<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-28 19:08:39    
په چين كې د افغانستان د لوى سفير ورځنى ژوند

cri
درنو اوريدونكو بهرنيان په چين كې زموږ په خپرونو كې يوه نوې برخه ده چې تر دې وروسته به په هر پنځلسو ورځو كې خپره شي ،د خپرونې خبريال خوشحال تايب په بيجينګ كې له يو تن ميشت افغان سره مركه كړې او پر بنسټ يې دا راپور خپريدو ته چمتو كړيدى : په ورستيو شاوخوا شلو كلونو كې له كله نه چې د چين ولسي جمهوريت د ور خلاصون پاليسي پيل كړې نو دنړي له بيلابيلو هيوادونو څخه هر كال په سل ها وو زره كسان چين ته راځي او هم په ورته ډول چينايي اوسيدونكو د نړى نورو هيوادونو ته مخه كړيده،چين ته زياتره خلك د بيلابيلو موخو لپاره راځي لكه سوداګري د تاريخي ځايونو د ليدلو،سياسي او ټولنيزو اړيكو پر بنسټ او داسې نورو،موږ هم ددې لړۍ په لمړۍ كړۍ كې په چين كې د افغانستان له سفير ښاغلي اكليل احمد حكيمي سره ليده كاته وكړل او د چين په اړوند دده د انګيرنو په اړه مو خبرې ورسره وكړې، ښاغلي حكيمي خپلې لوړې زده كړې په كابل كې ترسره كړي،په ۱۹۹۴ كال كې د كورنيو جګړو له امله ، له هيواد څخه وتلو ته اړ شو،اود كورنۍ د نورو غړو په بلنه يې له خپلې ميرمنې سره د امريكې متحدو ايالتونو ته مخه كړه،او په افغانستان كې د اوسني نوي حكومت تر راتلو پورې هلته كډوال پاتې شو.ده وويل تل يې دا هيله درلوده چې له لويد يځ څخه بيرته راوګرځي او خپلو خلكو ته د خدمت جوګه شي،او دا چې اوس له لويديځ څخه راغلى او په چين كې د افغانستان د سفير په توګه دنده تر سره كوي ډير خوښ دى او خپلو هيلو ته رسيدلى دى:

غږ ۱۶

تاسو ته رښتيا ووايم چې له هرې شيبې څخه يې خوند اخلم،ځكه چې د خپلو خلكو په خدمت كي يم ،او دا چې زه خپلو هيلو ته رسيدلى يم ماته ډير د خوښۍ ځاى دى،

د نړى د نورو هيوادونو په پرتله د ختيځو هيوادونو كلتورونه او دودونه تر ډيره يو بل ته ورته دي،چين يو له هغو هيوادونو څخه دى چې د آسيا او ټولې نړۍ په كچه زيات شمير وګړي ژوند پكې كوي نو طبيعي خبره ده چې دلته به دودونه هم ډول ډول وي،د ښاغلي حكيمي په آند هم د چين او افغانستان د خلكو دودونه تر ډير سره ورته او ښكلى كورنى چاپيريال لري چې ده ته ډير په زړه پورې دي:

غږ ۱۸

د چين خلك ډير ريښتوني او پاك زړي دي،زموږ نورو ختيځوالو په شان ډير تود چلند لري،په خپله خبره او ژبه ولاړ دي،بله دا چې ډير ښه تود او په زړه پورې كورنى چاپيريال لري،چې بيا دا شيان په ځينو نورو هيوادونو كې په سختۍ سره تر سترګو كيږي.

ښاغلي اكليل احمد چې يوه ميرمن او دوه لوڼې لري دا مهال يواځې او له خپلې كورنۍ څخه ليرې په چين كې ژوند كوي،او هيله مند دي چي ډير ژر يې كورنۍ هم ورسره يوځاي شي،ځكه دده په وينا مخكې يې د چين د خلكو او كلتور سره دومره له نږدې څخه بلدتيا نه درلوده.

غږ ۱۷

زما كورنۍ اوس له ما سره ژوند نكوي،څه موده وړاندې چين ته راغلي وه او د لنډې مودې لپاره راسره اوسيدل،او انشاالله ډير ژر به دلته راشي او ګډ ژوند به پيل كړو، ځكه چې زه ډير خوښ كورنى ژوند لرم، يوه ميرمن او دوه ګلالۍ لورانې مې دي.له ښاغلي حكيمي څخه مې وپوښتل چې كله هم د رسمي چوكاټ څخه پرته د بيجينګ واټونو او يا هم پلورنځيو ته تللى كه نه؟ او كه تللى نو هغه وخت چينايي وګړو څه ډول چلند ورسره كړي دي، نوموړي ددې پوښتنې په ځواب كې وويل:

غږ ۱۹

زما د رسمياتو له چوكاټ څخه وتلي ژوند ډير خوښيږي ،تر څو له خلكو سره و اوسيږم او هر هغه كار چې زه يې غواړم په مستقمه توګه يې تر سره كړم.او په خوښۍ سره بايد ووايم چي تل دا شان كار كوم، د توكو د اخيستلو لپاره زه پخپله بازار ته ځم، له خلكو سره د بيو په اړه خبرې هم كوم د چا خبره چې چنه هم ورسره وهم ،چې په مقابل كې يې چينايانو زما سره تود او صميمي چلند كړى دى.

په چين كې د نورو هيوادونو په پرتله ډول ډول ځانګړي خوراكونه شته ، او بله دا چې ډير لږ شمير خلك په ګوتو او يا هم د څمڅيو په وسيلې سره خوراك كوي، او ډيرى خلك خوراك په وخت كې له يو ډول لرګيو څخه ( چې په چيني ژبه ورته كوايزه وايي) چې اوس په نورو بڼو هم راوتلي ګټه اخلي ،چې بيا بهرنيانو ته پدې شان د خوړو خوړل ګران او ډير په زړه پورې هم دي،ښاغلي اكليل احمد وايي كله چې د ډوډۍ خوړلو لپاره هوټلونو ته ځي نو اكثرآ يې يو دوست ورسره وي، او يا هم د خوراكونو په انتخاب كې له دخوراكونو له نوملړ يا مينو څخه كار اخلي، ده د چيني خوراكونو په اړه وويل:

غږ ۲۱

زما چيني خوراكونه ډير خوښيږي ، نه يواځې اوس چې په بيجينګ كې يم او له هغو څخه خوند اخلم بلكې مخكې له هغه هم له چينايي رسټورانټونو سره هم بلد وم، او خواړه يې زما ډير خوښيږي،په تيره بيا نوډل (چې د آش په شان يو ډول خواړه دي) زما ډير خوښ دي،او د كوايزه يا لرګيو په وسيلې سره د خوړو د خوړلو په هكله ښاغلي سفير په خندا سره وويل چې دا كار زما په وړاندې يوه لويه ننګونه يا چلنج دى،او زه ډيره هڅه كوم چې وكړاي شم په هغو سره خواړه وخورم.او زما د مهمو كارونو په ډله كې شامل دى.

نوموړي زياته كړه كه چيرې وخت وسره ملګرتيا وكړي نو غواړي چې د خپلې دندې تر پاي ته رسيدو وروسته بيا هم چين ته راشي ،او د بيلابيلو ښارونو څخه يې ليدنه وكړي ، ځكه د نورو ښارونو په اړه يې هم ډير صفتونه اوريدلي دي،په تيره بيا د وريښمو لاره چې د هغې په اړه يې ډير څه اورېدلي ، نوغواړي چې هغه له نږدې څخه وويني.