<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-24 19:20:24    
ياسين اواز او د ده لخوا ترجمه شوی د تانګ سلسلې دری سوه لرغونی شعرونه

cri

د چين د تانګ سلسلې لرغونی شعرونه د نړۍ په ادبی تاريخ کښی لوړ حيثيت لری او دغو لرغونو شعرونو د چين شعري ادب د پرمختګ تر ټولو لوړې سويې ته ورساوه٠ له دې جملې څخه << د تانګ سلسلې دری سوه لرغونی شعرونه >> د چين د وتليو کلتوری ميراثونو په بڼ کښی يو ښکلی ګل ګڼل کيږی ٠ پخوا دغه کتاب په انګليسی ، فرانسوی، روسی او المانی ژبو او د هېواد په دننه کښی هم د مغولی او کوريايی قومونو ژبو ته ژباړل شويدی ٠ لږه موده وړاندی دغه کتاب << د تانګ سلسلې دری سوه شعرونه >> چه د چين د ويغوری قوم د مشهور ژباړونکی ياسين اواز لخوا ويغوری ژبې ته ژباړل شوی ، هم له چاپ راووت٠ په نننی پروګرام کښی به تاسو ته د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د حکومت په اړه د ادبياتو او تاريخ د څيړنې د دفتر د څيړونکی پروفيسر ياسين اواز په باب څه معلومات وړاندی کړو٠

ياسين اواز په ١٩٤٠ کال کښی د چين په شمال لويديځ د شينجيانګ د کاشغر سيمې د يېکسار په ولسوالۍ کښی زيږيدلی٠ په منځنی ښوونځی کښی يی د زده کړې په بهير کښی له ادبياتو سره ډيره علاقه درلودله٠ يو شمير هغو شعرونو چه فلسفی اړخونه يی لرل ، د ده ادبی ابتکار فکر يی پرانيست٠ په هغه وخت کښی يی په ازمويښتی ډول شعرونه ليکل چی ځينی شعرونه يی په محلی ورځپاڼو او مجلو کښی خپاره شوی دي٠

له منځنی ښوونځی څخه له فارغيدو نه وروسته هغه د يو وتلی زده کوونکی په توګه د بيجينګ يوه مشهور پوهنتون ته لاره ومونده او د چين د ملی ژبې زده کړه يی وکړه٠ په پوهنتون کښی ياسين اواز د چين د لرغونی او اوسنی زمانې د زيات ادابيات ولوستل او په تيره بيا د چين د تانګ سلسلې له لرغونی شعرونو سره يی ډيره مينه درلودله٠ هغه وويل چه ٌ کله چه ما د تانګ سلسلې لرغونی شعرونه ولوستل، نو داسې راته ښکاريده چه ګواکی يوې مرموزې نړۍ ته ننوتلی يم او يو شمير ښکلی نقاشۍ وينم چه په هغو کښی غرونه ، سيندونه، خلک، ښاری واټونه او کيسې شته ، هره نقاشی د چين د لرغونی زمانې څيرې لری٠ سر له هغه وخت څخه ما په أزمويښتی توګه د چين له ملی ژبې څخه ويغوری ژبې ته د شعرونو په ژباړه پيل وکړ او د ٌ تانګ ٌ سلسلې د لرغونو شعرونو د ژباړې لپاره می ښه بنسټ کيښود ٠ ٌ

ښاغلی ياسين اواز په اوه ويشت کلنۍ کښی د بيجينګ په قومی مطبعه کښی په کار پيل وکړ او په خپل فارغ وخت کښی به يی په باغونو، کتابتونونو يا خپل کور کښی کتابونه لوستل، اړوند معلومات به يی راکتل او د ٌ تانګ ٌ سلسلې د لرغونو شعرونو لوستنه به يی کوله ٠ ده به د مطبعې په کارونو کښی کله کله داسې لرغونی شعرونه ژباړل چه په مقالو او أثارو کښی خپاره شوی وو٠

ورپسی يی د ملګرو لخوا د شعرونو د ژباړنې په برخه کښی د توان ګام په ګام ملاتړ وشو، نو دوی په عمومی توګه د شعری مقالو او مضمونونو د ژباړلو په بهير کښی له ياسين اواز څخه مرسته غواړی ٠

د ښاغلی ياسين اواز لخوا دغه ژباړل شويو لرغونو شعرونو له چاپيدو څخه وروسته د ټولنې د بېلا بېلو څانګو پام راجلب کړی او د چين د شيجيانګ د ځينو ښوونځيو او پوهنتونونو د ويغوری ژبې په تدريسی موادو کښی شامل شويدی٠

د ښاغلی ياسن اواز د څه دپاسه لسو کلونو کوښښونو له امله << د تانګ سلسلې دری سوه لرغونی شعرونه >> چه د ده لخوا په ويغوری ژبه ژباړل شوی، د روان کال په پيل کښی لوستونکو ته وړاندی شويدی٠ هغه په خوښۍ سره وويل چه ٌ کله چه ما د خپل زوړتوب په وخت کښی د خپل دغه کتاب چاپ وليده، ډير خوشحاله وم ، لکه د خپل زوی زيږيدنه می چه ليدلې وی٠ زه هيله لرم چه نور ژباړونکی زما له توان څخه واوړی او زما په پرتله په لا ښه شان سره لرغونی شعرونه وژباړي او د شينجيانګ د ترجمې چارو لپاره لا زيات خدمتونه ترسره کړی٠ ٌ

<< د تانګ سلسلې دری سوه لرغونی شعرونه >> ويغوری کاپی د چين د ټولنې په بېلا بېلو څانګو کښی ډير ښه او ګرم غبرګونونه شدی دی٠ د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د ژباړنې چارو د ټولنې مشر او د قومی ژبو او ليک دودونو د کاری کميټې رئيس محمد علی وويل چه ٌ د ښاغلی ياسن اواز لخوا ترجمه شوی لرغونی شعرونه ډير خوندور دی او د تانګ سلسلې د لرغونی شعرونو غوره جذابيت يی څرګند کړيدی٠ مونږ د دغه ژباړل شويو لرغونی شعرونو د لوستلو له لاری د لرغونی شاعرانو په احساساتو ښه پوه شوی يو٠ ٌ

ګرانو دوستانو ، تاسې د چين د ويغوری قوم مشهور ژباړونکی ياسين اواز او د ده لخوا د ژباړل شويو << د تانګ سلسلې دری سوه لرغونی شعرونه >>٠ په اړه راپور ولوست ، اوس به د پروګرام په پای کښی له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چه د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم مشهور ژباړونکی ياسين اواز په دی وروستی موده کښی کوم يو مشهور کتاب ژباړلی دی ؟ هيله من يو چه تاسی په خپلو ليکونو کښی ځواب راوليږی٠