<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-24 20:00:06    
د چين ليک دود پر انټرنيټ د نومونو د لنډون له ننګونې سره مخامخ دی

cri

د معلوماتو له مخې د چين د فو جيا ولايت د قانون جوړولو په څانګه کې اوس د يوې سيمه ايزې قاعدې د منلو او څارنې بهير روان دی چې د چين ليک دود د سمې کارونې په اړه معيارونه وټاکل شي . دا يو نوی خبر نه دی ځکه په دې هکله څو څو ځله بحثونه شوي دي ، خو دغه خبر بيا هم د هيوادوالو پراخه پاملرنه راجلب کړې ځکه ګڼ شمير هيوادوال دغې مسئلې ته پام کوي چې د چين ليک دود پر انټرنيټ د نومونو د لنډون له ننګونې سره مخامخ دی نو ايا خپل خالصتوب به وساتلی شي ؟

د چين د خلکو پوهنتون زده کوونکی شه جين وايی کله ناکله په انټرنيټ کی له ملګرو سره د خبرو اترو په مهال په انټرنيټ کې نوي استعمال شوي لنډ نومونه کاروي ، ځکه دغه نومونه د ځوانانو له ځانګړتياوو سره سمون لری او د ټايپ کولو وخت يی هم لنډ دی.

نوي رامنځته شوي لنډ نومونه په ليکلی توګه نه استعماليږي د بيلګې په توګه باي باي په انګليسي ژبه د خداي پامانۍ معنی لری خو په چيني ژبه باي اتو ته ويل کيږي ، نو مونږ پر انترنيټ د خبرو په مهال د باي باي پر ځاي اته اته ټايپ کوو چه دا په انترنيټ کې اختصاري نومونه دي . خو د يادونې وړ خبره دا ده چه دغه اختصاري نومونه په انترنيټ کې پر کارولو سربيره په ورځني ژوند او حتی په ورځپاڼو او کتابونو کې هم ليدل کيږي ، نو هغه کسان چه انترنيټ نه استعمالوي، په دې هکله په پوهېدنه کې له ستونزو سره مخامخ کيږي .

د شانګهای د يوه شرکت کارکوونکې پيغلې وانګ مين وويل ژبه د خلکو ترمنځ د نظريو د تبادلې يوه وسيله ده، خو زيات شمير وګړي په انترنيټ کې پر استعمال شويو اختصاري نومونو او لغتونو نه پوهيږي نو زما په نظر د دغو نويو نومونو رواجېدنه د منلو وړ نه ده، ځکه د چيني ژبې د خالصتوب ساتلو لپاره هيڅ ګټه نه لری . په تيره بيا پر ماشومانو يي بده اغېزه کړې ده. د بېجينګ د يو لومړني ښوونځي ښوونکې ميرمنې دو وويل د منځنيو او لومړنيو ښوونځيو زده کوونکی د خپلې ملي ژبی د زده کړې په بهير کی دي او په انترنيټ کې مروج شوي او کارېدونکي اختصاري نومونه د دوی د زده کړې لپاره ګټور نه دی. اوس ډېر زده کوونکی په خپلو ليکنو کی داسي اختصاري نومونه استعمالوي . زما په نظر داسی نومونه د خپلې ژبې د ليک دود د سمې کارونې پر ضد دي ، زده کوونکی بايد معياري ليک استعمال کړي. نو زه په انترنيټ کې د اختصاري نومونو د استعمالولو مخالفت کوم .

وروسته تر هغه چه د شانګهای ښاروالي د تير مارچ په مياشت کی په حکومتی سندونو، درسي کتابونو او مطبوعاتي خبرونو کی د دغو نومونو استعمالولو د مخنيوی لپاره يوه سيمه ايزه قاعده وټاکله، د فو جين ولايت هم د ورته قاعدې د ټاکلو پر وخت له داسي مسئلې سره مخامخ شوی چه د چيني ژبې معياري ليک دود څنګه د کمپيوترې زماني په رارسيدو سره له نوي ننګونې څخه راوباسي.

. د چينی ژبی د کار پوهانو په نظر، نن ورځ په انترنيټ کې لنډو نومونو پر چينی ژبی باندی زياته منفی اغېزه نه ده کړې. مونږ باور لرو چې زمونږ چينی ژبه د ژوند او پاليښت غښتلي ځواک لری ځکه له زرو کلونو راهيسی چينی ژبی د خپل پرمختګ بهير ته دوام ورکړی او په دغی وخت کی يوه نرمه بدليدونکې بڼه يی درلوده.