<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-26 18:33:09    
د چيني خطونو د ليک دود لايزري اختراع کوونکی وانګ شيون

cri

پروفيسر وانګ شيون چه د چيني خطونو د ليک دود لايزري سيستم مخترع و ، په وروستي وخت کې د تل لپاره سترګې پټې کړې .

اويا کاله مخکې وانګ شيون د چين په لومړني لوي صنعتي او سوداګريز ښار شانګهاي کې وزيږيده او د ماشومتوب په وخت کې يي له رياضياتو سره علاقه درلوده او په نولس سوه څلور پنځوسم کال کې د چين له مشهور بيجينګ پوهنتون د رياضياتو په څانګه کې شامل شو او درې کاله وروسته يي د کمپيوتر پر تخصص زده کړو پيل وکړ ځکه چه دده په اند دا يو نوی تخصص دی او د هيواد په راتلونکي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې ډير ستر رول لوبولی شي . له پوهنتون څخه د فراغت وروسته په خپل پوهنتون کې د کمپيوتر د کارولو په څيړنې او ښوونې پيل وکړ او په دې ډګر کې په يو نامتو کارپوه بدل شو . ښاغلي ليو چيو يون چه په تيره اوږده موده کې د پروفيسر وانګ همکار و ، له خبريال سره د مرکې په بهير کې وويل هغه پوهان چه د ولسي جمهوريت د جوړيدو لږه موده وروسته يعنې د تيرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې روزل شويدي ، د هيواد د أبادولو چټکه هيله يي درلوده چه ارواښاد وانګ ددې روحيې بيلګه ده . هغه زياته کړه ارواښاد وانګ نه غوښتل چه علمي نوښت يوازي په علمي رساله کې وليکل شو ، بلکې بايد په توليدي چارو کې وکارول شي چه د ټولنېزې سمسورتيا د پرمخبيولو لپاره خپل رول ولوبوي .

ټولو ته معلومه ده چه د چاپولو تکنولوژۍ په لرغوني زمانه کې د چينايانو لخوا

اختراع شو، د تيرې پيړۍ په اومه لسيزه کې د نورو هيوادونو په شان په چين کې لا

هم پخواني تکنولوژي استعماليده . خو وانګ شيون دا نظر درلود چه دغه چاپي لارې چارې نه يوازي زيات کارکوونکي لازم وو او موثريت يي ټيټ و ، بلکې چاپيريال ته يي هم ککړتيا رسوله . په هغه وخت کې بهرنيو عالمانو د کمپيوتر په کارولو سره د کليشه يي کولو سيستم په څيړنو پيل کړی چه له صوتي الفبا څخه تر کمپيوتري ژبې پورې د سيستم جوړولو لپاره دومره مشکل کار نه دی ، خو دا يوه نړيواله ستونزه ده چه څنګه د چين تصويري خطونه په کمپيوتري ژبې بدل شي او د کمپيوتر په وسيله کليشه شي . د سختو کوششونو وروسته پروفيسر وانګ خپل يو پوخ خيال وړاندی کړ . هغه وويل زما خيال دا دی چه د رياضياتو په لارو چارو د چين تصويري خطونه رسميږي ، خو په هغه وخت کې زما خيال يوازي په کاغذ باندي پاتي و ګواکي هيڅکله نشواي تر سره کيداي . ځينو کسانو حتی دا نظر څرګند کړی چه دا يوه غولوونکی رياضي لوبه ده . خو مونږ خپلو څيړنو ته ادامه ورکړه . په پاي کې وانګ شيون د ديجتال يعني عددي تکنولوژۍ په استعمالولو سره يوه لايحه وړاندي کړه ، په هغه وخت کې جاپاني متخصصان لاهم د تقليدي تکنولوژۍ په څيړنه بوخت وو ، نو دوي د وانګ شيون په پرمختللي لايحې شکمن ښکاريدل او حتی دا نظر يي څرګند کړۍ چه د وانګ لايحه بالکل پوچ خيال دی . له چيني خطونو څخه په کمپيوتري ژبې بدلون داسي مشکل کار دی چه د چين تصويري خطونه چه په ژوند کې هميشه استعماليږي ، له شلو زرو څخه زيات دي او له دغوشلو زرو خطونو څخه بدل شوي کلمات سلو مليادرو ته رسيږي چه په کمپيوتر کې د دومره زياتو کلماتو زيرمه ددوي په وړاندي يوه درنه دنده وه . خو د خوښۍ وړ خبره دا ده چه په نولس سوه

نهه اويايم کال کې ددوي د کوششونو له برکته د لايزر په وسيله د چيني خطونو د

کليشه کولو لومړني ازمويښتي ماشين جوړ شو او په نولس سوه پنځه اتيايم کال کې د چين د سينهوا په اژانس کې په رسمي توګه په کار ولويد.

لويديځو عالمانو د عکس اخيستلو په وسيله د کليشه کولو له سيستم څخه د لايزر په وسيله د کليشه کولو تر څلورم سيستم پورې د خپل هدف د تر سره کولو لپاره څلويښت کاله هڅې کړي ، خو پروفيسر وانګ له وروسته پاتي چاپې تکنولوژۍ څخه د اتلسو کلونو د زيارونو له برکته پرمختللي چاپي تکنولوژۍ خپله کړه .

د پروفيسر وانګ د سترو خدمتونو له امله هغه ډول ډول علمي جايزې اخيستي دي . د بيجينګ پوهنتون پروفيسر تان جه وويل استاذ وانګ زمونږ د زده کړې نمونه ده او زما په کار او ژوند يي ستره اغيزه اچولې ده . دده په قول پروفيسر وانګ د کار نه علاوه د بيجيتګ اوپرا سره ډيره مينه درلوده . هغه هميشه ويلي چه بيجينګ اوپرا ځکه له زياتو کلونو راهيسي ډير نوښت موندلی دی ، علمي کارکوونکي هم بايد خپل علمي نوښت تر سره کړي .