په وروستيو کلونو کی په چين کی د هنر او کلتور چارو پرمختګ د خلکو د پاملرنې وړ دی. له دې امله چې د بيلا بيلو کچو ادارې دغو چارو ته په درنه سترګه ګوری او ګڼ شمېر خلک پکی برخه لری، نو دوه پر دريمه برخه ولايتونه غواړی دغې چارې د خپل ولايت د پرمختګ د ملا تير په توګه ابادی کړی. په دغه مضمون کی به د هو بی ولايت د هنر او کلتور چارو د پرمختګ حالت معرفی شی.
د هو بی ولايت د مرکز وو هان ښار په يوه لوړه ودانۍ کی د جيانګ تونګ په نامه د کارتون جوړونې يو شرکت دی. دغه شرکت چې په ٢٠٠٠ کال کی جوړ شوی او زياتره کارکوونکی يی ځوانان دی. په چين کی په دغه ساحه کی له څو ډېرو مشهورو شرکتونو څخه دی. اوس دغه شرکت د ځوانانو لپاره د کارتونی ډرامو په جوړولو بوخت دی.
د دغه شرکت مشر جو يو ګان وويل مونږ له کورنيو او بهرنيو اړوندو څانګو سره همکاری کوو او د بېجينګ د فلم له پوهنځی، مرکزی ټلويزيون او ځينو ليکوالانو سره په ګډه کارتونی فلمونه جوړوو. نو زمونږ شرکت په هېواد کی له پنځو ځواکمنو شرکتونو څخه شمېرل کيږی.
نوموړی وويل پر پخپله جوړ شوی کارتونی فلمونو سربيره ، دغه شرکت په لس ګونو هېوادونو او سيمو له شرکتونو سره همکاری هم کړيده. مثلا د کوريا جمهوريت له سون وو شرکت، د امريکی له هيپيرون انيمېشن شرکت او د ايتاليی له امبيرود شرکت سره د همکارۍ له لارې د دوی له خوا جوړو شويو کارتونی فلمونو زيات شمېر نندارچيان راجلب کړيدی . ښاغلی جو يو ګان وويل د ده شرکت غواړی چې په يو مشهور نړيوال شرکت بدل شی.
له ښاغلی جو يو ګان پرته، د جه ين په نامه د مياشتنی مجلی مشران هم داسی ليری نظر پلان لری. دغه مجله په چين کی له هغو غوره مجلو څخه ده چې ډېر زيات لوستونکی لری او په عمده توګه د عامه خلکو د کورنۍ، احساس او دوستی په شمول په زړه پوری مضامين خپروی او هره ګڼه شپږ مليونه ټوکه خپروی .
د دغه شرکت د مشر مرستيال لی يی دا وويل د بازاری اړتيا پوره کول او د اړوندو چارو پراخوالی د شرکت د چټک پرمختګ لپاره يو لړ مثبت تدبيرونه دي.اوس مونږ د دې لپاره کوشش کوو چې د خپلی مجلی د هرې ګڼی د خپرونې شمېر لس مليونو جلدو ته ورسيږی. نوموړی وويل د شرکت د پرمختګ په لاره کی د ستونزو د ليری کولو لپاره مونږ د نوې کړنلارې جوړولو ته په درنه سترګه ګورو او د نورو کتابونو د چاپولو او خپرولو په شمول په اړوندو چارو هم لاس پوری کوی. مونږ په کانادا کی د جه ين مجلې د خپرولو فرعی شرکت هم جوړ کړی او له محلی خبری رسنيو سره مو د همکاری لومړنې موافقه تر لاسه کړی ده .
له دغو دوو مثالونو څخه څرګنديږی چې د هو بی ولايت غواړی د هنر او کلتور چارې د خپل ولايت د ځانګړو چارو په توګه ابادۍ کړی. د دغه ولايت د کلتوری چارو د ادارې مرستيال وويل د هو بی ولايت د بازاری اړتياوو سره سم د مالکيتونو اصلاحات پلی کوی. حکومت يوازی د عمومی ادارې او عامې کلتوری چارو مسئول دی، کلتوری تصدی د خپلو چارو د اداره کولو او پراخولو حق لری.
سره له دې چه په چين کی د هنر او کلتور چارو ستر پرمختګ موندلی دی، خو د نورو هېوادونو په پرتله لا هم توپير شته. ښاغلی جو يو ګان وويل د کارتونی فلمونو د جوړولو کيفيت په برخه کی د چين شرکت خپل ښيګڼې لری ، خو د نوښت او بازاری اړتياوو د پوره کولو په ساحو کی مونږ لا هم ځينی کمزوړتياوې لرو. په بهرنيو هېوادونو کی د کارتونی فلم جوړونې بشپړ سيستم رامنځته شوی دی ، خو په چين کی دغې چارې اوس يوازی په لومړی مرحله کی دی، نو مونږ بايد ډېر کوششونه وکړو.