<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-25 19:44:54    
* يليک _ د تورې وهلو په لوبو کی يوه مشره تکړه لوبغاړی

cri

د لندن د اولمپيک د ١٤می دورې د سپورتی لوبو د تورې وهلو په سياليو کی د هنګری يوې ښځينه لوبغاړې يليک په خپل غوره مهارت سره ډير شهرت ترلاسه کړ . ١٢کاله دمخه هغې د برلين د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ښځو د تورې وهلو په ټولو ٦ سياليو کی پر خپلو رقيبانو باندی له برياليتوب نه وروسته دسروزرو مډال وګاټه . دغه وار که څه هم هغه يوه پخه ښځه شوی وه ، خو د تورې وهلو په ټولو ٦ سياليوکی يی لا هم يو ځل بيا پر خپلو حريفانو باندی غلبه وکړه او طلايی مډال يی ترلاسه کړ . لوبغاړې يليک د تورې وهلو په سپورتی برخه کی څه د پاسه شل کلونه تير کړي او په بيلا بيلو اروپايی او نړيوالو سياليو کی يی زيات طلايی مډالونه ګټلی او د تورې وهلو په لوبو کی يوه رښتينی او وتلی ښځينه لوبغاړی ګڼله کيږی .

Adolfo Consolini _ د ډسک غورځولو په لوبه کی يو دايمی او غوره لوبغاړی

Adolfo Consolini د ايتاليا د اتلتيکو لوبو يو ډير مشهور لوبغاړی دی . د لندن د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ډسک غورځولو په سياليو کی يی د ٥٢ اعشاريه ٧٨ مترو په غورځولو سره دسروزور مډال وګاټه . خو دغه برياليتوب يوازی د هغه په ورزشی ژوند کی يوه وړه برخه وه او د ١٩٥٢کال د هلسنګۍ ، د ١٩٥٦ کال د ملبورن ( Melbourne ) او د ١٩٦٠ کال د ايتاليا د اولمپيک په دريو سپورتی لوبو کی يی برخه اخيستی وه . نو ويل کيږی چی Adolfo Consolini په اتلتيکو لوبوکی يو دايمی او غوره لوبغاړی ؤ .

*دهلسنګۍ د اولمپيک د ١٥می دورې سپورتی لوبې

دهلسنګۍ د اولمپيک د ١٥می دورې سپورتی لوبې د ١٩٥٢کال د جولای له ١٩ نيټې نه د اګيسټ تر ٣ نيټې پوری د فنلينډ په هلسنګۍ کی ترسره شوې او له ٦٩ هيوادونو او سيمو څخه راغلو ٤٩٥٥ تنو لوبغاړو د ١٧ لوبو په ١٤٩ مسابقو کی برخه واخيستله . د دغی دورې په سپورتی لوبو کی د اوسنيو ٥ ډوله لوبو ډله ايزې سيالي زياتی شوې او پکی هغه هنری مسابقه لغوه شوه چی ٤٠ کاله دمخه ټاکله شوې وه . شوروی اتحاد ، اسراييلو او د چين ولسی جمهوريت د بلنی له امله په دغو لوبو کی ګډون درلود . دغه راز ښځينه لوبغاړو د لومړی ځل لپاره د أس د ځغلولو په سياليو کی برخه واخيستله او د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی دا لومړی ځل و چی نارينه او ښځو لوبغاړو د يوې ګډې لوبې د طلايی مډال ګټلو لپاره سره سيالی وکړه .

* په خپلو دندو کی وفادار ريفريان

د اولمپيک په دغو سپورتی لوبو کی د عکاسۍ د تخنيکی محدوديت له امله د پلی تګ په سيالی کی زياتو برخه والو لوبغاړو له اړوندو پروګرامونو څخه سر غړولی وو . نو له دی امله اړوندو ريفريانو د خپلی دندې د ترسره کولو په ترڅ کی دعدالت څرګندولو لپاره خپل بدنونه مځکې ته نژدی کړل او په دقت سره يی د دغو لوبغاړو حرکتونه وکتل . له دی برکته د پلی تګ په سيالی کی د ټاکل شويو پروګرامونو پر خلاف پيښی ډيرې کمی شوې وي او د دغو ريفريانو کار هم د ټولوبرخه والو لخوا وستايل شو .

* د فنلينډ هلسنګۍ

فنلينډ د اروپا په شمالی برخه کی واقع دی چی د هيواد خاوره يی دومره پراخه نه ده او وګړي يی هم ډير لږ دي .، خو په دغه کوچنی هيواد کی سپورتی لوبې عامې شوې ، په تيره بيا د اوږد واټن د ځغاستې او نيزې غورځولو په لوبو کی څو مشهور او تکړه لوبغاړي روزل شوي دي . ددغو غوره برياليتوبونو د ترلاسه کولو تر څنګ فنلينډ د اولمپيک د سپورتی لوبو د کوربه هيواد په توګه د حق ترلاسه کولو لپاره په خپلو هلوځلو پيل وکړ ، او بالاخره د ١٩٤٧ کال د جون په مياشت په ستاکهولم کی د اولمپيک نړيوالی کميټې د رايی ورکولو له لاری د اولمپيک د ١٥ سپورتی لوبو د ترسره کولو حق د فنلينډ هلسنګۍ ته ورکړ .