<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-23 16:58:01    
د چينايانو څلور لوی اختراعات - قطب نما او د چاپ تخنيک

cri

ټولو ته معلومه ده چی د کاغذ، قطب نما، باروت او د چاپ تخنيک په شمول څلور لوی اختراعات د نړيوال تمدن لپاره د چينی ملت ستر خدمت وو٠ د پروګرام په دی لړ کی به د دغو څلورو اختراعاتو په اړه څه نا څه معلومات تاسو ته وړاندی کړو٠

قطب نما د طوفونو د ښودلو رول لری٠ د چين په لرغونو اسنادو کی ليکل شوی وو چی دوه زره دری سوه کاله دمخه چينايانو کشف کړی چی مقناطيسی ډبره اوسپنه جذبولی شی، ورپسی يی د مقناطيسی ډبری دا خصوصيت هم پيدا کړ چی قطب ښودلی شی، نو له مقناطيسی اوسپنی څخه يی قطب نما جوړه کړه٠ اوه سوه کاله وړاندی د جنوبی سون په امپراطوری دوره کی داسی قطب نما جوړه شوه چی د اوبو په سطح باندی ولاړه وه٠ د قطب نما په اړه لومړنی يادونه په هغه کتاب کی ليدل کيږی چی دری پيړۍ د ميلاد نه دمخه د چين د مشهور فيلسوف هان فی له خوا ليکل شوی و٠ ورپسی د جنوبی سون په امپروری دوره کی يعنی اوه سوه کاله د مخه

قطب نما عموميت پيدا کړ٠ په اروپا کی اته سوه کاله د مخه د قطب نما يادونه کيده٠ قطب نما لومړی په بحرپيمايی کی استعماليده٠ په تاريخی اسنادو کی ليکل شوی چی له ١٠٩٩ څخه تر ١١٠٢ کاله پوری چينايانو په بحری تګ راتګ کی

قطب نما استعما لوله٠ يو بل مثال دا و چی يو چينی تجار چی شو جينګ نوميده، له کوريا څخه خپل وطن ته د ستنيدو وروسته په خپل سفری ياد داشت کی ليکلی چی ماښام بيړۍ په بحر کی نشی پاتی کيدی، په شپه کی د ستورو سره سم حرکت کوی ، که شپه تپه تياره او المان وريځ وی ، نو د قطب نما په وسيله د بيړۍ تګ لاره تشخيص کولی شی٠

دا په بحرپيمايی کی د قطب نما د استعماليدو لومړنی يادونه وه او دغه دواړه يادونی د قطب نما د هغی يادونی نه اويا کاله وړاندی دي چی د ناکايم په نوم يوانګريز په ١١٨٠ کال کی په يوه کتاب کی ليکلی وه٠

چين د چاپ د تخنيک مخترع هېواد دی٠ د تاريخی اسنادو له مخی، يو زرو دری سوه کاله د مخه د سوی او تان د امپراطوری د ورو په منځ کی د چاپ تخنيک اختراع شو٠ په هغه وخت کی کارګرو لومړی چينی خطونه په چپه په لرګينو تختو باندی حکاکی کول او وروسته بيا يی د مشواڼۍ په وسيله د تورولو وروسته په سپين کاغذ باندی چاپول٠ بايد وويل شی چی اروپايانو د چينايانو نه اته سوه کاله وروسته د چاپ د دی تخنيک په استعمالولو پيل وکړ٠ تقريبأ نهه سوه پنځوس کاله وړاندی يو مخترع چی بی شنګ نوميده د حروفو د چاپ تخنيک اختراع کړ او دغه تخنيک لومړی د چين ګاونډيو هېوادو مثﻵ کوريا ، جاپان ، ويتنام ، فلپين او نورو اسيايی هېوادو ته او په پنځلسمه پيړۍ کی اروپا او په شپاړسمه پيړۍ کی افريقی ته خپور و٠ د دی تخنيک په استعمالولو سره د چين علمی او کلتوری چارو ډيره ترقی مونده او د چين او نورو هېوادوترمنځ د اقتصادی او کلتوری تبادلی د پراختيا سره سم د نړۍ د کلتوری پرمختګ لپاره هم ډير اهميت لری٠