<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-29 20:07:49    
په ښارونو کې خلک کولی شی چی د انترنټ له لارې سابه واخلي

cri

په وروستيو کلونو کې په چين کې د انترنټ له لارې د شيانو اخيستلو پرختتيا موندلی ده ،نو اوس خلک کولی شی چی د انترنټ له لارې سابه هم واخلي .کله چی د سوداکولو ځانګړی وېبپاڼه پرانستل او سابه غوره شي نو له څو ساعتونو وروسته به دغه سابه په خپل وخت تا ته ورسيږي .دانټرنټ له لارې د سبو اخيستلو ددغو نويو لارو چارو له مخی د سبو ليږدولو مرکزونه د بيجينګ ،شانګهای او سن ځن په شمول په زياتو ښارونو کې جوړ شوي دي .

په دغه وروستيو ورځو کې د چين د هان جو په ښار کې يو ځوان شيو يوو چين د انټرنټ له لاری د خرڅلاو په موخه د اي ژی يی په نامه د سبو ليږدولو مرکز جوړ کړ چی دا په دغه ښار کې د انټرنټ له لارې د سبو پلورلو لومړنی بازار دی .ښاغلی شيو وويل د انټرنټ استعمالونکې کولی شی چی زما پر وېبپاڼه وکړي نو زه به بيا وروسته دغه سابه ور وليږم .

د چين په ډيرو لويو ښارونو کې د ښاغلی شيو په شان کسانو شمير زيات دی .د انټرنټ له لارې د سوداګرۍ د چټک پرمخت له امله خلک به يوازی پر انټرنټ د ډيجيټل او ويډيويی کامرو په شمول زيات شيان اخيستلی شی بلکه سابه هم تر لاسه کولی شي .

ميرمن تيان د بيجينګ ښار د باجياو په يوه سيمه کې اوسيږي .هغې خبريال ته وويل :زه بوخته يم ،په عمومی توګه می د کارونو له ختميدو وروسته د سبو پلورلو په بازار کې سوداګري هم پای ته رسيږي . خو د انټرنټ له لارې د شيانو اخيستل زمونږ د ځوانانو لپاره د منلو وړ دی او په همدی وخت کې اوس د انټرنټ له لاری د

سبو کيفيت او د ليږدولو وخت هم تامينيږي او له امله خلکو ته زياتې اسانتياوې برابريږي .او زما زياتو ملکريو هم د سبو اخيستلو دغه نوی لارې چارې منلی دي .

خبريال دغه حالت وليد چی نه يوازی ځوانانو دغه لارې چارې منلی بلکه ځينی زړو کسانو هم له دغو لارو چارو څخه خوښي څرګنده کړه ،د دغې سيمې ٧٨ کلنې سپين سرې چن خبريال وويل چی هره ورځ دد انټرنټ له لارې د سبو پلورونکي ته تيلفون کوم چی په بله ورځ يی زما کور ته را ليږي .نو اوس زما لپاره د سبو اخيستل اسانه دی .

په دغه سيمه کې د سبو اخيستلو وېبپاڼې يو چارواکې ښاغلی منګ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چی د انټرنټ له لارې د سبو اخيستل د هغو کسانو لپاره اسانتياوې برابرې کړې چی د خپل کور په نژدې سيمو کې يی د سبو بازار نه شته او هم په کار کې ډير بوخت وي .که هره ورځ خلک ماښام له ١٠ بجو دمخه له خپلې غوښتنې سره پر انټرنټ له پلورونکو څخه د سو سپارښتنه وکړي نو د بلې وېځې په ماښام له څلورو بجو وروسته به خپل کور ته نژدی د سبو ليږدولو له مرکز څخه خپل خوښ کړي سابه تر لاسه کړی .هغه کسان چی انټرنټ نه شی کارولی د مستقيم تيلفون له لارې له پلورونکو څخه سپارښتنه کولی شی .

د انټرنټ له لارې د سبو اخيستلو بازار د پرمختګ له امله زيات شمير مشتريانو د انټرنټ کارول له لارې سابه اخيستي دي .پرانټرنټ د پلټنو د يوې شميرنې له مخې د هغو کسانو شمير چی د انټرنټ له لارې د سبو اخيستلو غوښتنه لري د پلټنو منل شويو کسانو په سلو کې ٥٠ برخه يی نيولی ده .يوازی په بيجينګ کې د انټرنټ له لارې د کرهڼيزو محصولاتو د اخيستونکو شمير لږ تر لږه ٦٠ زرو ته رسېدلې دی .