<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-26 18:41:39    
د مينې نه ډک ښکلې درواغ

cri

څو کاله د مخه د ايتاليا يو فلم چه د انسان ښکلي عمر نومويږي ، د وسکار لويه جايزه تر لاسه کړه - په دي فلم کې ښودل شوي چه د دوهمې عمومي نړيوالې جګړې په بهير کې يو پلار د نازيانو په بنديخانه کې بند شوي ، دغه پلار نه غواړي چه د هغه له غمونو او کړاونو څخه ډک ژوند يي پر زوي ناوړه اغيزه و کړي ، نو هغه خپل زوي غولوي چه په بنديخانه کې ټول ژوند يوازي يوه ډوله لوبه ده ٠ نو په بنديخانه کې شپې او ورځې د ماشوم په ذهن کې ځانګړي ښکلي دلچسپ ژوند ګرزيدلي دي ٠ خو نن ورځ په چين کې يو داسي د ولولو وړ کيسه رامنځته شوې ده چه د يوې سختې ناروغه نجلۍ د خوب خيال د پوره کولو له پاره څو زرو تنو خلکو يو ښکلي درواغ جوړ کړي او و يي غوښتل چه د مينې له لارې يو داسي عجيب او غريب حالت رامنځته کړي چه نجلۍ له ناروغۍ څخه خلاصه شي ٠

دغه کيسه په دي ډول ده ، نجلۍ سين يوي سږکال اته کلنه ده او د چين د شمال ختيځه خوا د چيانګ چون په ښار کې اوسيږي چه دغه ښار له بيجينګ څخه نژدي يو زر کيلو متره ليري دي ٠ تير کال نجلۍ سين يوي د دماغ د سرطان په ناروغۍ اخته شوه او د ناروغۍ د دوامدارې سختيدو له امله دوه سترګې يي ړندې شوي او خبري کول يي هم ډيرې ستونزې درلودې٠ په دي اثر ډاکتر دهغې پلار ته وويل ماشوم څه چه غواړي ، هغې ته ورکړي ، ځکه د هغې د عمر پاتي وخت زيات نه دي ٠ د سين يوي تر ټولونه لويه هيله دا ده چه بيجينګ ته لاړ شي او د تيان ان من په ډکر کې د ملي بيراغ د اوچتيدو مراسم وګوري ٠ خو ډاکتر وايي چه د هغې د صحت دډير ضعيفوالي له امله د اوږدې لارې سفر نه شي زغملي ٠ نو پلار يي له مطبوعاتي رسنيو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده او هيله يي وکړه چه لکه د تيان ان من د ملي بيراغ د اوچتيدو مراسمو په شان په چيانګ چون ښارکې جعلي مراسم جوړ کړي او پريږدي چه ړندې نجلۍ ګمان کوي چه د بيجينګ د تيان ان من په ميدان کې د ملي بيراغ د اوچتيدو مراسم ګوري ٠ د نجلۍ د پلان په غوښتنه د چيانګ چون ښار په ښاري ماښامي ورځپاڼه کې سم د لاسه دغه خبر نشر شوي او مرسته خوښونکو ته يي بلنه ورکړه چه د نوموړي نجلۍ له پاره د دغسي درواغ د جوړولو په فعاليت کې ګډون وکړي ٠ د نوموړي ورځپاڼې خبريالې ميرمن تاو بين وويل کله چه نوموړي خبر په ورځپاڼه کې خپور شو ، په دوهمه ورځ سهار وختۍ څو سوو تنو خلکو مونږ ته تلفونونه وکړل دي او دا هيله يي څرګنده کړه چه په نوموړي جعلي فعاليت کې برخه واخلي

د مارچ په دوه ويشتمه نيټه نوموړي جعلي فعاليت پيل شو ٠ نجلۍ سين يوي د پلار په مرسته د يو ټايکسي په سپرلو سره دري ساعته په نوموړي ښار کې ګرځيدل ٠ پلار او مور يي ورته وويل چه اوس مونږ د بيجينګ په لورې ځو ٠ د درو ساعتو نه وروسته دوي بيا يو بس ته پورته شول او نجلۍ سين يوي ته يي وويل چه اوس بيجينګ ته ورسيد او مونږ به د بس په واسطه د تيان ان من ډګر ته ځو ٠ په همدغه مهال کې په بس کې خلک چه د بيجينيانو رول لوبوي ، يو له بل سره د بيجينګ په لهجو خبرې کوي ، لکه په ريښتياچه د بيجينګ په لوي سړک کې ښکاري ٠

په پاي کې نوموړي بس د چيان چون ښار يوه ښونځي ته ورسيد او په دي ښونځي کې استازان او زده کونکي په منظم ډول قطار په قطار ودريدل او دي ته چمتو شول چه د سين يوي په وړاندي د تيان ان من په ډګر کې د بيرغ د اوچتولو مراسم وښيي ٠ دغه مراسم په دي ډول ترسره شوي چه زده کونکي لکه د بيرغ د ساتونکو فوځ په شان د فرمان د لوړ اواز تر نارې وهلې لاندې په منطم ډول قدمونه اخلي او د ملي سرود په غږولو سره ملي بيرغ پوته شوي دي ٠ خبريالې ميرمن تاو بين وويل چه د ملي بيرغ د پورته کيدو په وخت کې ما وليدل چه د نجلۍ سين يوي د خندا څيره ډيره روښانه ده ٠ هغه وويل چه دغه فعاليت د مينې نه ډک يو درواغ جوړلونکي عمل دي ٠ په چياننګ چون ښار کې څه د پاسه دوو زرو تنو وګړو د دغه ښکلي درواغ د جوړولو په فعاليت کې برخه اخيستي ده ٠ د دوي يوازني موخه دا ده چه د يوه نا اشنا ړندې نجلۍ ځانګړي هيله تر سره کړي ٠ خلک هيله لري چه د دغه فعاليت له لارې يو داسي عجيب حالت رامنځته کړي چه نجلۍ له سختې ناروغۍ څخه خلاصه شي ٠