<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-27 18:35:44    
د چين د چنګ دو په ښار کې د خو ګو نومی ځانګړی خوراک

cri

د چين په جنوب لويديځ د سی چوان په ولايت کې يو ډول نامتو او ځانګړی خواړه شته چې خو ګو نوميږی . چين ته د سفر په نننی پروګرام کې به تاسو ته د دغه ډول خوړو په باب څه معلومات درکړو .

خو ګو چينی ژبه ده او په پښتو کې د اور دېګ مانا لری ، په حقيقت کې دا د خوراک د خوړلو يو ډول ځانګړې بڼه ده . خلک ډول ډول خوراکونه په ګډه په يو ميسي ديګ کې اچوي ، بيا يی پر يوه وړوکی منقل ږدی ، خوراکونه پخوي او په پای کې ئی خوری ، نو دې ته هو ګو ويل کيږي . د دې ښار په زرګونو رستورانتونوکې دغه ډول خوراکونه خوړل کيږي او د دغو خوړو د پخولو طريقه حتی د چين د بيلا بيلو ښارونو د خلکو لخوا منل شوې ده . د دغه خوړو د پخولو چاری په دې ډول دی چې لومړی په دېګ کې چمتو شوی ښوروا مثلا د چرګ د هډوکو ښوروا او د روغتيا لپاره ګټور چيني طبي بوټي هم اچول کيږي چه په پايله کې د ښوروا رنګ تک سپين ښکاری . د ښوروا له اېشولو وروسته ډول ډول خوراکونه لکه سابه ، غوښې او سمندري خواړه يو ځاي پکي پخيږي . دغه ډول خوراک ډېر خوندور دی ، يو خوړونکي هم خوراک کوي او هم ښوروا څښې .

د چنګ دو ښاريان له تند خوراک سره ډيره مينه لری ، خلک د اور دېګ دغو خوړو د خوراک په وخت کې په ښوروا کې ډير مرچ اچوي او دا ډول ښوروا سور رنګ لری ، نو خلک ور ته د سرې ښوروا ډېګ وائی . د يوه رستورانت خاوند چې د اور دېګ

خوراک پکې پلورل کيږي ، وويل ___اواز____

د چنګ دو په ښار کې د کال په څلورو موسمونو کې لمر ډير کم ليدل کيږي او هوا يی

ډيره لنده وب . نو په دې حال کې د تند خوراک خوړلو له لاری د خلکو بدن ته تودوالی رسيدای شي .

که چيری څوک تنده ښوروا نه خوښوي ، نو هغه کولای شي داسی ښوروا وټاکي چې مرچ په کې نه وی ، د چرګانو د هډوکو او د روغتيا لپاره ګټور چيني طبي بوټي په کې اچول کيږي . د دغه ښوروا رنګ تک سپين دی ، نو د سپينې ښوروا لرونکی اور ډېګ نوميږي . دغه راز داسی اور دېګ هم شته چې په دوو برخو ويشل کيږي ، په يوه برخه کې تنده ښوروا او په بله برخه کې سپينه ښوروا شته چې د دوو کسانو لخوا خوړل کيږي .

ميرمن دو جيوان چې د چنګ دو په ښار کې يې له زياتو کلونو راهيسې ژوند کړی دی ، دغه ښار ډير ښه پيژندني . هغی وويل د چنګ دو ښاريان د موسم له بدلون سره سم د اور ډېګ له مخې بيلا بيل خوراکونه ټاکي . هغی زمونږ خبريال ته وويل ___اواز____

زمونږ په ښار کې د اور ډېګ له مخې د چمتو شويو خوراکونو ډولونه ډير زيات دی او ځانګړی او ښه خوند لری . په بېلا بېلو موسمونو کې مونږ د اور دېګ بيلا بيل خوراکونه خورو ، د دوبي په موسم کې کله چې مونږ تند خوراک خورو او له خوراک وروسته ډيرې خولې کېږو او د خپل وزن د کمولو لپاره هم رول لوبوي او د ژمي په موسم کې مونږ د مرچ نه لرونکی خواړه خورو چې د ځان د ښکلا لپاره ډير ګټور دی .

سر بيره پر دې اوس د اور ډېګ له مخې بيلا بيلی ښورواګانی رامنځته شوي دي ، مثلأ په ښوروا کې سمندري خواړه ، د کبانو سرونه او د سويانو غوښی اچول کيږي .

ډولونه يی بيلا بيل دی او خپل ځانګړيتوب لری . ښاغلی هان جينګ چې له يو بل ځای څخه راغلی او د چنګ دو په ښار کې کار کوي ، له دغه خوراک سره ډيره مينه لری او له امله يی په دغه ښار کې اوه کاله ژوند کړی دی . هغه وويل ___اواز___

د چنګ دو په ښار کې د اور ډېګ له مخې چمتو شوی خوراک زما په زړه کې ژوره خاطره لری او دا يو مهم علت دی چې په دغه ښار کې مې د زياتو کلونو لپاره ژوند کړی دی . د پخو شويو کبانو ښوروا لرونکی اور ډېګ زما ډير خوښ دی .

د چنګ دو په ښار کې د دغه خوراک خوړل زما د ژوند يوه مهمه برخه ده . درنو اوريدونکو ، که چيری تاسی وخت پيدا کړئ او د چنګ دو ښار ته ولاړ شئ . نو تاسی بايد د اورډېګ له مخې چمتو شوی خواړه وخورئ !