<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-23 16:50:36    
د ګوانګ شي د ملی اقليتونو د هنری ډلی له خوا ويل شوی ولسی سندری

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنی موسيقی په دی پروګرام کی به د چين د ګوانګ شي د ملی اقليتونو د هنری ډلی له خوا ويل شوی ولسی سندری تاسو ته وړاندی کړو٠

( سندره ١ )

ګرانو اوريدونکو،همدااوس مو د چين د جوانګ قوم يوه سندره واوريده چی نوم ئی د ښکلی جوانګ قوم کلی وه ٠ په دی سندره کی د جوانګ قوم کلی ښکلی طبيعی منظری ستايل شوی٠د جوانګ قوم يو داسی قوم دی چی د سندرو له ويلو سره ډېر مينه لری او دوی متل لری چی که يوازی خوله شته ، نو غرنی سندری به ووايی٠ اوس به مونږ په ګډه د دی هنری ډلی له خوا ويل شوی يوه غرنی سندره واورو چی نوم ئی د ياو غر دی٠

( سندره ٢ )

د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکه سيمه د چين په جنوب لويديځی سيمی کی واقع دی او په دی سيمی کی د جوانګ، ياو، مياو او دونګ په ګډون څو قومونه ژوند کوی٠ د بېلا بېلو قومونو خلک د اوږدی مودی کارونو او د فولکلوری هنری فعاليتونو په ترڅ کی غنی او ښکلی ولسی سندری پيدا کړی٠ په ١٩٨٤ کال کی د ګوانګ شي په ولايت کی د ملی اقليتونو هنری ډله جوړه شو چی د جوانګ، دونګ، مياو او ياو قومونو په ګډون د سندرغاړو له خوا جوړه شوی ده٠ دوی د صادقانه احساس په وسيلې سره رښتينی کورنۍ سندری وايی ٠ اوس به مونږ په ګډه د مياو قوم يوه خوندوره سندره واورو چی نوم ئی د مياو غر سره منيه لرم دی٠

( سندره ٣)

د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د ګوانګ شي د ملی اقليتونو د هنری ډلی په أوازونو ويل شوی سندره واورو چی د جوانګ قوم يوه سندره چی د کار په وخت کی ويل کيږی واورو٠

( سندره ٤)

ګرانو اوريدونکو ، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ شپه مو په خير٠