<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-25 17:29:27    
د چين د ګوانګ مينګ ورځپاڼې خبرياله فان يون فانګ

cri

د ښځې او ټولنې په نننی پروګرام کې به تاسو ته د چين د ګوانګ مينګ ورځپاڼې د مشهورې خبريالې فان يون فانګ په اړه معلومات درکړو .

فان يون فانګ په ١٩٤٥ کال کې په شانګهای کې زېږېدلی او له ١٩٦٢ څخه يی د چين د فو دان په پوهنتون کې د فلسفې زده کړې وکړې . له پوهنتون څخه د فراغت وروسته اغلی وان د شان شي ولايت په کانې چارو بوخته وه او په فارغ وخت کې يی راپورونه هم ليکل. په ١٩٧٨ کال کې فان يون فانګ د شان شي د ولايت د تبليغاتی څانګې له خوا په دغه ولايت کې د ګوانګ مينګ ورځپاڼې نمايندګۍ ته ولېږله شوه .

د ١٩٨٠ کال د نوامبر په مياشت کې اغلی فان له يوه بيلګيز روڼ اندی لوانګ سره چې په تيره زمانه کې يي د ژوند ډير رنځونه او کړاوونه ګاللي وو او د سختې ناروغې له امله په روغتون کې بستری شوی وه ، څه دپاسه شله ځله مرکې وکړې او د دريو مياشتو د کوښښونو له امله يي دده د له غمونو او کړانو څخه د ډک ژوند سره سم د لټونې په نامه يو اوږد راپور د درو ځلو سمون نه وروسته وليکه چه دغه راپور ژر د چين په لومړي لويه ورځپانه د خلکو په ورځپانه ، د اردو په ورځپاڼه او په مرکزي تلويزيون کې خپور شو او ددې راپور په بنسټ ډول ډول ډرامې هم جوړې شوې او په پايله کې اغلي فان د ګڼ شميرهيوادوالو د پام وړ وګرزيده او ډير شهرت يي هم وموند ، دغه راز ددې لخوا ليکل شوي دغه راپور هم د عالي مدرسو له خوا د درسی مضمون په توګه ټاکل شويدی .

له دې نه وروسته فان يون فانګ د يوې مشهورې خبريالې په توګه په مطبوعاتي ساحه کې نوره ډيره هڅه وکړه او ډير ښه خبرونه او راپورونه يي و ليکل .

د بيلګې په توګه هغې له خپل خاوند دينګ بينګ چانګ سره يو ځاي د خبرونو د ډولونو د راتلونکي بهير په نامه يو کتاب وليکه او دغه کتاب د چين د خلکو پوهنتون د پروفيسر له خوا د چين د مطبوعاتي اصلاحاتو په لسو کلونو کې د ډير مهم تيوريکي اثر په نامه ونومول شو .

د ١٩٩٢ کال په ژمی کې اغلی فان د ګوانګ مينګ ورځپاڼې د ټولو خبريالانو د غونډې په وروستې ورځ کې په کولمو کې د وينو د بهيدو په اثر بستری شوه او د انډرې په سرطان اخته شوه چه له امله به د دې ژوند ګواکي بې حده ژور ډنډ ته ولويږي . خو اغلی فان د خپلې ټينګې ارادې په واسطه له سختې ناروغی سره مبارزه وکړه او له جراحۍ نه وروسته فان يون فانګ له مرګ څخه وژغورله شوه او په نوي ژوند يي پيل وکړ .

اغلی فان وويل : د ګوانګ مينګ ورځپاڼې او د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسی ما ته د برياليتوب فرصت برابر کړی او زما همکارانو او کورنۍ هم زما سره ډېره مرسته کړيده . که څه هم پخوا ما يو شمير برياليتوبونه تر لاسه کړي ،خو دغه موفقيتونه نه يوازی زما پوری اړه لری ، بلکې د ګوانګ مينګ ورځپاڼې ، زما د همکارانو او کورنۍ د ګډو کوښښونو پايله هم ده .

په ١٩٩٦ کال کې فان يون فانګ يو ځل بيا په خپلو کارونو پيل وکړ او اوس له خپل خاوند سره په های نان ولايت کې کار او ژوند کوي او هر څوک پوهيږی چې هغه يوه ډېره مشهوره خبرياله وه . اغلی فان په کارونو کې لا هم له ځان څخه جدي غوښتنه کوي چې د حقيقت سره سم راپورونه وليکي .

د ٢٠٠٠ کال په ژمی کې ، د های نان د مخابراتو ورځپاڼې عمومی محرر جانګ شاو جون له فان يون فانګ سره د های کو له ښار څخه د سان يا تر ښار پوری يو لړ مرکې وکړې او اغلی فان په دريو نيمو ورځو کې څلور راپورونه وليکل .

له ليدنې نه وروسته ښاغلي جانګ شاو جون په هيجاني توګه وويل چه پوه نه شوم چه اغلي فان په سرطان اخته شوې وه .

د های نان ولايت د تبليغاتو د څانګې مدير جانګ چون مينګ وويل : مونږ نه پوهېږو چې اغلی فان په پخوا زمانه کې څومره موفقيتونه تر لاسه کړي ، خو له خپلو کارونو سره ددې د مينې او جديت له روحيې څخه ډير متاثير شوو او هر مطبوعاتي کارکوونکی بايد له دې څخه زده کړه وکړي . د اغلی فان دغه غوره روحيه د چين د ګڼ شمير مطبوعاتي کارکوونکو د غوره کيفيت څرګندونه کوي .

نن ورځ فان يو فانګ د يو شپيته کلنۍ عمر تقاعد شوه ، خو هغه لا هم په مطبوعاتي ساحه کې کوښښ کوي .