<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-28 18:35:45    
مشهوره انځورګره ليو شو چين

cri

ژيړ سيند د چينايانولخوا د مور سيندپه نامه ياديږي. د دغه سيند سرچينه د چينګهای –تبت لوړه ځمکه ده او د هېواد له لوېديځ څخه ختيځ ته تېريږی.د ژيړ سيند اوږدو د چين د لرغونی تمدن زانګو ده.د چين په بېلا بېلو زمانو کې هنرمندانو له خپلو ځانګړو لارو د دغه سيند ښايست او ځواک څرګندونه کړې او أغلی ليو شو چين يوه دغه شان انځورګره ده.

ليو شو چين د ژيړ سيند په غاړه کې د هه نان ولايت د ځو ما دين په ښار کې زېږېدلی.د تيری پېړۍ په شپږمه لسيزه کې أغلی ليو له خپلو ملګرو سره يو ځای د هېواد له غوښتنې سره سم له ښارونو څخه کليو ته لاړه چې په کارونو کې يی خپل نړۍليد سم کړی.دی وويل مور مې يوه هنرمنده ده او د دې تر اغېزو لاندی مې د ماشومتوب په وخت کې له هنر په تيره بيا انځورګرۍ سره مينه درلوده.په کلی کې به مې کله کله په ځانګړو وختونو کې ډير انځورونه کښل.

د تيری پيړۍ د اوومې لسيزې په پای کې ليو شو چين د هه نان پوهنتون د هنر په څانګه کې زده کړې وکړې. دا هيله منه وه چې له فراغت وروسته به د نقاشی په اړه کارونه وکړي. خو په پای کې يې د کارونو لپاره د کلتور ادارې ته ولېږل شوه.که څه هم هره ورځ ډيره مصروفه وه،خو أغلی ليو د خپل وس سره سم په فارغ وخت کې خپلې انځورګرۍ او هنري کارونو ته دوام وکړ.

په ١٩٩٧ کال کې ليو شو چين په ټينګه توګه له خپلې ارامې دندې څخه لاس واخيست او په يواځی توګه يې بېجينګ ته ولاړه چې د انځورګرۍ د خپل خوب د بشپړيدو لپاره يې هڅه وکړه.

دی وويل په ١٩٩٧ کال کې د بېجينګ هنری ټولنې ته ولاړم او د طبيعی منظرو انځورونو په برخه کې مې له مشهورو انځورګرانو ښاغلی وانګ ون فانګ او چي شي پسي د ژيړ سيند په اړه ډير ښکلی انځورونه کښلی دی.

أغلی ليو شو چين د نننی معاصر رياليسم هنری اختراعاتو لپاره هلی ځلی کوی چې د نقاشی سبک يې څرګنده،کلاسيک،ساده او طبيعی دی.دی د لوېديځی د غوړی انځورګرۍ او د چين د دوديزې خطاطۍ او نقاشی د کښلو مهارتونه سره يو ځای کړی او په پر له پسی توګه يې د نقاشی په اړه نوی بڼه رامنځ ته کړې ده. د ژيړ سيند د منی او پسرلي په نامه د دې دوو انځورونو د متخصصانو لوړې ستاينی تر لاسه کړی دی.

دی وويل هر کله چې د انځورولو لپاره ژيړ سيند ته ځم،نښکلی منظرې يې راباندی ژوره اغيزه کوی او ورځ په ورځ دغه احساس را سره زياتيږی چې زه له ژيړ سيند سره يو ځای يم.

اوس د ليو شو چين انځور ډېر ځله لوېې جايزې تر لاسه کړي او د بهرنيو هېوادونو په نندارتونونو کې ايښودل شوی دی.دی وويل زه د ژيړ سيند يوه عادی لور يم او غواړم چې د انځورونو په وسيله د دغه سيند ټول روڅرګند کړم، خو دا يوه اوږده لاره ده.که څه هم ډېر برياليتوبونه مې تر لاسه کړی دی،خو د هنر په لاره کې مې يوازی لومړی ګام پورته کړيدی.زه پيسو ته په درنه سترګه نه ګورم.زه يوازی غواړم چې په جدي توګه هر انځور جوړ کړم.

تر اوسه پوری أغلی ليو شو چين د ژيړ سيند په اړه په لسګونو زره عکسونه اخيستی

او لسګونو زره انځورونه يې ايستلی.دی وويل دا به د خپل هدف د تر سره کولو لپاره ډيره هڅه وکړی. د دی ريښه د ژيړ سيند په غاړه کې پرته ده.د دغه سيند په اړه انځورول د دی برخليک دی.