . ښاغلی سفير د پښتو څانګې په يوه ځانګړی کتابچه کی داسی وليکل : ډير خوښ يم چی دازمينه راته برابره شوه چی د چين له بين المللی راډيو څخه ليدنه وکړم ، په ځانګړی

توګه ددې راډيو د پښتو برخی څخه ، چی کولای شی د چين د ولسی جمهوريت او دافغانستان د اسلامی دولت دواړو هيوادونو ترمنځ مهم رول ولوبوی .