د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د چين د بهرنيو چارو وزير لی جاو شينګ د افغانستان د بهرنيو چارو نوی وزير رنګين دادفر سپنتا ته د مبارکۍ يو پيغام واستاوه چه پکښی يی ويلی:
ٌ کله چه تاسی د افغانستان د اسلامی دولت د بهرنيو چارو د وزير وياړلې دنده په غاړه اخلیء، زه تاسی محترمو ته د زړه له کومی مبارکی او صميمی سلامونه دراستوم ٠
چين او افغانستان لرغونی دوستی لری٠ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسی اړيکو د ټينګښت له څه دپاسه پنځوسو کلونو راهيسی ، د دواړو خواوو د ګډو کوښښونو له امله خپل منځی نيک ګاونډيتوب او دوستانه همکارۍ ښه پرمختګ کړيدی٠ زه هيله او باور لرم چه ستاسی د محترمو د دندې په موده کښی به د چين او افغانستان ترمنځ دوديزه دوستی او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو کښی زمونږ د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه همکاری لا پسی توګه ټينګه او پراخه شی٠ زه غواړم چې ستاسی له محترمو سره يو ځای د چين او افغانستان د اړيکو د سالم پرمختګ د دوام لپاره نه ستومانه کيدونکی کوښښونه وکړم٠
ستاسی د برياليتوبونو په هيله! ٌ