<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-24 19:32:35    
ډيجيټل تيلويزيونونه خلکو ته اسانتياوی برابروی

cri

ډيجيټل تيلويزيونونه نه يوازی ښه پروګرامونه برابروي بلکه کتوونکو ته هم زيات معلوماتې خدمتونه تر سره کوي او په دی توګه خلکو ته اسانتياوی هم برابروی .په چين کې د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په دې کړۍ کې به تاسو ته د خلکو په ژوند کې د ډيجيټل تيلويزيونونو له لارې د اسانتياوی برابرولو په باب معلومات وړاندی کړو .

٧٧ کلن وانګ چين پو د چين د ځه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کی اوسيږی .يو کال دمخه يی ډيجيټل تيلويزيون اخيستی چی له دې لارې يې زيات معلومات تر لاسه کړي دي .هغه وويل (اواز................) زه د ډيجيټل تيلويزيون له لارې د غوره بازار لرونکي کتابونه ګورم چی تېره اونۍ د اړوندې څانګې له خوا شميرل کيږی .که د خوښې وړ کتاب وګورم نو د اخيستلو لپاره بازار ته ور پسی ځم .

د محصولاتو د لېږدولو په اړه سوداګر جين چيانګ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کی وويل چی د دغې چارې سوداګرانو پر ډيجيټل تيلويزيونونو د دغو محصولاتو په اړه د معلوماتو ورکولو له لاری زيات شمېر اخيستونکي موندلي دي .(اواز.............)د اوسنۍ شمېرنې له مخی نژدی له ٢٠ زرو څخه تر ٣٠ زرو اخيستونکي د ډيجيټل تيلويزيونونو له لاری زمونږ دايمی مشتريان ګرځيدلی دی .

د هان جو په ښار کی د وانګ چين پوپه شان ډېر شمېر کسان نه يوازی پر ډيجيټل تيلويزيونونو لا زيات پروګرامونه ګوري بلکه د دغه شان تيلويزيون د ريموټ کنترول له لاری محصولات ،ټيکيټونه ،اسهام ،موټرونه ، کورونه او نور شيان اخلي .

د هانګ جو ښار د ډيجيټل تيلويزيوني د محدود شرکت د عومی مدير مرستياله

ميرمن تانګ يوو د دغه تيلويزيونونو د اسانتياوو د يادونې په ترڅ کی وويل (اواز................) د دغو ډيجيټل تيلويزيونونو له لاری نه يوازی پروګرامونه ګورو بلکه له دی لارو زيات معلومات تر لاسه کوو مثلأ د ژوند ، ښوونې ،اقتصاد ،ساتيری او سياسی چارو په باب ډول ډول معلومات تر لاسه کوو .

د معلوماتو له مخی اوس چين تيلويزيوني پروګرامونو د جوړولو ، خپرولو او ليږدولو په برخو کی د ډيجيټل عصری تکنالوژي کاروي چی د پخوا په پرتله کاری اغيزمنتيا لوړيږی او د دغه شان تيلويزيونونو تخنيکې تفوق هم څرګنديږی . د دغه شرکت د عمومی مدير مرستيال ځنګ شياو لين د دغه ډول ډيجيټل تيلويزيونونو د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز.....................) په دوديزو تيلويزيونونو کې مو يوازی شلګونه پروګرامونه ليدولی شوی خو د دغو تيلويزيونونو په پرتله په ډيجيټل تيلويزيونونو کی په سل ګونه پروګرامونه ليدل کېږی او د ليدلو کيفيت يی هم ښه دی چی له امله يی دغه تيلويزيونونه له کمپيوترونو سره يو شان دي او په اسانه توګه د کسانو تر کنترول لاندی دې .

په چين کی د هان جو ښار په شان په ٥٠ ازمويښتي سيمو او ښارونو کې دوديزې تيلويزيونونه پر ډيجيټل تيلويزيونونو بدل شوی دی .په ګڼ شمير ښارونو کی د دغو تيلويزيونونو له لارې د پوښتنو او سوداګرۍ زيات خدمتونه برابريږی .د ښاغلی ځنګ شيو لين په نظر له دی امله چی تيلويزيون په چين کی يوه ډېره مروجه معلوماتې وسيله ده ،نو ډيجيټل تيلويزيونونه په چين کی د ښه بازار امکانات لري او د دغو تيلوزيونونو له خوا برابر شوي معلوماتي خدمتونه به د خلکو په ژوند کې مهم

رول ولوبوي .

ګرانو اوريدونکو ،زمونږ پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد ،خوشحاله او بريالي اوسئ .