<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-26 18:45:31    
په چين کې د کانکور د أزموينې نوي لارې چارې

cri

لږه موده دمخه د چين د شانګهاي د فو دان پوهنتون له ټول هېواد څخه درې سوه تنه زده کوونکي د کانکور له أزموينې څخه پرته منلي دي چه دا د نوي چين د ښوونې په تاريخ کې ساری نه لری .

زده کوونکې جانګ مو ژان چه ژر به د شانګهاي له يوه منځني ښوونځي څخه فارغ شی ، په دغه أزموينه کې بريالۍ شوه ، دې مخامخې أزموينې د يادونې په مهال وويل چه مخامخ أزموينه د دوديزې کتابي أزموينې په پرتله د يوه زده کوونکي د عمومي کيفيت د أزمويلو ښه لار ده . هغې وويل زما په أند که څوک په کتابي امتحان کې لوړې نمبرې وګټی ، خو يقين ندی چه دده عمومي کيفيت هم به ښه وي ، نو مخامخه أزموينه ډيره ضروری ده . کله چه دوه مياشتې دمخه د فو دان پوهنتون د زده کوونکو د منلو لپاره مخامخ أزموينه تر سره کړه ، شپږ زره تنو زده کوونکو خپل نومونه ثبت کړی ؤ . د مخامخ أزموينې څخه مخکې د چيني او انګليسي ژبو ، رياضياتو او کمپيوتري معلوماتو په هکله ساده کتبي امتحان هم ترسره شوی او د دغې أزموينې د نمبرو سره سم له شپږو زرو څخه زر تنه زده کوونکي په لمړنۍ توګه ومنل شول . تر دې څنګ د سلو تنو استاذانو په ګډون د مخامخې أزموينې ډله جوړه شوې ده چه دوي د ټولنيزو ، تخنيکي ، طبيعي او انساني علومو او اخلاقو په ساحو کې ډير شهرت لری . د قرعې له لارې پريکړه شوې چه هر زده کوونکی به له کومو پنځو استاذانو سره مخامخې أزموينې ومني او ورپسې به دغه زده کوونکی په جلا جلا توګه له هر استاذ سره پنځلس دقيقې مخامخ خبرې وکړي چه د أزموينې د

نمبرو له مخې په پايله کې درې سوه تنه بريالي زده کوونکي منل شويدي

د معلوماتو له مخې د مخامخ أزموينو مضمونونه دا وو که تاسی د شانګهاي ښاروال دنده په غاړه واخلی ، څنګه به د ښار ترافيکي بنديزونه له منځه يوسۍ ؟ په ښار کې د يوه لوي فعاليت د ترسره کولو په هکله څه پلان لرئ؟ او داسي نور .

د فو دان پوهنتون رييس څاي دا فون وويل چه د يوه پوهنتون د اداره کووتکي په توګه غواړي د زده کوونکو د علمي او معلوماتي پوهنې نه پرته ددوي اخلاق ، د ودې بهير او افکار لاس ته راوړي ، خو دغسي معلومات د کانکور په أزموينه کې نشي تر لاسه کولی .

په چين کې زده کوونکي د کانکور د أزموينې له لارې د عالي مدرسو لخوا منل کيږي چه دا يوازي د زده کوونکو د کتابي پوهنې أزموينه ده ، نو داسي زيات شمير زده کوونکي روزل شويدی چه په أزموينه کې تکړه دي او لوړې نمبرې اخيستی شي ، خو د اخلاقو ، سپورت او ټولنيزو تجربو په تړاو دوي دومره پوه ندی .

زده کوونکي وانګ تيان يو چه په دې أزموينه کې بريالی نه شو ، وويل چه ددې أزموينې له لارې ئی د کانکور د امتحان او حتی د خپلې زده کړو د لارو چارو په هکله نوي نظريې تر لاسه کړيدي . هغه زياته کړه چه د استاذانو د پوښتنو ځوابونه په درسي کتابونو کې نشي پيداکيداي او دا أزموينه د زده کوونکو د لسګونو کلونو د زده کړې د څرنګوالي څارنه ده .

د زده کوونکو د منلو دغه نوي لارې چارې د ښوونيزو او خبرې ټولنو او زيات شمير پلرونواو ميندو لخوا وپيژندلې شوې او ددوي په أند دا نوي لارې چارې به په عالي مدرسو کې د زده کوونکو د منلو لارو چارو د بدلون کيدو سبب وګرزي او د

منځنيو او لومړيو ښوونځيو زده کوونکو ته د اخلاقي پوهنې د ورکولو د پياوړتيا لپاره به لارښوونکي رول ولوبوي .