<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-22 20:58:23    
  د با دونګ  ولسوالي  د کريدت ورکولو له لارې د سبزيو د محلی اډې له جوړولو څخه ملاتړ وکړ

cri

د ٢٠٠٥ کال په اپريل کې د هو بې ولايت د با دونګ د ولسوالي اعتباری کوپراتيف د با دونګ ولسوالي د يی هوا پينګ په نامه د سبزيو په اړه د ځانګړي همکارۍ ټولنې د جوړولو په هکله د دری لکه څلويشت زرو ژن مين بي يوانو په ارزښت پور اخيستی دی او د يی هوا پينګ کلي يو سل نهه ويشتو کورونو ته د پور د اخيستلو تصديق ليکونه ورکړيدی ، ورپسی يی د سبزيو د خرڅلاو په بيهر کې د مشکلاتو د له منځه وړلو او بزګرو ته د تاوانونو د کمولو لپاره د سبزيو د سړولو د زيرمې د جوړولو په اړه له شرکتونو څخه د ملاتړ پلان جوړ کړ . د څو څو ځله تماسونو نيولو نه وروسته دغه کوپراتيف پريکړه وکړه چې د دری لکه اتيا زرو ژن مين بي يوانو په ارزښت پور د با دونګ ولسوالي د لېو يی په نامه د اقتصادی پرمختګ شوي شرکت ته ولګوی . د دغه کوپراتيف تر مرستی لاندی دغه شرکت په يو ميليونو پنځو لکو يوانه د سبزيو په يخچال سمباله هغه ودانی او سوداګريز مرکز جوړ کړ کوم چې هره ورځ دوه سوه ټنه سابه ساتلای شی .د دغې ودانې او مرکز د جوړولو نه وروسته د سبزيو د خرڅلاو په بهير کې د بزګرانو مخکينۍ ستونزی په پوره توګه له منځه تللی دی .

له دې نه وروسته د سبزيو د خرڅلاو په اړه يو ښه نوی سيستم رامنځ ته شوی چې پکښی د شرکتونو له خوا د سبزيو ساتې او خرڅلاو دندی تر سره کېږی، د همکارۍ ټولنې له خوا د منځګړيتوب او تخنيکې لارښوونې کېږی ،د اعتبار

کوپراتيف ورسره پولی مرسته کوی او بزګران سابه کری . له دی امله چې په يخچال سمباله دغه ودانی په کلی کی ده ، د بزګرانو د سبزيو تازه والی او کيفيت په ښه شان سره ساتل کېدای شی او ارزښت هم زيات شويدی . د تېر کال د نوامبر تر دوهمې لسيزې پوری ، د يی هوا پينګ کلي د بزګرانو شپږ زر ټنه ډول ډول سبزۍ وپلورل شوی او عايدات يی له پنځو ميليونو ژن مين بي يوانو څخه زيات و . په دغه کلي کې د بزګرانو منځنې عايداتو له درو سوو يوانو څخه پنځه زره يوانو ته زيات شوې او پکې بيوزليتوب له منځه تللی دی .

دغه يو سل نهه ويشت بزګرانو له سوداګرانو څخه د خپلو سبزيو د خرڅلاو پيسې تر لاسه کړې. دوی په جلا جلا توګه محلی اعتباری کوپراتيف ته ولاړل او پور يی ادا کړيدی . د ټول کلی هوا له نيکمرغۍ څخه ډکه وه .

د هو بې د ولايت په با دونګ ولسوالي کې بزګران بی له هيڅ ضمانت څخه د نويو اقتصادي پروګرام د پياوړتيا لپاره اعتبار له کوپراتيف څخه ځانګړی لږ پور تر لاسه کولای شی . بزګران د اعتبار د کوپراتيف په مرسته پيسی ، پروګرام او بازار په ساده توګه تر لاسه کولای شی.

د با دونګ ولسوالي د ګوان کو کلي بزګر شيا شانګ جين خبريالې ته وويل : په ٢٠٠٤ کال کې د ده کورني عايدات دوه زره شپږ سوه ژن مين بي يوانه و او په دې جمله کې د ماشوم د ښوونې او کيمياوی سرې له ارزښت څخه پرته هيڅ پاتې نه شو . د ٢٠٠٥ کال په سر کې يی پريکړه وکړه چې د څارويو ساتنه پياوړی کړی . نو د اعتبار له کوپراتيف څخه يی اته زره يوانه پور اخيستی دی . د ٢٠٠٥ کال په اپريل

کې هغه خپل څاروی خرڅ کړل او ديرش زره يوانه يی تر لاسه کړل . هغه ډېر

خوشحاله و او ويی ويل چې په ٢٠٠٦ کال کې به لا زيات څاروی وساتی .