<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-21 17:24:00    
د چين او نورو هېوادونو تر منځ د هنر او کلتور تګ راتګ د زياتېدو په حال کی دی

cri

په لويو ښارونو لکه بېجينګ او شانګهای کی د اوسيدونکو لپاره دا ډېره عادی خبره ده چې د اوونۍ په پای کی د يوې بهرنې هنری ډلې ننداره وګوری. اوس ډېر زيات رابلل شوی بهرنی هنرمندان چين ته راځی او په همدې وخت کی زيات شمېر چينی هنرمندان هم په نورو هېوادونو کی د چين د عنعنوی کلتور او هنر ننداری وړاندې کوی.

د چين د هنر او کلتور د يو مرکز په توګه، هره ورځ په بېجينګ کی د لوړې چکې په لس ګونو نندارتونونه او نندارې پر ځای کيږی او ډېری يی د بهرنيو هنرمندانو لخوا وړاندی کيږی. په دې وروستيو ورځو کی د روسيی کلتوری اختر په بېجينګ کی پيل شوی دی . د روسيی هنرمندانو د بېجينګ ليدونکو ته د باليټ ښه ننداره وړاندې کړه او ټولو ليدونکو د دوی جذابيت احساس کړ.

اوس هر کال د بېجينګ د نړيوالې موسيقۍ د اختر په شمول فعاليتونه اغېزه لرونکي نړيوال اخترونه ګرځېدلی دی. تېر کال د بېجينګ د نړيوالی موسيقی اختر د فرانسی، المان او امريکی په شمول د لسو هېوادونو زر تنه هنرمندان راجلب کړي وو چې ډېر مشهور هنرمندان يا هنری ډلی هم پکی شاملې وې .

د لوېديځو هېوادونو د هنرمندانو پر نندارو سربيره، د افريقايی او اسيايی هېوادونو هنرمندانو هم خپلې ځانګړې نندارې چينی مينه والو ته وړاندې کړې دي. تير کال په بېجينګ کی په يو هنری اختر کی د لسو افريقايی هېوادونو هنرمندانو د افريقا عنعنوی کلتور مينه والو ته برابر کړی وً او سږ کال به د مکسيکو يو شمېر هنری ډلې د دغه هېواد تاريخی او جذابيت لرونکی هنری نندارې پر ځای کړی.

بله خوا چينی هنرمندان هم د خپل هېواد عنعنوی هنر او کلتور په بهرنيو هېوادونو کی نندارو ته وړاندې کوی. د چين د کلتور وزارت د بهرنيو اړيکو ادارې مشر ښاغلی پو تونګ وويل په وروستيو کلونو کی د چين او نورو هېوادونو تر منځ کلتوری تګ راتګ ډېر زيات و او دا د چين د ورخلاصون او له بهر سره د تماس په اړه د چينی هنرمندانو د غوښتنې سره مهمی اړيکې لری.

نوموړی وويل مونږ بايد له نورو هېوادونو سره ډېری اړيکی ټينګی کړو او په دغو اړيکو کی سياست، اقتصاد او کلتور ټولې برخې شمېرل کيږی. کلتوری تګ را تګ د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو تر منځ پوهاوی زياتوی. دغه تګ را تګ د دې لپاره ګټور دی چې بهرنيانو ته د چينی ملت افکار او ښه دودونه څرګند شی.

له نورو هېوادونو سره د چين کلتوري تبادلې شرکت په دغه برخه کی تر ټولو يو لوی شرکت دی. د دغه شرکت مشر ښاغلی جانګ يو وويل د ٢٠٠٣ کال له جون څخه د تير کال تر پايه پوری زمونږ شرکت په يوپنځوسو هېوادونو او سيمو کی دوه سوه او شپږ پنځوس نندارې ترتيب کړی چې د بهرنيو ليدونکو شمېر يی نولس مليونو ته رسيدلی دی. د چين لرغونی هنر او کلتور ډېر زيات بهرنی ليدونکی راجلب کړي دی. په دغو نندارو کی دوه فعاليتونه ډېر مشهور وو. يو د چين او فرانسی تر منځ د کلتوري تبادلې دری کلن فعاليت و چې په دې بهير کی دواړو هېوادونو څه ناڅه اوه سوه نندارې او نندارتونونه چمتو کړی چې د دواړو هېوادونو د خلکو لخوا د تاوده غبرګون سبب وو. بل په تير اکتوبر کی د امريکی په واشنګتن کی د چين د کلتور اختر و. په يوه مياشت کی د چين په اړه بېلا بېلی نندرای تر سره شوی او ډېر امريکايی ليدونکی يې جلب کړي دي.