<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-28 18:27:39    
د کارګر اختر د لمانځنې لپاره په بېجينګ کی رنګارنګ نندارتونونه جوړيږی

cri

د می لومړی نېټه د کارګر اختر سره سمون لری. له دغې ورځې څخه به په چين کې کارکران اوه ورځنی رخصتي ولری چې د ښې اوونی په نامه يادېږی. په بېجينګ کی دغه اوونی نه يوازی د سيلانيانو لپاره يوه توده موده ده، بلکی د کورنيو او بهرنيو رنګارنګ نندارتونونو د جوړېدو ښه وخت هم دی. اوس د بېجينګ د نندارو په څو لويو ماڼيو کی بهرنی کلتوری نندارتونونه پر ځای کيږی.

د چين د هنر موزيم چې د بېجينګ په مرکز کی دی، په چين کی د دولت په کچه يوازنی هنری موزيم دی. د ٢٠٠٣ او ٢٠٠٤ کال د فرانسی د کلتور کال د فعاليت په ترڅ کی په دغه موزيم کی د فرانسی د امپرسيو نيسی نقاشيو نندارتون جوړ شو چې د اته دېرش ورځو په اوږدو کی يی دوه لکه او پنځوس زره ليدونکی راجلب کړی وو. اوس د چين او فرانسی تر منځ د کلتوری تبادلې د دوام د يو مهم پروګرام په توګه، د فرانسی پسرلۍ په نامه يو لړ نندارتونونه په دغه موزيم کی پرانيستل شوی دی.

د دغه موزيم مشر فن دی ان وويل ----

دا څرګنده ده چې چين او فرانسه د هنر او کلتور په برخه کی نژدی ملګری دی. که څه هم د دواړو هېوادونو تر منځ دری کلنی کلتوری فعاليت پای ته رسيدلی، خو د دواړو هېوادونو مشرانو او خلکو ته يی ژوره خاطره بښلی ده. چين او فرانسه دواړه د لرغونی تاريخ او کلتوري زېرمو لرونکی هېوادونه دي.

د فرانسی پسرلی په نامه په يو لړ نندارتونونو کی د دغه هېواد د بکرات موزيم له بلوری شيشو څخه جوړ شوی هنری اثرونه او د مشهورو هنرمندانو عکسونه ايښودل شويدی.

د بکرات بلوري شيشی دوه سوه کلان تاريخ لری او دغه ځل په چين کی د نندارې دريو سوو کلتوری اثرونو ډېرې له فرانسی د باندی د لومړی ځل لپاره ليدونکو ته وړاندی کيږی.

د چين د هنر موزيم هم د دغه نندارتون د ښه جوړولو لپاره ښکلی شوی ده. ليدونکی هاو جينګ يونګ وويل ----

بلوري شيشی د فرانسی په تاريخ کی د اشرافو د ژوند يوه نښه وه، دلته چينی ليدونکی په يو دومره ښکلي ځای کی د بلوری شيشو څخه د جوړ شويو داسی اثارو په کتلو سره د فرانسی د هنر شانداره فضا احساسولی شی.

د چين په دولتی موزيم کی د پيرو د جواهرو نندارتون پرځای کيږی. د پيرو د دولتی موزيم مشر الورو روکه ری ميرو کوسادا وويل دغه نندارتون په اسيا کی د پيرو تر ټولو لوی کلتوری نندارتون دی او د نندارې دوه سوه څلور اتيا شيان ټول د دغه هېواد لومړی کچې تاريخی اثار دي. ښاغلی ميرو وويل---

دغه نندارتون په ځانګړی توګه د پيرو لرغونی تاريخ ور وپېژني او د دې لپاره مو ډېرې تياريانی کړی او داسی ښه ځای مو هم پيدا کړی دی. د داسی نندارو شيان د پيرو له لرغونيو تاريخی شيانو څخه غوره شوی او مقصد مو دا دی چې چينی ليدونکو ته د پيرو د پنځه زره کلن تاريخ په اړه لږ معلومات وړاندی کړو.

پر دغو دوو نندارتونونو سربيره، د بېجينګ په نوی جوړ شوی مرکزی موزيم کی د بريتانيی په موزيم کی د ساتل شويو قيمتی شيانو نندارتون او د چين د زريزې څلی د نړيوال کلتور په غرفه کی د روسيی د دوو مشهورو نقاشانو د اثارو نندارتون هم پرځای کيږی.