<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-29 19:51:02    
د افغانستان ولسمشر د طالبانو له ډلی څخه غوښتنه وکړه چې د زور زياتی بريدونه پای ته ورسوي

cri

د سين هوااژانس د خبر له مخې : د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د اپريل په ٢٨مه نېټه په کابل کې د مجاهدينو د برياليتوب د ١٤ مې کاليزی د يادونی په مراسمو کې د طالبانو له ډلی څخه غوښتنه وکړه چې د زور زياتی بريدونه پای ته ورسوي او د سوله ايزې بيا رغونی په کارونو کې برخه واخلي .

ولسمشر حامد کرزی د طالبانو ډلی ته بلنه ورکړه چې پر ښوونځيو او ماشومانو باندي د زور زياتی له بريدونو لاس واخلي .

له تير کال راهيسی ، ولسمشر حامد کرزی په وار سره د طالبانو له ډلی څخه غوښتنه کړی چې په سوله ايز بهير کې برخه واخلي ، خو د دغه ډلی مشر د هغه دغه غوښتنه نه ده منلې . په وروستيو مياشتو کې د طالبانو وسله والو عناصرو د افغانستان په ختيځ او جنوب کې په پر له پسی توګه پر ښوونځيو باندی بريدونه کړي ، ښوونکی يې وژلی او ښوونځی يې سوځولی دی .