<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-25 20:36:40    
د نړيوال شطرنج په لوبو کې د چين دريمه ښځينه نړيواله اتله

cri

ګرانو اوريدونکو د سپورت نړۍ په ننني پروګرام کې به د نړيوال شطرنج په لوبو کې د چين دريمه ښځينه نړيواله اتله شيوي يوي خوا تاسو ته دروپيژنو ٠

محترمو دوستانو د ٢٠٠١ کال د نړيوال شطرنج په ښځينه نړيواله لوبه کې چې لږه موده مخکې پاي ته ورسيده دچين ښځينه لوبغاړې شيوي يوي خوا د مختلفو هېوادونو پر وتلو لوبغاړو باندې بری موندلی او د اتلوالۍ لقب يې ترلاسه کړی دی ، نو له دې امله هغه د نړيوال شطرنج په نړيوالو لوبو کې د چين دريمه اتله شوه ٠

د ٢٠٠٦ کال د نړيوال شطرنج په ښځينه نړيواله لوبه کې چې د مارچ په پنځه ويشتمه د روسيې د اکاتيرينا په بورګ کې ترسره شوې د چين ښځينه لوبغاړې شيوي يوي خوا په پر له پسي توګه د نورو هېوادونو پر شپږو تنو مشهورو لوبغاړو باندې برياليتوب ترلاسه کړ او د اتلې نوم يې وګاټه ٠

ميرمن شيوي يوي خوا د چين په جنوب ختيځ د جه جيانګ په ولايت کې زيږيدلې ده او ارام طبيعت لري ، کله چې هغه شپږ کلنه شوه د خپل پلار تر روزنې لاندې د نړيوال شطرنج په زده کړو يې پيل وکړ او د ديارلس کلنۍ په وخت کې د نړيوال شطرنج د لوبغاړو د روزنې په دولتي ډله کې شامله شوه ، د هغې په أند د نړيوال شطرنج په لوبو کې ترلاسه شوي برياليتوبونه يې د خپل پلار له زيارونو سره ډېر نژدې اړيکې لري ، ځکه چې د هغې د کوچنيتوب په موده کې يې پلار هغه دې ته وهڅوله چې د نړيوال شطرنج زده کړه وکړي ، هغې وويل ما له شپږ کلنۍ څخه د نړيوال شطرنج په زده کړې پيل وکړ او پلار مې زما لومړنی ښوونکی و ، که چيري کوچنيان غواړي چې د نړيوال شطرنج زده کړه وکړي نو کولای شي چې د شپږ کلنۍ په وخت کې د نړيوال شطرنج سره اړيکې ټينګې کړي ، ورسره خپله علاقه او مينه پيداکړي او بيا د دې شطرنج په باب معلومات ترلاسه کړي ،

ميرمن شيوي يوي خوا د نړيوال شطرنج سره خورا ډېره مينه لري ، کله چې هغه اميدواره وه بيا يې هم د نړيوال شطرنج په نړيواله لوبه کې برخه واخيسته، د هغې د کورنۍ غړو ورځنې ډېره پلوي وکړه ، د شيوي يوي خوا ميړه ښاغلي ليو جيانګ وويل لومړي هغې پخپله وغوښتل چې په هغه نړيواله لوبه کې برخه واخلي ، دوهم مونږ له ځينو ډاکترانو څخه د شيوي يوي خوا د صحت او روغتيا په اړوند يو لړ پوښتنې وکړې ، دوي مونږ ته وويل پروا نه لري چې اميدواره شيوي يوي خوا په لوبه کې ګډون وکړي ، ځکه چي شيوي يوي خوا د څلورو مياشتو اميدواره ده ، په لوبه کې به ددې ګډون روغتيا ته زيان ونه رسوي ، نو په دې حال کې شيوي يوي خوا په نړيواله لوبه کې ګډون وکړ ٠

د شيوي يوي خوا ميړه ليو جينګ هم د ويچي شطرنج لوبغاړی دی ، څرنګه چې دده ميرمن شيوي يوي خوا ارام طبيعت لري او تل غواړي چې په ارام چاپيريال کې د شطرنج مطالعه کوي او په تيره بيا د نړيوالې لوبې په موده کې نه غواړي چې څوک د هغې فکر ګډوډ کړي ، نو په دې وخت کې ښاغلي ليو جينګ هم خپلې ميرمن ته لږ تيلفون کوي ، هغه وويل په بهرنيو هيوادونوکې د نړيوالو لوبو په موده کې که زه غواړم چې د شيوي يوي خوا سره اړيکې وساتم ، نو د موبايل له لارې هغې ته لنډ خطوليکم او د لوبې د پاي ته رسيدو وروسته بيا هغې ته تيلفون کوم ٠

ميرمن شيوي يوي خوا په معمولي وخت کې ډېرې خبرې نه کوي ، هغه د ليکنې سره ډېره مينه لري ، له زياتو کلونو راهيسي هغه تل مقالې ليکي او ډېرې مقالې يې د چين په ځينو ورځپاڼو کې خپرې شوې او په ځينو ورځپاڼو کې د هغې لپاره ځانګړي ستون هم پرانيستل شوی دی ٠

د نړيوال شطرنج د لوبغاړو سراستاذ يې جيانګ څوان د زياتو کلونو را په دې خوا د ميرمن شيوي يوي خوا سره همکاري کړې او د ميرمن شيوي سره ډېر بلديت لري ، هغه وويل د ميرمن شيوي يوي خوا پلار هم ښوونکی دی ، که څه هم شيوي يوي خوا لږې خبرې کوي ، خوپه ليکنو کې لوي ﻻس لري ٠

د ميرمن شيوي يوي خوا په وړاندې په چين کې د نړيوال شطرنج نورې دوې ښځينه نړيوالې اتلې هم شته چې يوه يې شيې جون او بله يې جو چنګ نړميږي ، دغو دوو نړيوالو اتلو د نړيوال شطرنج په زياتو نړيوالو لوبو کې ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي او په نړۍ کې يې شهرت موندلی دی ، که څه هم ميرمن شيوي يوي خوا تر دوي وروسته د نړيوالو لخوا وپيژندله شوه ، خو د هغې لخوا د نړيوال شطرنج په زياتو نړيوالو لوبو کې ترلاسه شوي برياليتوبونه د شيې جون او جو چنګ په پرتله هم ډېر دي ، په ٢٠٠٠ کال کې ميرمن شيوي يوي خوا د نړيوال شطرنج د نړيوال کپ د ګتلو په لوبه کې اتله شوه ، ورپسي په ٢٠٠٢ کال کې هغې بيا هم په دغه لوبه کې د اتلوالي لقب ترلاسه کړی دی ، دغه راز هغې د خپلو ملګرو سره يو ځای د درو ځلو لپاره د نړيوال شطرنج د المپيک په ډله ايزو لوبو کې اتلوالي لاسته راوړی دی ٠

د شطرنج د لوبولو نه علاوه ميرمن شيوي يوي خوا د چين د مشهور پوهنتون يا د بيجينګ پوهنتونيوه زده کوونکې هم ده ، اوس هغې په دې پوهنتون کې د حقونو په فاکولتې کې خپلې زده کړې ترسره کړې او غواړي چې د چيني ژبې د فوق ليسانس په توګه خپلې زده کړې ته دوام ورکړي ٠